Homeروغتیاشپه ويښ پاتې کېدونکي ژر مړه کېږي

شپه ويښ پاتې کېدونکي ژر مړه کېږي

ژباړه: روح الله تلاش

د مغازو او اعصابو کار پوهانو، نوې او وروستۍ څېړنې ښيي چې د شپې لخوا تر ډېره ويښ پاتېدل کې ژر مړینه له ځانه سره لري.

د امریکا متحده ایالتو د شیکاګو «نورت وسترن» پوهنتون د عصابو علومو پروفیسور «کرستین کونتسن» ورستۍ څېړنو موندلې چې په تېرو پنځو کلنو کې د هغو کسانو مړينه ۱۲ سلنه ډېره شوې چې عادت لري د شپې لخوا تر ناوخته ويښ پاتې شي.

کرستین کونتسن په دې اړه وايي: «د شپې ويښ پاتې کېدل د خوړو په سیستم او تنظیم کې د بدلون لامل ګرځي. په غیر منظمو وختونو کې خوراک د دې لامل کېږي چې بدن و نشي کولی د وینې قند په سم ډول تنظیم کړي او دا یو له هغو ستونزو ده چې د انسان بدن له هغه سره مخامخ کېږي. غیر منظم خوراک همداراز یو شمېر نورې جدي ستونزې هم له ځانه سره لري.»

نوموړي له هغو کسانو چې عادت لري د شپې لخوا ویښ پاتې شي غوښتي څو د شپې لخوا ژر ویده شي او خپل دا عادت په کرا کرا را کم کړي.

کرستین کونتسن د خپلو خبرو په دوام وايي: «د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کېدل ښه عادت نه دی او موږ باید خپل خراب عادتونه په ښه عادتونو بدل کړو، سالمه تغذیه، ورزش او منظم خوب د ښه روغتیا تضمین دی. که غواړئ د شپې لخوا تر ناوخته ويښ پاتې کېدولو عادات مو بدل کړئ، نو پکار ده چې د خوب لپاره مو وخت مشخص کړی او هره شپه په هماغه وخت بېده شئ. په دې ډول د دې عمل په تکرار سره به مو دا عادات بدل شي.»

د شپې لخوا تر ناوخته ویښ پاتې کېدل د دې لامل کېږي څو د بدن فیزیولوژیکي نظم له ستونزو سره م��امخ شي. شپه ويښ پاتې کېدل همداراز د تغذیې د بې نظمۍ لامل هم ګرځي.

متخصص روغتیا پالان په دې باور دي، چې ان یوه شپه بې خوبي د الزایمر ناروغۍ پورې اړونده پروتینونو د ډېرېدو لامل ګرځي.

په دې برخه کې یوه بله څېړنه چې د امریکا د روغتیا ملي موسسیې څېړونکو ترسره کړې د هغوی ورستۍ موندنې هم ښيي چې ان یوه شپه بې خوبي په الزایمر ناروغۍ د اخته کېدو کچه لوړوي. دا یو ډول عصبي/ مغزي ناروغي ده چې د عقل د لاسه ورکولو لامل کېږي او همداراز په دې ناروغۍ اخته کسان خپله ذهني وړتیا هم له لاسه ورکوي.

د دې ناروغۍ تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې ناروغ خپله حافظه له لاسه ورکوي. ناروغ لومړی خپله لنډه مهاله حافظه له لاسه ورکوي او په دویم قدم کې بیا د ژوند ټولې مهمې پيښې یې له یاده وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...