چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeکلتورد تیزس معیاري جوړښت | سید اصغر هاشمي

د تیزس معیاري جوړښت | سید اصغر هاشمي

(شپږمه برخه)

په ټولیز ډول ټول څېړنیز جوړښتونه او همدارنګه تیزس لیکنه ساختماني او معنوي جوړښت لري، دواړه جوړښتونه(جولیز او منځپانګیز)په تیزس لیکنه کې مهم دي. په سیستماتیک ډول له پیله تر پایه هر لوی سرلیک په خپل ځای راوړول د فزیکي جوړښت له مخې د ښه تیزس نماینده ګي کوي.

د یو ښه تیزس لپاره په زیات و کم توپير لاندې موضوعګانو راوړل اړین دي،لکه:

ـ یو ښه مناسب، واضح او څرګند لوی سرلیک.

ـ مناسب کره پیلېزه.

ـ واضح لنډیز.

ـ د موضوع اړوند کلیدي کلمو راوړل.

ـ د څېړنې د اصولو په نظر کې نیولو سره معیاري فهرست.

ـ پیلېزه.

ـ د څېړنې اړوند اصلي او فرعي پوښتنې.

ـ د څېړنې په تړاو عامې او خاصې ستونزې.

ـ معیاري سریزه او توکي.

ـ معیاري محتواییزه(اصلي موضوع او متن).

ـ مناسبه پایله.

ـ کره وروستۍ نتیجه اخېستنه.

ـ علمي مناقشه.

ـ وړانديزونه.

ـ ماخذونه

ـ او نور…

د ښه تیزس معیاري ساختماني جوړښت د پورته ځينو سرلیکنو په ښکته پورته کولو او د ځینو سرلیکنو په زیاتولو او کمولو د کره څېړنې(تیزس) لپاره اړین دي.

د تیزس غیر معیاري جوړښت

د ښه تیزس لپاره محتواييز او بڼه ییز جوړښت مهم دی، د ساختماني جوړښت له مخې د معیاري تیزس ښودنه وشوه، که چیرې یادو سرلیکنو د ځینو مهمو یادونه شوې نه وي، نو د داسې تیزس ساختمان به نیمګړی وي. د مثال په ډول که یو تیزس(پایله) ونه لري او یا(سریزه) ونه لري، نو د داسې تیزس جوړښت نیمګړی دی.   

د تیزس لیکلو لارې چارې

کله چې محصل د ماسټرۍ دوره پیلوي، د تیزس لیکنې په اړه باید فکر وکړي او د ځان سره د خپل اینده کار پلان جوړکړي او د ځانه لاندې پوښتنې وکړي:

ـ د تیزس لپاره کومه موضوع غوره کړم؟

ـ غوره شوې موضوع سره مینه لرم او کنه؟

ـ دموضوع اړوند مادي او معنوي امکانات لرم او کنه؟

ـ موضوع په ټاکلي وخت کې پای ته رسولی شم او کنه؟

ـ په غوره شوې موضوع څومره او چا کار کړی دی؟

ـ د موضوع لارښود څوک اوسي؟

ـ د موضوع اړوند اول، دویم او درېیم لاس مواد چیرته پیدا کېږي؟

ـ د مطالعې ځای، وخت او وسایل لرم او کنه؟

ـ او داسې نور…

پورته هرې پوښتنې ته علمي او هر اړخیز ځواب ورکول د تیزس پر مخ وړلو کې مرسته کوي او پیاوړی څېړونکی هغه دی، چې په پوره علمي قوت او صلاحیت هرې موضوع ته ځواب پیدا کړي.

کمپوټر

یو وخت به لیکنې په لاس لیکل کېدې، د وخت او زمان په تیرېدلو ټایپیسټ کېدې، خو اوس باید علمي لیکنې په کمپوټر ولیکل شي. ټول تیزسونه په کمپوټر لیکل کېږي او همدارنګه د کمپوټر سره اشنايي ورته اړینه ده.

د ټولو علمي ویبپاڼو ګټه اخېستنه او یا د تیزس لیکنې په وخت کې د انلاین انسایکلوپیډیاوو ګټه اخېستنه د کمپوټر په واسطه کېږي. نړۍ د یو کور په شان نږدې شوې ده او یا د نړۍ د پوهنو مرکز په انلاین ډول د کمپوټر په واسطه بېلابېلې ویبپاڼې دي.    

