جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزد پیسو د سپمولو لپاره ۱۰ اساسي ټکي

د پیسو د سپمولو لپاره ۱۰ اساسي ټکي

ژباړن : نعمت الله پټانزی

وارن بافت د نړۍ دریم شتمن شخص دی هغه د پیسو او پانګې دسپمولو لپاره لس لارې چارې وړاندې کړې دي چې دا په ورځني ژوندانه کې ډیرې ګټورې کڼل کیږي.

وران بافت یو امریکایي پانګوال او سوداګر دی چې په شلمه پیړۍ کې تر ټولو بریالی پانګوال پیژندل شوی دی او همدارنګه په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د نړۍ تر ټولو شتمن او په۲۰۱۴ میلادي کې په نړۍ کې تربیل ګیټس او کارلوس اسلیم څخه وروسته دریم کس ښودل شوی دی چې د پیسو د سپمولو په اړه یې لاندې ۱۰ طلایي او ارزښتناک ټکي بیان کړي دي:

  1. په داسې کسب بوخت شئ چې لیوالتیا او مینه ورسره لرئ او په عمومي توګه هغه څه ترسره کړئ چې مینه یې لرئ.
  2. په پانګونه کې مهم اصل دا دی چې پانګه له لاسه ورنه کړئ ترڅو چې د پانګونې د ګټې په اړه ښه ډاډه نه یاست له چا پور مه اخلئ.
  3. که چیرې اضافه پیسې او پانګه لرئ نو؛ په هغې پانګونه وکړئ، خپلې پیسې د لوکسو او لوړبیه توکو په رانیولو مه خرڅوئ، په خپلو اضافه پیسو پانګونه وکړئ ترڅو پانګه مو زیاته شي.
  4. هیڅکله زیاتې پیسې د نویو توکو په رانیولو مه ورکوئ، لږ صبر وکړئ؛ کیدای شي یوڅه وخت وروسته یې په ټیټه بیه ترلاسه کړئ.
  5. خپلې اړیکې، وړتیاوې او مهارتونه مو زیات کړئ، تاسې کولای شئ د ښو وړتیاوو په لرلو سره په ښه موقف کې واوسۍ نو؛ په خپله پوهه مو پانګونه وکړئ.
  6. وخت له لاسه مه ورکوئ، وخت هم د پیسو په شان ارزښتناک دی، د تجارتي مذاکراتو او کتنو لپاره له مخکې تیاری ونیسئ او په مذاکرو کې له نا اړینو خبرو څخه ځان وژغورئ؛ په ځانګړي توګه کله چې د قیمت په سر ناستې او غونډې ته ځئ نو مستقیما د قیمت په اړه خبرې وکړئ.
  7. د پور اخیستنې لپاره یو ځانګړی چوکاټ جوړ کړئ، یوازې دومره پور ترلاسه کړئ چې د بیرته ورکولو توان یې ولرئ؛ لومړی د پورونو په ورکولو پسې شئ او تر هغه وروسته د سپما او پانګونې لپاره هڅه وکړئ.
  8. د یوه کار یا یوې معاملې د قرارداد لاسلیکولو څخه مخکې د هغې په ټولو شرایطو او اړخونو فکر وکړئ او د هغو د بدترین حالت او لګښتونو په اړه ځان باوري کړئ.
  9. د عوایدو په یوه منبع پورې ځان مه تړئ کوښښ وکړئ چې د اونۍ تر پایه دعوایدو نور منابع ولټوئ او یا په نورو برخو کې داسې پانګونه وکړئ چې تاسو ته ګټه وکړي.
  10. اضافي اخیستنې مو کنټرول کړئ کله چې تاسې یوه مهمه مالي پریکړه کوئ که چیرې له تاسو څخه د یوه شي د وړاندیز یا اخیستلو د سبب په اړه پوښتنه وشي که چېري د هغه د اخیستلو په اړه قناعت لرونکی ځواب ونه لرئ نو؛ د هغه پریکړې څخه تیرشئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب