ژباړه: ناور –
شپه سړه وه. د بیزوګانو یوه ډله تر یوې ونې لاندې راټوله شوې وه. دوی له یوې څانګې بلې ته ټوپ واهه. یوې بیزو وویل: « کاشکي اور پیدا کړو چې لږ تاوده شو».
ناڅاپه د دوی اور اورکیو ته پام شو. یوه ځوان بیزو فکر وکړ چې دا اور دی. نور ټوپ یې کړل او اور اورکی یې راونیو. بیا یې د یوې پاڼې لاندې کیښود څو پاڼه اور واخلي. څو تنو نورو بیزوګانو هم له څانګو راټوپ کړل چې اور بل شي.
په دې وخت کې یوه مرغۍ خپلې ځالې ته راغله. د هغې بیزوګانو ته ورپام شو او په خندا شوه، بیا یې ورته وویل: « اې ساده ګانو دا اور ورکی دی د رښتیا اور نه دی»
مرغۍ بیا وویل: « تاسو ورشئ یوه غار ته چې تاوده شئ». بیزوګان د مرغۍ په خبره پسې ونه ګرځیدل. دوی انتظار وکړ چې پاڼې به اور واخلي.
وروسته له څه ځنډه بیزوګانې ستړې شوې او پاڼو اور نه اخیست نو پوه شول چې مرغۍ سمه خبرې کړې ده. دوی اور اورکی پریښود او هلته نژدې یوه غار ته ولاړل.