ليکنه: محمد شکيل
څرنګه چې سيندونه د غرونو څخه سرچينه اخلي همدا ډول ستاسو اولادونه او ماشومان له تاسو څخه سرچينه اخلي.
څرنګه؟
لومړی چې کله ماشوم دنيا ته راشي له لويېدو سره سره هغه کړنې او فعاليتونه چې تاسو يې په خپل ورځني ژوند کې کوئ او هغه خبرې چې تاسو يې کوئ ماشوم يې حفظ کوي، کله چې لږ لوی شي (خبرې کول زده کړي او ستاسو په خبرو باندې وپوهيږي) ستاسو په کارونو باندې دوی هم پيل کوي کله يې چې لږ ترسره کړي نو په تدريجي ډول يې د اصغر دماغ څخه شوکي نخاع ته او له شوکي نخاع څخه اکبر دماغ ته ځي که ښه وي او که بد.
نن سبا په ټولنه کې ډېر پلرونه او ميندې شته چې د خپل اولاد څخه ګيله کوي(خبر مې نه مني او نور…) چې ترې وپوښتې: ولې دې يې په کوچنيوالي کې د دې کارونو څخه نه منع کولو په ځواب کې درته وايي: ما ويل چې لوی شي نو پوه به شي اوس يې پرېږده.
په حقيقت کې اوس دغه کارونه اکبر دماغ ته رسېدلي (کوم څه چې اکبر دماغ ته ورسيږي هغه بيا تر ډېره وخته په ذهن کې پاتې کيږي) که څوک همدغو کسانو ته ووايي چې دا کار مه کوئ نو ډېره بده هم پرې لګيږي نو کوشش بايد وشي چې په کوچنيوالي کې يې مخه ونيول شي.
موږ جې خپل ماشومان په کوچنيوالي کې ښوونځي ته داخلوو د دې لپاره چې ښه راتلونکی ولري نو دوی چې کله د ښوونځي په طرف روانيږي د لارې په جريان کې داسې خلک ويني چې توپک به يې په اوږه اچولی وي، يو سګرټ به څکوي او بل به يې د پکول لاندې د غوږ په څنګ کې ايښی وي. ماشومان مو د دې پرځای چې ښه راتلونکی ولري برعکس روږدي کيږي.
زه خپله دا کوشش کوم چې د کور ماشومان مو ښوونځيو ته وختي ولېږم او ښار ته يې له ځان سره بو نه ځم ځکه چې دا ډول خلک ونه ويني.