د تیزس سیمینار

د ماسترۍ دورې په پای محصل تیزس لیکي، نو مجبوره دی، چې په څېړل شوې موضوع سیمینار ورکړي او د سیمینار په ارایه کې لاندې ټکو ته توجو په کار ده:

ـ انسان له خاورې پیدا دی او همدې خاورو ته به ځي، ځان ځاني یوه لویه غیر اسلامي ستونزه ده، محصل باید د سیمینار په وړاندې کولو کې غرور ونه کړي.

ـ موضوع په خپله خوښه غوره شي.که چېرې یې له موضوع سره مینه او رغبت وي، نو حتمي خبره ده، چې په موضوع به حاکمیت لري، په ښه سیمینار ورکولو کې د موضوع اړوند مطالعه او موضوع ته مخکې له مخکې امادګي مهمه ده.

ـ محصل باید ناستو کسانو ته متوجې اوسي، ځان دې له ناستو کسانو سره دوست وښيي او صمیمانه برخورد دې ورسره وکړي، په پراخ تندي دې موضوع وړاندې کړي.

ـ د سیمینار وړاندې کولو مخکې باید خپل نظافت ته پاملرنه وکړي، خپل بهرني ټول کړه وړه دې سم کړي، لکه ویښتانو ته پاملرنه، ږیرې ته توجو او همدارنګه پاک لباس او نور وسایل.

که سیمینار کابل کې ارایه کوو، نو باید دریشـي واغوندو او که همدا سیمینار داسې ولایت کې وړاندې کړو، چې هلته د خلکو له دریشـي سره جوړه نه وي، نو مجبوره یو، چې د هماغه ځای لباس نه ګټه واخلو، یعنې رواج او محیطي تاثیراتو ته باید پاملرنه وشي.

ـ په احترامانه ډول د موضوع پيلول او په ډېر مهارت یې پای ته رسول اړینه مساله ده، یعنې په سیمینار کې د موضوع پیل او پای باید په خاص مهارت وي، مشـرانو ته په احترامانه ډول پام کول، نه د چاپلوسۍ په ډول.

د سیمینار ځانګړنې

په عام ډول ښه سیمینار ډېرې ځانګړنې لري، خو په خاص ډول د ښه سیمینار او وړاندې کوونکي د څو ځانګړنو یادونه کوم:

ـ د سیمینار موضوع باید محدوده وي، مخکې له دې چې د سیمینار موضوع د محصل د سويي سره برابره وي، باید لیکل شوي جوړښت (تیزس) د محصل د سويي سره برابر وي، د محصل په خوښه وي، زماني او علمي حدود یې معلوم وي.

ـ موضوع ډېره لویه نه وي.

ـ له سیمینار ورکولو مخکې خپل ظاهري ساختمان برابرول، په دې برخه کې ټول صورت شاملېږي.

ـ  موضوع که پرجکټور کې جوړه شي، نو ښه به وي، فنټ یې یو شان وي، له تصویرونو ګټه واخېستل شي، تصویر له متن سره معنوي اړیکه ولري، د سلایډونو د رنګ انتخاب سم وي.

ـ په موضوع حاکمیت درلودل.

ـ له موضوع سره مینه او رغبت.

ـ د وخت پابندي، یعنې که وخت ورته قید شوی وي، نو په ټاکلي وخت بایدپای ته ورسېږي.

د تیزس د موضوع ارایه کول

مخکې له دې چې محصل د سیمینار لپاره موضوع غوره کړي، نو باید لاندې لارښوونو ته پاملرنه وکړي:

ـ د سیمینار موضوع نوې وي.

ـ که د سیمینار موضوع نوې نه وي، تکراري وي، وړاندې کوونکی کولای شي، چې په نوي طرزالعمل خپله موضوع پیل او پای ته ورسوي.

ـ په موضوع لاس بری وي.

ـ موضوع یې خپله پيدا او غوره کړې وي، له موضوع سره دلچسپي ولري، زړه راښکوونکې وي.

ـ موضوع نه ډېره کوچنۍ او نه ډېره لویه وي.

