یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکلتورد مړه خره لیکونه | هــوســۍ  طارق

د مړه خره لیکونه | هــوســۍ  طارق

چې خبر له درده نه دی انسان نه دی

وایه چیرته ګـــــــاومیش کا فریادونه

( کاظم خان شیدا)

د مړه خره لیکونه چې د عزیز نسین اثر دی، عزت الله شینواري ژباړلی او  سروش کتاب پلورنځي په ۱۵۹ پاڼو کې چاپ کړی دی.

محمود نصرت چې هنري نوم یې عزیز نسین دی د ترکیې مشهور طنزلیکوال پاتې شوی، مقالې او کتابونه یې تر دیرشو زیاتو ژبو ژباړل شوې دي او د آثارو شمېر یې تقریبا ۱۰۹ ته رسیږي.

په دغه کتاب کې اصلي کرکټر یې د مړه خره په نامه یادیږي چې  سرې مچۍ ته لیکونه لیږي او په دې لیکونو کې د ټولنیز ژوند په اړه نیوکې راغلي، یانې د ټولنې ناخوالې د طنز او یا هم د نیوکې په ژبه بیان شوي چې د ټولو موضوعاتو په لړ کې د ځینو یادونه یې دلته کوم .

۱) سلام : پر سلام ټینګار شوی او آن داسې ښودل شوي چې انسان نه یوازې دوست بلکې خپل دښمن ته هم باید په سلام کې بیړه وکړي .

۲)بله موضوع یې د شتمنو خلکو اولادونه دي چې هغوی ټولنه کې په څومره بې مسوولیتۍ ژوند کوي او د  هوایي پیسو په لرلو ټولنیز قوانین ترپښو لاندې کوي ، همداسې د مرستې په باب یادونه شوې چې خلک د انسانیت په پار نه بلکې د سیمه ییزې پیژند ګلوۍ پر بنسټ  د نورو سره مرسته کوي .

۳) د کتاب ډیره برخه  د وخت له انسانانو ، حکومت ، هېواد کې د روغتون او ډاکټرانو باندې له نیوکې څخه سرچینه اخیستې  لکه: یو ځای کې راغلي چې یو روغ انسان کله چې د خپل روغتیایي معایناتو د ترسره کولو لپاره روغتون ته ځي هلته  د خپلو معایناتو د نتیجې د ترلاسه کولو پر ځای د بل ناروغ د معایناتو نتیجه ترلاسه کوي چې دغه روغ انسان په يوه تېروتنه او د ډاکټر په بې پروایي خپل ژوند او ټوله شتمني له لاسه ورکوي .

۴) ظاهري ښکلا : موږ د یوې موضوع واقعیت ته نه بلکې د ویونکې ظاهري ښکلا ته پام کوو، که موږ ته مقابل لوری ښکلی ښکاره شو نو بس حق ورسره دی او که مقابل لوری مو ظاهري ښکلا ونه لري نو حتی ټولنه کې د ساه ویستلو حق هم نه لري. د ګڼو موضوعاتو تر څنګ پر دغه موضوع هم نیوکه شوې لکه چې کاظم خان شیدا وایي :

نشته قدر د هنر په نا هموارو

ډیره نه وي د یاقوت بها په کور کې

اړینه نه ده چې هر ښکلی انسان د هنر څښتن وي یا ښکلا یې د دې لامل وي چې کمۍ یې څوک په پام کې ونه نیسي ، موږ ډیری داسې رسیدلي خلک لرو چې ظاهري ښکلا نه لري خو د هنراو تهذیب یوه ستره شتمني وي .

۵) په  کتاب کې  له راغلو موضوعاتو څخه چې تر ټولو زیاته زما خوښه شوه  د هغه مړي خندا ده چې پس له مرګ یې هم په لوړ غږ خندله، کیسه یې داسې وه چې له سینما یې د کمیډي فلم ټکټ اخیستې و او خپلې مېرمنې سره د فلم کتو ته لاړ خو په ټوله سینما کې پرته له دوی نور هيڅوک هم نه خاندي او آن تر دې چې د دوی خندا نورو ته مزاحمت کوي او  سینما نه د دوی د ویستلو لامل کیږي ، کله چې دوی د لامل پوښتنه کوي او ټول ورته وایي چې دا یو ډرامه ده نه کمیډي فلم ، نو تاسو څله خاندئ ؟ د ځواب په اوریدو د دوی باور نه کیږي چې دا به یوه ډرامه وي ، خبره دلته ده چې انسان د خپل باور پر بنسټ ژوند کوي، دوی په دې اند وو چې کميډي فلم دی او موږ  ساعت تیرولو او د خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره هلته وخت تیرو . هر څه زموږ له لید لوري سره تړاو لري چې موږ ژوند او د ژوند شرایطو سره څنګه ځان مبارزې ته چمتو کوو ؟ او په شېبو کې څنګه ژوند کولای شو ؟

عزیز نسین تر ډېره هڅه کړې چې خپل لوستونکي د انسانیت پاللو ته وهڅوي او د انسانانو په هغو کړونو نیوکې شوي چې د انسانیت په قانون کې جرم او ناروا عمل ګڼل کیږي . کاظم خان شیدا په دې اړه وایي :

په ګفتار به انسان نه شې کردار بویه

طوطي کله شو انسان په خوش خوانۍ

د انسان هره کړنه انسانیت لپاره یوه بیلګه ده، انسان اوسېدل او انساني کړنې ترسره کول د هر انسان لپاره  د لمر داسې وړانګه ده چې پس له ډیرو تیارو وریځو هم خپل ځان منعکس کوي او آن دا چې ټوله نړۍ روښانه کوي .لکه چې عبدالروف بېنوا هم وایي :

انسانان ژوندي په مینه

څو یې مینه هومره وینه

چې یې زړونه شي بې مینې

تویوي یو د بل وینې

هرڅومره چې انسانان خپل منځو کې مینه او اخلاص ولري په هماغه اندازه له دغو ټولنیزو ستونزو سره نه مخ کیږي.  ټولنه او هېواد د همدغو انسانانو په مرسته د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسیږي . په دې هیله چې هر انسان د انسانیت لپاره یوه ستره ببلګه وګرځي !

کتاب کې له راغلو موضوعاتو څخه د څو مهمو موضوعاتو په یادونه دغه لیکنه همدلته پای ته رسوم.

– ټولې بدۍ له جهالته سرچینه اخلي. 

– نه پوهیدل عیب نه دی بلکې نه پوښتل عیب دی.

سلام سلامتي راوړي .

– مرګ آسانه دی خو د بې تربیې انسانانو تر منځ پاتې کېدل سخت دي.

– هيڅوک له خپلې بړستنې سره پښې نه غځوي .

– د انسانیت شرایط دا دي چې له انسانیت سره سم باید ژوند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب