چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeروغتیاد ناکامۍ احساس هېرولو ۹ لارې  | ژباړه: محب الله آرمل

د ناکامۍ احساس هېرولو ۹ لارې  | ژباړه: محب الله آرمل

ډېرې ساده او آسانه لارې چارې شته چې په مرسته يې کولی شو د ناکامۍ ويره هېره کړو او خپل حال بهتره کړو. د ناکامي احساس يوه رايجه اروايي ستونزه ده چې ممکن هر انسان ورسره مخامخ وي يا مخامخ شوی وي.

په ازموينو کې کمې نومرې، هدف ته نه رسېدل، هڅه کول خو پايله نه تر لاسه کول… او ورته نور موارد کيدای شي په انسان کې د ناکامۍ احساس پيدا کړي. خو دلته ځينې لارې شته، مهمه نه ده چې ټولې يې عملي شي، يوازې هغه يې عملي کړئ چې مرسته درسره کولی شي. يا هغه طريقي په کار واچوئ چې زياته مرسته درسره کولی شي او آسانه در ښکاري. ياده د وي چې دا مقاله د برېتانيا د اکسفورد پوهنتون استاد او د ارواپوهنې نوميالي ډاکټر (( نيل برتون)) ليکلې دغه ليکوال د يوه ارواپوهه په حيث بار بار جايزې ګټلې دي چې دا مقاله به يې هم مرسته درسره وکړای شي.

که مو دغه لاندې لارې چارې عملي کړې او ګټه يې وکړه نو ادامه ورکړئ او له ملګرو سره شريکې کړئ.

۱ ـ په آرامۍ ژوند وکړئ

لوی کارونه په کوچنيو کارونو ووېشئ او د هغه د انجام لپاره يو منظم مهال وېش جوړ کړئ ، هڅه وکړئ چې تشويشات مو کم کړئ، ځان په دې مه ګرموئ چې ولې يو کار په چټکتيا نه شي کولی، تاسې د خپل حال د بهتري لپاره وخت او فرصت له لاسه مه ورکوئ. خپل ځانته وواياست چې مخکې ځم تر څو منزل ته ورسيږم.

۲ ـ اصول مطالعه کړئ

 ښه خوب يا يو خوښي بښونکی خيال کولی شي ستاسې ژوند تغير کړي، د ښه خوب لپاره ځينې لارې چارې شته، مثلاٌ هره شپه په مشخص وخت د خوب بستر ته ځان ورسوئ او په يو مشخص وخت له خوب را پاڅيږئ، ستاسې د خوب کوټ بايد تياره وي، شور مشور ونه لري او يوازې د خوب لپاره مو ځانګړې کړې وي.

۳ ـ سالمه بوختيا پيدا کړئ 

داسې کار وکړئ چې خوند ترې اخلئ، آن که د بل لپاره جذابيت هم ونه لري، د بېلګې په ډول د ماشومتوب د وخت يو کتاب يا د هماغه وخت يوه کتابچه مو مطالعه کړئ، بازار ته لاړ شئ يو څه واخلئ، د يو پخواني ملګري سره ليدنه وکړئ. هغه کارونه چې تاسې بوخت ساتي او منفي افکار مو له ذهن باسي، حال مو بهتره کولی شي.

۴ ـ منفي افکار ترک کړی

د خپلو برياوو او مثبت ځانګړنو يو لېست برابر کړئ او تل يې له ځان سره وساتئ، هره ورځ يې څو ځله ولولئ او مرور پرې وکړئ. څومره چې د خپلو مثبت فکرونو او برياو په اړه فکر کوئ په همغه اندازه خپلو موخو ته ځان نېږدې کولی شئ.

۵ ـ زيات غير رسمي وخت له کورنۍ او ملګرو سره تېر کړئ

له نورو سره خبرې اترې او بحثونه مو حال بهتره کولی شي. دا چې يو چاته وواياست مرستې ته يې اړتيا لرئ، مه وريږئ او مرسته يې قبوله کړئ، په دې ډول د ګناه احساس مه کوئ. خو مهمه داده چې له چاچې مرسته غواړئ په انتخاب کې يې دقت وکړئ، دغه کس بايد ستاسې د باور وړ او زړه منونکی کس و اوسيږي. له داسې کسانو سره وخت تېرول چې درته ګران وي ښه احساس درکولی شي او خوشالي مو په برخه کيږي.

۶ ـ خوشاله شېبې و پنځوئ

د يوې ښې روحيې لاسته راوړل او د ناکامي احساس له ذهن ايستل، تصادفي نه وي او د وخت په تېرېدو له منځه ځي، ځينې وخت داسې هم پښېږي چې تاسې د ښه توب لپاره هوډ وکړئ ممکن حال مو لا خراب شي، خو کله چې سيده لاره غوره کړئ او مقاومت وکړئ نو خوږې ورځې ستاسې انتظار کوي.

۷ ـ ځينې وخت له تصميم نيونې ډډه وکړئ

کله چې په دنده کې له ستونزې سره مخ کيږئ، يا د يو کار په کولو نه توانيږي ژر يې د پرېښودو په اړه تصميم مه نيسئ، د ستړيا او ستوماني په وخت کې تصميم نيونه ناقصه وي او په دغسې حال کې انسان ښه فکر نه شي کولی، تاسې کولی شې غلط تصاميم هېر کړئ.

۸ ـ له يوازېتوب ځان وساتئ

کله هم يوازېتوب ته ځان په لاس مه ورکوئ، که مو ملګری نه درلود تاسې کولی شی، پلي ورګرځئ، تازه هوا واخلئ، بازار ته لاړ شئ، له طبعيت خوند واخلئ، مطالعه وکړئ، سپورت وکړئ … خو تنهايي مو په ګټه نه ده.

۹ ـ د بېړنۍ اړيکې لپاره بايد يو کس ولرئ

‏بايد پو شئ چې که د منفي افکارو مخه ونه نيسئ، نو د دې احتمال شته چې د غلطو فکرونو په شور مشور کې لار درنه ورکه شي. که له داسې فکرونو سره مخامخ ياست همدا اوس تصميم و نيسئ چې له چا سره اړيکه ونيسئ او ستونزه مو وروسره شريکه کړئ، دغه کس کېدای شي ستاسې خپل، ملګری او يا هم ډاکټر و اوسي.

سرچينه : سلامت نيوز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب