د ماشومانو ارواپوهنه
ژباړن: حنان آرمل
له ماشومانو سره څه ډول چال چلند وکړو؟
ماشومانو له پاره پنځه ښې ایسیدونکې جملې:
- خپله پریکړه وکړئ: ماشوم او ملګری/ملګرې یې په کوټه یا کوم بل ځای کې په لوبو بوخت دي. شور ماشور یې ستاسو د ځور سبب شو، ښه دا ده چې ورته ووایاست: هلکانو/ نجونو پریکړه وکړئ! یا له شور ماشور پرته لوبې وکړئ یا له کوټې او دغه ځای څخه بهر لاړ شئ. که وروسته له پنځو دقیقو څخه هم آرام نه شول، ورته ووایاست: ښه! پریکړه مو وکړه چې له کوټې یا دغه ځای څخه بهر لاړ شئ. دا جمله تاسي د منفي نقش له لرلو څخه ساتې ځکه هغه پوهیږي چې خپله یې پریکړه کړې ده چې د داسې پایلې سره مخامخ شول. په دې ترتیب به ماشوم د خپلې کړنې مسْول وي.
- زه له تا سره مینه لرم خو دا کار مې دې نه خوښیږي: که غواړئ ماشوم ته یو څه ور زده کړئ نو ښه او بد کار ورته مشخص کړئ. ماشوم ته ور زده کړئ چې موږ ښه او بد هلک نه لرو خو ښه او بد کار لرو. د قانون له جاري کولو څخه موخه ماشوم ته د مناسبو کړنو زده کړه ده، نه د هغه رټنه او تنبیه. د ماشوم په بد کار به انتقاد کوئ خو محبت او مینه به ورسره نه پریکوئ.
- له تا څخه غواړم چې ستونزه مې راته حل کړي: که ماشوم داسې کار سرته رسوي چې ستاسو د ځور او تکلیف سبب ګرځي. هغه ته ووایاست چې له ستونزې سره مخامخ شوی یم. د بېلګې په ډول ورته ووایاست: “د تلویزیون لوړ غږ مې د سردرد سبب شو” او ورڅخه وغواړئ چې د ستونزې په حل کې را سره مرسته او همکاري وکړه. په دې ډول به هغه ځان ستاسو دښمن نه ګڼي او ځان به مسْول بولي او داسې کار به نه ترسره کوي چې تاسوته ستونزه پیدا کړي. په دې ترتیب به ماشوم ستاسو خوښۍ ته اهمیت ورکړي او بدو کارونو ته به د پای ټکی کېږدې.
- ستا په احساس پوهېږم: کله چې ماشوم په غوسه وي داسې څه وایې چې نور خپلو احساساتو ته متوجه او ځیر کړي. د بېلګې په ډول وایې: “له تا مې بد کېږي” “ډېر بد یې” که دې جملو ته ادامه ورکړي د هغه ټول ذهن به ور ډک کړي. تاسو کولای شئ له هغه سره مرسته وکړئ تر څو مناسبې جملې وکاروي.
- آیا دوست دې درته څه ویلي چې واقعیت نه لري او ته په غوسه شوی یې؟ خلک له یو بل سره توپیر لري او اړتیاوې یې هم سره یو شان نه وي. ډېری ماشومان خپلو میندو او پلرونوته وایې: “عدالت مراعات کړئ او انصاف وکړئ” دا جملې هغه وخت مطرح کېږي چې ماشوم غواړي یوه ځانګړي وسیله ورته برابره شي؛ یوازې په دې خاطر چې ورور/خور ته یې برابره شوې. باید ماشومانوته ور زده کړو چې “انصاف او عدالت دا دی چې هر کس ته دې د اړتیا په اساس شیان او توکي برابر شي. د بېلګې په ډول ورته ووایاست: که ته عینکو ته اړتیا لري او خور دې بوټانوته؛ هر یو به مو د اړتیا برابر عینکې او بوټان واخلئ او دغه خپله عدالت دی. ورته ووایاست: فکر نه کوم ” که خدای مه کړه خور دې دغوږ عفونت ولري او آنتي بیوتیک مصرفوي” څه اړتیا شته چې ته هم آنتي بیوتیک استفاده کړي.
