داکټر اجمل درمان
کوليک په ماشومانو کې يو شديد درد دی چې د خيټې په اطرافو کې موجود وي او ماشومان په کې د ډير درد له امله پرله پسې له څو دقيقو تر درې ساعتونو ډير وخت ژړا کوي. ماشوم په کې د ډير درد له امله پښې د خيټې طرف ته کشوي. دغه درد معمولاً په نوزادانو کې موجود وي چې عمر يې له ۲ تر ۶ اونیو پورې وي.
اسباب او عوامل يې
د ماشومانو د ګيډې درد اصلي عوامل تر اوسه روښانه نه دي خو يو شمېر نور عوامل شته چې ممکن د ماشونو د کوليک سبب شي لکه
- ماشوم ته له حده زيات شيدې ورکول چې په معده يې فشار راځي، هضم کولی يې نه شي او د نفخ باد سبب کيږي چې بیا د ماشوم په نس کې اوړي راوړي او ماشوم د درد احساس کوي
- د ماشوم وږي پاتې کېدل، ځينې وخت مور د کور په کارونو کې مصروفه وي، ماشوم يې ژاړي خو مور خپل کار ته لومړیتوب ورکوي، کله چې کاره اوزګاره شي بیا ماشوم ته راځي چې دې وخت کې ماشوم ډير وږی وي او ژر ژر شيدې روي چې ورسره هوا معدې ته داخليږي او ماشوم په نس درد اخته کيږي
- ماشوم ته د تي ورکولو يا چوشک ورکولو پر مهال د ماشوم ګېډې ته هوا داخلېدل چې دغه باد د کولمو د سختوالي سبب کيږي او حرکت نشي کولی چې ماشوم ته درد پيدا کيږي.
- د ماشومانو هضمي سيستم انکشاف نه وي کړی او نشي کولی چې په سمه توګه فعاليت وکړي نو دا هم په کې ګډوډي رامنځته کوي چې د ګېډې درد سبب کیږي.
- د تي ورکولو پر مهال ماشوم په غيږ کې درست نه نیول، یعنې ډیری میندی چې ماشوم ته شيدې ورکوي نو د ماشوم سر ملا او پښې يې یو برابر وي، ماشوم په افقي ډول په غيږ کې نيسي چې په دې سره د ماشوم ګیډې ته هوا داخليږي او د درد سبب کيږي.
نوټ: ماشوم بايد د مور په غیږ کې داسي ونيول شي چې سر يې له سينې او خيټې لږ پورته وي او بيا ورته تی ورکړل شي.
- د مور يا چوشکي شيدو سره د ماشوم حساسیت هم د ماشوم په نس کې د درد سبب کيږي.
اعراض او علایم:
- غټه نښه او عرض يې د ماشوم پرله پسې ۳-۴ ساعتونو ژړا ده چې په کې غټې غټې اوښکې تويوي. دغه درد ممکن له شيدو خوړلو يو ساعت یا دوه درې ساعته بعد شروع شي.
- د ماشوم مخ په کې تک سور کيږي
- د ماشوم خيټه په کې سخته وي
- په هر وخت کې رامنځته کيدلی شي خو معمولاً مازيګر او ماښام تر منځ وخت کې وي.
مخنيوی يې
ماشوم ته له ډيرو شيدو ورکولو ډډه کول، یعنې تر هغې چې وږی شوی نه وي، باید شيدې ورنکړل شي. یعنې نارمل شيدې ورکول بايد هرو دوه ساعتونو بعد ترسره شي.
هغه ميندې چې ماشوم ته تی ورکوي؛ هم بايد خپل خوراک ته پاملرنه وکړي.
یعنې مور بايد بادګين شيان ونه خوري لکه، لبنيات (شيدې، مستې، شوملې وغيره)
کافين لرونکي خواړه لکه تور چای او قهوه
رومي بانجان، خام پياز، سلاد (ملۍ، کرم، ډنيا وغيره)
حبوبات بايد ونه خوري لکه لوبيا، دال او نور
ماشوم ته بايد په داسې ډول شیدې ورکړل شي چې سر يې له خيټې لږ پورته وي
ماشوم ته بايد شيدې داسې ورکړل شي چې د تي يا چوشک ورکولو پر مهال يې خیټې ته هوا داخله نشي.
ماشوم ته د تي ورکولو وروسته باید ماشوم لس دولس دقيقي په ښي اوږه واړول شي څو ارګمي وکړي او باد يې خارج شي
ماشوم ته بايد شيدې په ناسته ورکړل شي، یعنې که ورځ وي يا شپه وي مور بايد خپل ماشوم ته کيني او بيا په ناسته ورته شيدې ورکړي. په ملاسته شيدې ورکول د ماشوم نس ته د هوا د داخلېدو سبب کيږي.
طبي درملنه:
ماشوم ته د نفغ و باد ضد دوا ګانې (simethicone، Probiotic drops) ورکول
کوشش بايد وشي چې ماشوم ارګمی وکړي، یعنې د خولې لارې يې باد خارج شي. (یعنې ماشوم بايد په يو بالښت واچول شي خو بايد سر يې له تنې جګ اوسي، بيا د ماشوم پښې اهسته اهسته د خيټې طرف ته قات کول او ازاده کول)
د ماشوم خيټې ته مساژ ورکول، یعنې لاسونه مو بايد ګرم اوسې او آهسته آهسته د ماشوم په نس له پورته څخه ښکته طرف ته کش کول کیږي چې ډير زور پرې ونه شي
کورنۍ درملنه:
- ګل بابونه ورکول، (یو ډول بوټي دی چې زیړ ګل لري، څوک ورته غوټیلي وايې او څوک ورته پګړی ګولی وايې. بوټی يې لکه د سپيرکۍ په شان اوبو کې جوشول او بیا اوبه يې ماشوم ته ورکول
- نعنا اوبو کې جوشول او بيا يې اوبه ماشوم ته ورکول
- سپيرکۍ او باديان جوشو او اوبه يې ماشوم ته ورکول