په سیمینار کې د موضوع ترتیب

د سیمینار موضوع په علمي او منطقي ډول منظمه وي، لکه څنګه چې څېړنیزو ډولونو لپاره ترتیب او تنظیم مهم دی، دغه شان د سیمینار لپاره هم مهم دی، لکه:

ـ د سیمینار ورکولو په وخت کې لومړی چارت باید د وړاندې کوونکي نوم، موضوع پېژندنه، د استاد نوم، نیټه او ځای موجود وي، لکه:

موضوع: د ګل پاچا الفت په شعرونو کې پیداګوژیکي نظریات

وړاندې کوونکی: پوهنیار سیداصغر هاشمي

نیېټه: ۱۳۹۶/۳/۵

ځای: ننګرهار پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځی، د کانفرانسونو تالار

ـ ټول سلایډونه د اصلي لوی سرلیک سره معنوي اړیکه ولري.

ـ هر سلایډ د بل سلایډ سره معنوي اړیکه ولري.

ـ د سیمینار پیل او پای معلوم وي او په ډېر مهارت پیل او پای ته ورسېږي.

– د سیمینار په سلایډونو کې له تصویرونو ګټه واخېستل شي، خو تصویرونه له موضوع سره علمي تړاو ولري.

ـ د تصویرونو له موضوع سره علمي اړیکه.

ـ د یو ډول فنټ(د خط ډول) ګټه اخېستنه.

ـ له تصویرونو پرته له دیاګرام، نقشو او پراګرافونو که ګټه واخېستل شي، نو موضوع به نوره هم رنګینه شي.

ـ  که سیمینار په پښتو وي، نو ګرامري ملاحظاتو ته پاملرنه او همدارنګه املايي ستونزو ته کتنه او د لیک نښو په خپل ځای کارول اړین دي،که لیکنه انګليسي وي، د غټو او کوچینو حروفو په خپل ځای راتللو ته اړین وي، نو باید پاملرنه ورته وشي او غټ ولیکل شي او دلته هم لیک نښې مهمې دي.

د سلایډونو ساختماني جوړښت

سلایډونه باید منظم جوړ شي،کوښښ وشي، چې د موضوع په تړاو برابر وي، فنټ یې یو شان وي، رنګ یې ډېر تیز او یا تت نه وي، ټولو سلایډونو کې له یو شان رنګ نه ګټه اخېستل شوې وي، سلایډونه ډېر زیات او کم نه وي، د سلایډونو خط(فنټ) ډېرکوچنی نه وي او نه ډېر غټ وي.

د سلایډونو معنوي جوړښت

د تیزس لیکنې وروسته، د موضوع د ارایي لپاره سیمینار ته تیاری نیول وي. محصل د ټولو څېړنېزو آرونو په نظر کې نیولو سره موضوع پیل او پای ته ورسوي، کله چې یې تیزس په ټولو معیارونو پوره وي، نو بیا سیمینار ورکولو ته تیاری نیسي، د سیمینار لوی سرلیک باید د ټولو نورو سلایډونو سره معنوي اړیکه ولري، هر سلایډ د بل سلایډ سره له پیله تر پایه معنوي اړیکه ولري.  

د سلایډونو شمېر نه ډېر زیات او نه کم وي، ډېر سلایډونه موضوع خسته کوي او کم سلایډونه موضوع ګونګوي.(د مونوګراف او سیمینار لارښود، بېلابېل)

د لیکلو مواد

تیزس لیکونکی باید مشخص کړي، چې د موضوع اړوند مواد چېرته پیدا کېږي؟ د ده لپاره د کار مواد کوم دي؟ د اول لاس ماخذونو ارزښت د دویم لاس په نسبت څه کې دي؟مواد څنګه پیدا او ترې ګټه واخلم؟ لومړي کوم کتابونه ولوستل شي؟ د کتابونو یاداشتونه څنګه واخېستل شي؟ د موضوع اړوند مواد چېرته پیدا کېږي؟

د تیزس لیکنې لپاره د موادو پیدا کول او ترې ګټه اخېستل مهمه مساله ده، بې موادو څېړنه نا ممکنه وي، همدا څېړنیز مواد او منابع دي، چې څېړنې ته لوری ورکوي او تیزس لیکنه پر مخ وړل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب