شنبه, مې 18, 2024
Homeکلتورپه کندوز کې د ارواښاد پسرلي د پنځم تلین په مناسبت یو...

په کندوز کې د ارواښاد پسرلي د پنځم تلین په مناسبت یو ورځنی علمي سیمینار

راپور: نوررحیم عاطف  

په کندوز کې د هېواد د نوموتي نازکخیال شاعر او لیکوال غزلستوري ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د پنځم تلین په مناسبت یو ورځنی علمي سیمینار جوړ شو، په  دغه سیمینار کې چې د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ او د کندوز ښاروالۍ ریاست په مالي مرسته جوړ شوی وو. په کې د کندوز ولایت دولتي چارواکو، قومی مشرانو، ځوانانو، د پوهنتونونو استادانو، محصلینو، د فرهنګی او مدني ټولنو استازو، دمحلي او نړیوالو رسنیو مسولینو او خبریالانو، د بغلان او تخار ولایتونو سربیره د کندوز اړوند خان اباد، امام صاحب، دشت ارچي او علی اباد ولسوالیو څخه راغلو شاعرانو او د ارواښاد استاد مینه والو ګډون کړی وو.

غونډه د الهي کلام د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه د هېواد ملي سرود له غږولو وروسته  د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې مشر نوررحیم عاطف د پیل خبرې وکړې. او میلمنو ته يې ښه راغلاست ووایه  ورپسې د کندوز د اطلاعاتو فرهنګ ریئس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرې اغلې حسینې صافۍ پیغام ولوسته.

همدا راز د کندوز ولایت  مقام مرستیال او سرپرست والي ښاغلي حشمت الله رحیمی عرضبیګی، دکندوز ښاروال فضل احمد فضلي، او د کندوز د ښځو چارو رییسې اغلې نصیبې هولکر خبرې وکړې او د استاد محمد صدیق پسرلي د ژوند په بېلا بېلو اړخونو یې رڼا واچوله د کندوز ولایت مقام مرستیال او سرپرست والي صاحب د پسرلي ادبي کلتوري ټولنې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ښاروالۍ ریاست څخه ددغې علمي سيمینار د جوړلو له امله مننه وکړه  او زیاته یې کړه چې ارواښاد استاد د هېواد نه بلکې دمنظقې په کچه پیاوړی لیکوال او د هندي سبک سرلاری نازکخیال شاعر دی.

په  یاد سیمینار کې د تخار پوهنتون دپښتو ادبیاتو څانګې رییس صفي الله سېلاب، لیکوال او شاعر حضرت ګل ارچیوال، په کندوز کې د شاعرانو اولیکوالانو د ټولنې مشر غلام حیدر حیدر، د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فدامحمد ارزښت د کندوز پوهنتون د پښتو څانګې استادانو عبدالمجید پردېس، زاهدالله کریمزی، سیدعارف عارفي، اسرار شینواري او محمداکبر حیرت  لخوا د استاد محمد صدیق پسرلي په شاعرۍ، لیکوالۍ، نازکخیالۍ نثر، نظم او ژباړې هر اړخیزې علمي مقالی ولوستلې.

سیمینار د مازیګر تر څلور بجو دوام وکړ  له غرمې وروسته پاتې مقالو ته وخت ورکول شو او همدا راز د پسرلي صیب په یاد ځانګړې مشاعره وشوه.  غونډه د ارواښاد پسرلي صیب د مشر زوی قاضي فیض الله مخلص په خبرو او دوعا پای ته ورسیده.

استاد محمد صدیق پسرلي په ۱۳۰۷ لمریز کال د غزني د قره باغ ولسوالۍ په لویې کلا  کې سترګې نړۍ ته غړولې څلور کاله یې په لویې کلا کې ژوند کړی، دوه کاله له خپلې کورنۍ سره په کندهار کې پاتې شوی او د ځوانۍ عمر یې په کندوز کې تېر کړی. د ثور له کودتاه وروسته یې پېښور کې د مهاجرت سړې تودې هم زغملي د خپل عمر په وروستیو وختونو کې کابل کې پاتې شوی. د ژوند ډیر برخه یې پښتو ادب  ته د خدمت او بډاینې لپاره وقف کړې او تر شایې یوه لویه فرهنګي کورنۍ پرې ایښې ده . (۱۳۹۲) لمریز کال د مرغومې په (۲۲) مه نېټه د دوشنبې په ورځ یې د ورپېښې ناروغۍ له امله د هندوستان د نوي دهلي په یو روغتون کې د تل لپاره د پښتو ادب له لویې کورنۍ سره مخه کړې او پاک روح یې حق تا سپارلی، روح یې ښاد او یاد یې تل ژوندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب