د ماشومتوب او زلمیتوب دوره ډېره خوږه وي یو ماشوم سره دا فکر نه وي، چې زمونږ په کور کې څه شته؟ او په دنیا کې څه تېریږي؟ بس هر څه چې یې زړه غواړي مور او پلار یې ورته آماده کوي؛ خو کله چې ماشوم ستر شي او په ښه او بد پوه شي بیا د دې هڅه کوې، چې خپل راتلونکی ژوند جوړ کړي او د خپلې راتلونکې لپاره هغه څه وکړي، چې ژوندې یې خوشاله او سوکاله وي، په کور کې د ماشوم لپاره مور او پلار هغه سترې سرمايې دې، چې د دوی په شتون سره ماشوم تر ډېره ښه او هوسا ژوند ټاکلی شي.
ماشوم د ژوند له زیاتو آسانتیاو سره برخمن وي. د ښوونې او روزنې زمینه ورته مساعده وي او په آسانۍسره کولای شي خپل درسونه ولولي او خپل ځان او کورنۍ لپاره اینده جوړه کړي؛ خو ځینې ماشومان شته چې په وړوکوالي کې یې خپل خواږه مور او پلار له لاسه ورکړي د دوی لپاره د دې زمینه مساعده نه وي، چې درس ولولي او خپل راتلونکی ژوند جوړ کړي. دغه ماشومان په داسې چاپیریال کې لویږي، چې ټوله ورځ په دښتو او د کور په درنو کارونو بوخت وي دوی له وړوکوالي څخه د ژوند له خوشالیو او د پوهې له ډیوې څخه محروم پاتې کېږي. نو له همدې ځایه د ماشومانو راتلونکی خراب او ژوند یې له سخیو سره مخ شي.
ماشومان نړۍ بدلوي، هو! ماشومان هغه وخت نړۍ بدلوي، چې دوی د پوهې په ګاڼه سمبال وي، ماشومان هغه وخت نړۍ بدلوي، چې دوی په یوه امنه فضا کې زده کړې وکړي، نو راځئ په ګډه سره د ناپوهۍ پر وړاندې خپله مبارزه جاري وساتو او خپلو ماشومانو ته د دې زمینه مساعده کړو، چې دوی په آسانۍ سره ښوونځي ته لاړ شي او په یوه ډاډمنه فضا کې خپلې زده کړې وکړي.
ګلالیو ماشومانو راتلونکی ستاسې دی، خپلې زده کړې وکړي او راتلونکی ژوند مو جوړ کړئ راځئ چې په ګډه سره دا شعار له ځان سره کړو او مخ پر وړاندې لاړ شو ماشومان نړۍ بدلوي!