ماشومانوله پاره اووه بدې ایسیدونکې جملې:
- د خپل عمر سره سم کارونه تر سره کړه (تر ځان لوی کارونه مه کوه…) : کله کله میندې او پلرونه د خپل ماشوم په کړنو انتقاد کوي هغه هم په همدې خاطر چې د هغوی ځیني کړنې یې ښې نه ایسي؛ په داسې حال کې چې د ماشوم چال چلند د هغه د داخلي احساس ښکارندوی وي. میندې او پلرونه دنده لري چې د هغوی داخلي احساس درک کړي د بېلګې په ډول: یو شپږ کلن ماشوم چې نه پوهېږئ څه ته اړتیا لري ژاړي یا یو څلور کلن ماشوم چې پوهېږئ په موټر کې په تنګ شوی دی، ژاړي. دوی داوړه د خپل عمر متناسب عکس العمل ښیې. دغه حالت بابیزه مه ګنئ. ماشوم ته مه وایاست د خپل عمر سره سم کارونه کوه! ښه دا ده چې ورته ووایاست پوهېږم ډېر عصباني شوی یې پوهېږم زړګیه!/زوی جانه!/ لورجانې! له داسې څه سره مخامخ شوی یې چې غوسه درځي. دا جملې له ماشوم سره مرسته کوي چې غوسه یې کمه او د راحتۍ احساس وکړي.
- ټوکې کوم: ماشوم ته په ټوکو اومسخرو لاس اچول که څه هم ظاهراً خوښې راولي خو پایلې یې خطرناکې وي.کله چې ماشوم په غوسه وي ورته مه خاندئ ځکه په ماشوم کې یو ناوړه احساس پیدا کېږي. تاسې د ماشوم د مور او پلار په حیث دنده لرئ چې له هغه څخه ملاتړ وکړئ نه داچې د هغه د ځور او غوسې سبب شئ. که داسې موخه نه لرئ نو په هغه وخت کې چې ماشوم خپه وي خوشالي مه کوئ.
- ولې لکه…. غوندې نه یې؟ د ماشومانو پرتله کول له نورو ماشومانو سره، ماشومان اړ کوي چې ځانونه په ټیټه سطحه کې احساس کړي او په ماشوم باندې د یو ښه کار د سرته رسولو له پاره دا مناسبه لار نه ده. کله چې کوم ماشوم ځان ټیټ احساس کړي، روحیه له لاسه ورکوي او د یو ښه کار له سرته رسولو څخه ډډه کوي. تاسو باید د ماشومانو کمزوري او ځواکمنتیا ومنئ او هغوی د خپلو کړنو د سمونې او اصلاح له پاره وهڅوئ؛ نه له نورو سره د پرتله کولو له لارې.
- مندې مه وهه لوېږي! د دې جملې کارول د ماشوم د لویدو سبب کېږي . یو ماشوم ته داسې خبرې کول ډېرې مضرې وي. ښه دا ده چې ورته ووایاست: مخکې له دې چې منډه واخلې د بوټانو بندونه دې وتړه، مخکې له دې چې منډه واخلې لارې ته متوجه اوسه… په داسې ډول به تاسو د بوټانو او لارې…. په اړه خبرې کړې وي نه د ماشوم د ناتواني په اړه.
- څه مې درته وویل؟: ولې پوښتنه کوئ چې په خپله یې په ځواب پوهېږئ!؟ تمه لرئ ماشوم به څه ځواب درکړي؟ کله چې له ماشوم نه پوښتنه کوئ: کالي دې چېرته وغورځول؟ حیله ګره موسکا کوي او تیرېږي. که د ماشوم له چال چلند څخه ستړي شوي یاست، ورته ووایاست: له بده مرغه مجبور یم درېیم ځل درته ووایم کالي دې په المارۍ کې را وځړوه.
- له تاسره ژمنه کوم…. ماشومانو ته ډېرې ژمنې مه ورکوئ او مه ډېرې ژمنې ور څخه اخلئ. ډېرې ژمنې کول په ماشومانو کې شک او وسواس پیدا کوي. د میندو او پلرونو اړیکې له خپلو اولادونو سره باید د باور او اعتماد په اساس وي.
- څو ځله باید درته ووایم؟ که مور او پلار خپلو اولادونوته ستغې خبرې کوي او هغوی ته پیغور ورکوي لکه: اخر څو ځله باید درته ووایم؟ کوڼ یې!؟ ولې غوږ نه نیسي؟… په اصل کې دوی د ماشوم رواني روغتیا ته جدي ګواښ او خطر پیښوي. دا خبرې د والدینو او اولادنو تر منځ اغیزمنې اړیکې پریکوي او د مثبتو اړیکو مخنیوی کوي.