له پوهنتون څخه تر فارغیدو وړاندې مې لا د پوهنځي په لومړي ټولګي کې یو کال د اجیرمعلم،دوه کاله په یوه مؤسیسه کې د ټیټ پوړي مامور او یو کال هم په یو شخصي شرکت کې په ډیر لږ معاش نیمه ورځ ددې لپاره دندې تر سره کړې، چې له فارغیدو وروسته بیا زما د کاري تجربې له مخې په کوم دولتي دفتر کې ښه غوښلنه دنده راته پیدا شي؛ ځکه چې آشنایان مې هم چې په لویو دفترونو کې یې دندې درلودې تر ما ډیر د اصولو مراعتولو په تیره بیا حق حقدار ته د رسولو اصل باندې ډیر کلک ولاړ وو، نو په همدې خاطر مې له پوهنتون سره تر فراغته څلور کاله کاري تجربه تر لاسه کړه او له ټولو ادارو مې تائید پاڼې او ستاینلیکونه تر لاسه کړل.
که څه هم چې یادو ادارو سره زما د پخو او په اصولو ولاړو کاري تجربو سره هغوی پدې ټینګار کاوه چې له دوي سره په لوړ معاش پاتې شم، خو ما د خپلو ملګرو د پلرونو او نیکونو دا نظر په پام کې نیولی ؤ چې دولتي دنده که وړه وي او که لویه تر ټولو مهمه ګټه یې دا ده چې تقاعدي لري په داسې حال کې چې اوس ډیر کم خلک دا بخت لري، چې د تقاعدۍ عمر ته ژوندي ورسیږي، ځکه ډیری یې له وخت وړاندې په بریدونو کې شهیدان کیږي.
لنډه یې دا چې په دولتي دندې پسې مې میخنې کیړۍ (څپلۍ) زړې کړې او له دوه کاله سرګردانیو وروسته مې په یوه دولتي اداره کې د ماموریت یوه کوچنۍ دنده په دې شرایطو پیدا کړه: دا چې ما واسطه نه درلوده او له پاک نفسه آشنایانو څخه مې د هغوي پاکنفسۍ ته د زیان نه رسیدو په خاطر مرسته نه غوښته، نو د وزارت د بشري منابع له مشر سره مې په دې هوکړه راغله چې د سهار له لمانځه بیا د رسمیاتو تر پیل کیدو پورې به یې : لومړی کور ته ورځم او د کور خځلې به یې د کوڅې تر بر سر پورې تر خځلتون وړم تر څو یې هم کور پاک شي او هم یې په ناحیه کې ګاونډیان او نور اوسیدوونکي بې فرهنګه ، نا متمدنه او نا ډیموکراټ ونه بولي. له دې بیګار وروسته یې باید په میلمستون کې د دریو واړو میرمنو یو درځن نازولي زامن له خوبه راپاڅوم او د میلمستون په کونج کې کوچني پخلنځي کې ورته سباناری تیار او ټولو ته یې په مخ کې کیږدم. تر دې بیګار وروسته یې باید ټول یو درځن زامن د ښوونځيو ځانګړی یونیفورم ور واغوندم او د خصوصي ښوونځي د موټر راتلو سره یې د دروازې په مخ کې ورته تیار ودروم او له دې بیګارونو وروسته چې به یاد رئیس د کور له دننه څخه راووت او دندې ته به تلو، نو دده له حکم سره سم به مې یې ورته د نوي ماډل ضد زره موټر تیار مینځلی ؤ او په دې ډول به زه په مخکې سیټ کې لکه د رئیس باډیګارډ په څیر له کیناستو سره به د خپل کارځای په لور روان شوو.
خو پر ما د رئیس د بیګارونو دا یوازې نیمه برخه وه او مازدیګر چې به کله ورسره کور ته راغلم نو د یو درځن زامنو لپار به مې یې په پخلنځي کې د شپې لپاره ډوډۍ پخوله او د ماښام تر ډوډۍ او چای وروسته به مې پر ټولو د ښوونځیو درسونه تکرارول او کورنۍ دندو کې به مې ورسره مرسته کوله، تر دې چې به مې په لسو بجو د خوب ځایونه ورته تیار او نازولي به په خواږه خوب ویده شول او د یو درځن څخه یې درې برخې چې په درسونو کې ټمبل وو او د املا او انشا په ګډون یې په عادي موضوعاتو هم سر نه خلاصیدو او ښوونځیو کې هم د رئیس صاحب د واسطو په زور کامیاب شوي وو، نو له دوي سره به مې د شپې تر دوولسو او یوې بجې پورې سر منګی کاوه.
په لومړي سر کې ما داسې ګمان کاوه چې ګواکې په دې لوی وزارت کې یوازې زه د منابع بشري رئیس د بیګارونو ښکار شوی یم او نور ټول په بخت بیدار دي، خو داسې نه وه؛ د منابع بشري د رئیس سکرتره لیلماجانه چې په عمر له پنځه دیرشو اوښتې وه او د غلیظ ګیلماله يي سینګار له لارې یې مخ د شل کلنې کړی ؤ تر ما زیات بیګارونه ور تر غاړې وو، ځکه هغې به د سهار له لمانځه وروسته بیا د رسمیاتو تر پیل کیدو پورې د رئیس کور دننه د هغه دریو میرمنو ، یو نیم درځن لوڼو کارونه سمبالول او زما په څیر به یې د سبانارې په تیارولو سربیره ټول په ناز ناز له خوبه راپاڅول او د مخ مینځلو لپاره به یې اوبه په لوټه کې له چیلمچۍ سره تر بسترې وروړې ، بیا به یې تیار کړی سباناری ځینو لټو نازولو ته په خوله کې ګوله ګوله ورکاوه او ټولې لورانې به یې ښوونځي ته د تګ لپاره ورته پوره چمتو کولې. پر دې سربیره لیلماجانې ته د پنجشنبې له غرمې تر ماسپیښنه او د جمعې ټوله ورځ اته ساعته هره اونۍ ؛ د رئیس کور پاکول ، نجونو او د دریو واړو میرمنو کالیو مینځل او … ګڼ بیګارونه ور تر غاړې وو او پر لیلما سربیره ددوي شعبې له دوو تکړه آشپزو هرې یوې نیناجانې او ټیټاجانې ته په نوبت دنده ورسپارل شوې وه چې د رئیس کور غرمې او شپې پخلی به کوي.
پر دې سربیره د میاشتې په پای کې به چې کله معاش راورسیدو، نو همدا چې به مو له بانک څخه خپل معاش راوخیست، نو له لسو څخه بیا تر پنڅلو سلنه به مو په پټه د منابع بشري رئیس تر سر قربان او د خط په بندو پاکټونو کې به مو یې تر سکرترې ورسولې. په همدې ډول ددې وزارت په نورو ریاستونو او آمریتونو کې هم د لویو لخوا پر وړو باندې د بیګارونو تر سره کولو لړۍ روانه وه او د وزیر ، معین ، لویو رئیسانو او کوچنیو رئیسانو له حاله چې خبر شوم، نو په خپل حال مې شکر وییست تر دې چې له دې بیګارونو د وزارت هغه کارکوونکي هم خلاص نه وو کوم، چې له وزیره بیا تر ماموره پورې د لویو او وړو وریرونه ، وریرې ، خورځې ، خوریونه ، د کاکا زامن او … وو او په دې خپلوانو خو یې بیا دا بیګارونه ځکه تر موږ زیات وو چې یې د کور محرم کسان وو او باور یې هم پرې زیات ؤ. او هغوی هم چې د پارلمان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غړو په واسطه مقرر شوي وو زموږ په څير بیګارونه ور تر غاړې وو، خو د هغوي بیا د وزارت لپاره نه بلکې د هماغه وکیلانو لپاره د هغوي په فرمایش تر سره کول.
دا دی له دوو کلونو دندې وروسته مې نن له خپلې دندې د استعفانامې له لیکلو سره یو ځای په جلا جلا کوچنیو لیکونو کې دا پیغام خپلو ملګرو ته ولیکه چې ؛ له مایې پاتې دولتي دنده او تقاعدي کړې چې په دې دولتي دندې کې مې د میاشتني معاش دریمه برخه یوازې د جیب خرڅ لپاره لګولې او پاتې دوې ټوله برخې مې د خپلې ناروغۍ پر درملنې لګولي دي؛ ځکه له کله چې مې له رسمي دندې زیات د رئیس بیګارونه پیل کړي نو د بې خوبۍ له امله په ډیپریشن، چې یو ډول عصبي ناروغي ده اخته شوی یم او هم مې د بدن له نوي کیلو وزن څخه یوازې پنځوس کیلو وچ هډونه پاتې دي.