چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeټولنیزنوی کال له نویو هیلو سره پیل کړئ | زلمی حلیمي

نوی کال له نویو هیلو سره پیل کړئ | زلمی حلیمي

ځکه ژوند په دې نه ارزي، چي هسي تیر شي، کرکه پکښي وشي او نورو ته مو خیر ونه رسیږي.
مینه او ژوند له یو بله جوړ دي هغوی، چي مینه کوي په دې معنا، چي ژوند کوي، ولي هغوی چي بې میني دي ژوندي نه دي.
ژوند له لاسه مه ورکوئ دساعت ستنه که موږ وغواړ یانه حرکت کوي او وخت چاته، نه انتظاریږي.
هڅه وکړئ هیڅکله ماته مه منئ؛
له هرچا سره سیالي مه کوئ، هغوی، چي په علمي برخه کي مو سیال ګڼي کوښښ وکړئ لومړیتوب ورڅخه وګټئ، ولي هغوی، چي دتنګ نظرۍ په قفس کي بند وي او د راغورځوني هڅه مو کوي پروا یی مه لرئ، ځکه نه پوهیږي، چي ذلیل کوونکی او عزت ورکونکی، یو بل ستر ذات دئ.
دخدای دنیا له بلا انسانان ډکه ده هرڅوک که ستاسو په اړه هر رنګه فکر لري مه خفه کیږئ، ځکه دا ددوی حق دئ.
دملګرو په انتخاب کي خورا دقیق اوسئ، له هرچاسره و اوسېږئ، خو هرچاته دملګرتیا لاس مه ورکوئ، ځکه په ډېرو سپینو لستوڼو کي دمار دشتون او چیچلو بیره شته.
هغه ملګري، چي کتابونه نومیږي، ځان ته یی نږدې کړئ مینه ورکړئ او له شتونه یی خوند واخلئ.
له کتاب دوستۍ هیڅکله مه ډاریږئ، ځکه هغوی خپل ځان ستاسو په واک کي درکوي او دا بیا په تاسو اړه لري، چي څومره مینه ورکوئ.
له کورنۍ سره مو ځانګړې مینه وکړئ، که دمور او پلار سترګي، لاس او پښې مو نه وي مچ کړې همدا اوس یی مچ کړئ، له خوندو، ورونو او نورو دوستانو سره مو وخاندئ او که دژوند ملګرې لرئ، هر راز مو ورسره شریک کړئ او دژوند په ښه کیدو کي مشوره ورسره وکړئ.
دا کال هم تیر سو او نور ډېر کلونه به راسي او تیر به سي، ډېری د ادم زامن  به نوی ساه واخلي او ډېر به ساه ورکړي او بلاخره موږ ټول به په یوه قطار کي ودریږو څوک به ښه وي او څو بد، نو کوښښ وکړئ له ژونده خوند واخلۍ او تل ښه و اوسئ.
نوی کال مو بختور شه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب