تاند – یوه اسماني ډبره به نن /جمعه/ له مځکې څخه ۱۱۳ کیلو متره لېري تېره شي.
د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، د دې ډبرې لویوالی د یوه لوی بس په اندازه دی او (2018DV1 ) نوم پرې اېښودل شوی دی.
ناسا له مځکې څخه د دې شهاب د تېرېدو فاصله اټکل کړې او ویلي یې دي چې اندازه به یې ۷ متره وي.
د ناسا ستورپېژاندو دا ډبره په اریزونا ایالت کې د ماونټ لیمن د ترویتون د ټیلسکوپ په وسیله معلومه کړې ده.
د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم یوه اسماني تیږه له مځکې څخه ۳لکه ۱۵ زره کیلو متره لېرې تېره شوه.
تر دې پخوا هم په ځلونو اجرام یا اسماني ډبرې مځکې ته نژدې تېر شوي دي.
او تل دا وېره ورسره څه نا څه وه چې دا تیږې به پر مځکه ولګېږي.
ساینسپوهان فکر کوي چې ۶۵ ملیون کاله پخوا پر مځکه د کومې سترې سیاره ګۍ د لګېدو په نتیجه کې پر دې خاورینه کُره د دایناسورونو نسل ختم شو.
د تېر کال د اګست په دېرشمه د فلورانس په نوم یوه اسماني پرښه یا ډبره، چې اندازه یې ۴ کیلومتره او ۴ سوه متره وه، د مځکې کُرې ته نژدې تېره شوه او هیڅ خطر یې پېښ نه کړ.
له اټکلونو سره سم فلورانس له مځکې تر ټولو په نژدې حالت کې ۷ ملیون کیلومتره واټن درلود.