پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+یو جنجال | استاد سعدالدین شپون

یو جنجال | استاد سعدالدین شپون

تاریخ کې کله په داسې یوه موضوع سرونه مات شي چې بیا په بل عصر کې د خلکو خندا ورباندې راځي. زما یو طالب ملګری لا هم د صلیبي جنګونو فدايي دی، خپلې وارې ته ګوري چې  لږ تر لږه یو ځل خوجمدر د کفارو په وینو سور کړي.

 زه چې پوهنتون کې وم یوه همداسې موضوع دا وه چې ادب د ژوند دپاره که د ادب دپاره؟. هلته یوه ډله د مترفیانو وه چې خدای دې وبښي حبیب الله تږی یې مشر و. د دې بل لوري یو لاروی لا ژوندی دی نو ځکه یې چینجی خان بولم. دغو محصلینو چې مترقیانو ورته آیډیالست وېل، په شمار ډېری هم ووخو د دوی مخ کې چروړت هم نه شو کولی.  د مترقیانو یوه مشر ویل چې دا مخالفین هسې چټي لګیا دي چې فردوسي، سعدي، مولینا ادب برای ادب خلق کړی و . دا ادعا سوچ درواغ ده. فردوسي له سلطان محموده پرې سره زر غو ښتل، چې باچا سپین زر ورکړل نو بیا یې ښکنځلې ورته کولې او د شاه مور یې کاسیره و بلله. سعدي هم حتی خپل تخلص د باچا سعد ابن زنګي نه اخیستی و، که نه نوم یې مصلح الدین و. په دې مجلس کې یوه ايډیالسټ ویل چې زه یې شعر ښیم ، ته یې د شاعر سوانح بیانوې.شعر به یې د صلې د پاره لیکلی و خو څه یې چې لیکلي وو د ادب د پاره و، د ښکلا او هنر د پاره. په دې باندې جنجال جوړ شو، تورې یې سره را وکښلې.

هغه وخت نو مترقیان چې ځانونه یې ماتریالستان بلل، په پړو هم نه ایسارېدل او محافضه کاران یې، چې د خپلو پلرونو په ګروهه روان وو، کونج ته کړي وو. یوه یې، رحمت شاه فرقاني د زړه خواله کوله چې دا مترقیان نه په دین اړ دي نه د پلرونو په میراثې، بس د  څو ایراني غجرو

او روسي کفارو کتابونه یې ترخ کې نیولي، په څټو مو حلالوي. موږ ته دا ارزښتونه څه د اسلام نه راپاتې دي څه له پلرونو، خو دوی نورې نورې په کې راباسي، جنجال او بحث کوي، حتی بلخي مولینا نه مني چې فرمایی چې پای استدلالیون چوبین بود، پای چوبین سخت بې تمکین .

له دې بحثونومې ډېر څه یاد کړل. یو مثبت ټکی چې منل شوي لیکوال اسد غضنفر په همدې پاڼه کې پرې مقاله لیکلې د افکارو ټکر دی. مترقیان او محافظه کاران  پوهنتون کې په همدې لګیا وو. په مترقیانو کې حتی استاد بختانی او استاد زین الله منلی شامل ووچې سم دم له مدرسو فارغ شوي وو، چې هغه دی اوس یې د تحقیقي کوششونو قدر او درنښت کېږي، تخلیقي خدمتونه یې هغسې نه ستایل کېږي چې ورسره ښايي. زه به یو ګام پرمخ لاړ شم او هغه ذوات به ورکې شامل کړم چې هنري ارزښتونه یې لا ژوندي دي. په دغو کې الفت، ر ښتین، بېنوا، تر یوه حده خادم صیب او ځینې نور یادولی شو. چې ما مطالعه کړې ده، دغوی، بلکه د دوی د عصر زیاترو نورو پښتنو ابتدا په شعر کړې ده. یو وخت کوم پېښوري لیکوال د هر یوه سوانح راسپړله عنوانونه یې وو، د الفت ږیره، د خادم ږیره، د بېنوا ږیره. دا پروسه، که یې سړی ګراف جوړ کړي داسې وه: کلی، جو مات، دیني مدرسه، بیا کوم دفتر کې کتابت متابت. بیا په حکومتي اخبارونو او مجلو (چې د وخت حکومت پښتو برخه  له ناکامه ورچوخ کړې وه) د لته هلته یو نظم. بیا نو کوم لنډ نثر، کومه ترجمه. یوه کلاسیکه نمونه یې د رسمي اعلانونو او فرامینو ترجمه ده، لکه د کاغذي پیسې په سر « و لرونکي ته د دې سند وعده د ادا کولو په وخت کې د غوښتنې ورکوي ، چې د دې دري متن ترجمه ده« د افغانستان باند به دارنده سند هذا مبلع …. عندالمطالبه مېدهد» وروسته په کابل کې رښتین صیب دا نثر سم پښتو کړ. د وخت په تېرېدو سره دغه جومات او مدرسه پاسه  پښتانه د بېروکراسۍ سره آشنا شول. ما، بختانی، منلی، تږی، روهي او په درځنو نورو د مشرانو له برکته خپلو ځانونو ته له پښتو ټولنې بهر و تکي او سوړې وموندل.ګویا په نظم او شعر مو ابتدا وکړه، ریاستونو او وزارتونو ته مو ځانونه ورسول، زیاتي نو شعر را نه پاتې شو. مانا چې د مترقیانو په وینا شعر د ژوند د پاره و. چې یې خپل رسالت پوره کړ، چینه یې وچه شوه. په ځینو کې بیا وچه نه شوه مګر اوبه یې خړې شوې. د الفت صیب په حق کې وايي چې غوره اشعار او غوره نثرونه یې اولین او آحرین (ړومبني او وروستني) هنري آثاروو. اجمل حټک هم د غیرت له چیغې نه پس بیا رسا نښه ونه ویشتله، په تېره چې پښتونستان یې د سرې ډولۍ سره د سنې ټریت (سناتورۍ) کرسۍ ته ډالۍ کړ.

خدای دې پوهاند الهام وبښی چې یو وخت یې د پسرلي په عنوان پاړسي نظم کې ویلي وو: ګویند شد بهار ولېکن مرا چه سود؟ یارانو ور پورې خندل چې ته پسرلي کې هم سود خورې. الهام یو تماشه حاضر ځوابه لیکوال و. ویل یې چې سعدي غلط ګفته که ، ره نېک مردان آزاده ګیر، چو استاده اي دست افتاده ګیر. الهام ویل چې ته ولاړ یې نو ولې د افتاده لاس ونیسې چې تا هم د ځان سره پرېباسي. باید داسې وای چې، که افتاده اي دست استاده ګیر، چې تا پاڅوي.  نو ځینې خلک د شعر په امسا ځان دروي او چې ودرېد بیا شعر نه وايي.

دا خبره چا کړې چې نه شاعر بقا لري ، نه یې شعر. امریکایی شاعر، رابرټ فراسټ  بیا شعر دېوال ته ورته بللی و چې له شمال او باران نه نیولې تر مږو پورې سوړې ورکې جوړوي، یوه ورځ درز رالوېږي.

د غضنفر صیب خبره رښتیا ده چې د وخت په تېرېدو سره د خلکو ادبي ذوق هم بدلېږي، هغه چې شعر و، ترې نظم جوړېږي. اوس حاضر خو ډېری په څلورو ستورو سایل، دروېش، کاروان او جلان قایل دي چې لکه د زرو ګونګرو شور کوي. ځینې لوستونکي په همدغو کې هم د کوټه کېدو علامې ویني. تېره هفته چا د دروېش په شعر کې، قران دی او قران دی او قرآن دی نور څه نشته تبلیغاتي خبره او د مولینا ګانو سوغات بللی و. بل چا کاروان ته ښځه نوکی شاعر وایه. زه اګري نه کوم خو ډموکراسي ده، د خوشال په وینا، د هر چا تسپې په لاس دي، مګر لکه زموږ باغوان چې ویل دا شلتالان او مڼې مې پیوند کړي، دوه کاله پس به یې مزه وګورې چې دا اوسنۍ دې هېر شي . ډېرو ته به همداسې وي خو زه فکر کوم چې کړه وړه یې مناسب وي په هر زما ن کې ښکلې وي . البته یو څه به د کلچر او زمان سره هم ځان عیاروي. د پښتنو نجونو پوزې محدبې او د کوترې د ټونګې په شان یو څه ما هیپشته وی، خو په غرب کې بیا مقعرې پوزې ښکلې دي لکه د آس زین یې مینځ ټیټ او دواړه خواوې جګې .دې کې به په آسانه فرق رانشي خو تصویر کول یې ښايي فرق وکړي. آیا قلم اوس هم د پښتني پوزې سمبول دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب