دا هغه څه دي چې موږ يې په خپل لاس ځان اويا هم خپل اولاد له ستونزو سره مخ کوو.
خو دا هغه وخت پياوړی وي چې کله په ماشومتوب کې مور خپل اولاد ته داسې څه په ذهن کې کښينوي چې د هغه ذهن ته ويره پيدا شي ترڅو ويده او يا هم د کوم کار څخه منع شي.
د مثال په ډول يو ماشوم دی خوب نه ورځي او نه غواړي چې ويده شي مور يې د دې پرځای چې په کومو نورو لارو ماشوم ته خوب ورولي نو لنډ ورته وايي که ته ويده نشوې نو بهر بلا، ببو او يا هم ښيښکه ده تر څو چې دغه ماشوم سخت وبېرېږي او ځان غلی ونيسې شايد دا ماشوم ويده نه وي خو ويره ورسره د همدغه ځايه شروع شوه او ځان په خپل ځای کې غلی نيسې چې په آينده کې بيا تل ویرېږي.
په ويره باندې چې څومره منفي سوچ کيږي هغومره پياوړې کيږي آند چې بيا روحي ناروغي پيدا کړي.
ويره له ډېرو شيانو څخه وي چې بعضې يي هېڅ د منلو نه وي او يا هم ډېرې عادي وي.
* په موټر کې تګ د ټکر وېره
* د جومات په لومړي سر کې دريدل د چت لويدلو وېره
* په لوړ پوړ کې اوسيدل چې د زلزلې وېره
* د شپې لخوا د کوټې دروازه په کلکه قفل کول د غل وېره
* د باد څخه وېره
* د توفاني بارانونو څخه وېره
او دېته ورته نورې ستونزې چې په حقيقت کې دا د ژوند کولو وسايل، اسانتياوې اويا هم طبعي حالتونه دي خو دغه کس ته بيا ډېره ستونزه وي
د دې ټولو سرچينه هغه د مور د غېږې خبرې دي.
د لومړۍ برخې پای