تخيل د ماشوم ذهن خلاصوي،غوړي يې، پراخوي او … لوړي يې، والدينو ته اړينه ده چې د تخيل له اهميتونو، ګټو… او ښه توبونو خبر وي. يوه فعاله تخيلي قوه د تنکيو ماشومانو سره تر هرڅه زياته مرسته کوي تر څو د زړه سوي حس يې پياوړی او دغه غريزه لا فعاله شي او دغه راز خپلې ټولنيزې اړيکې پراخې، زياتې او ټينګې کړي.
که يو ماشوم د يوه حيوان د مرګ يا د حلالولو صحنه په ذهن کې تصوير کړای شي، يا د يوه بل ژوندي موجود خواشنی ونکی ژوند درک کړای شي کولی شي په راتلونکې کې له جنايتونو او تشدده ځان لرې وساتي ځکه دغه غريزه د تخيل په مرسته پياوړې کيږي .
د ماشوم تخيل د لوبو او کتاب په مرسته وروزئ، څېړنې په ډاګه کوي چې د ماشوم کورنۍ اړيکې، ملګري ، همکاري او دغه شان نور ټولنيز آداب د لوبو په وسيله کسب کيږي، ماشومان د لوبو په وخت له يو بله زده کړه کوي او په ټولنه کې ځان د يوې نمونې په شکل جوړوي .
مثلا کله چې په يوه لوبه، تمصيل يا ننداره کې ماشوم د يوه ډاکټر رول مخ ته وړي اړ کيږي چې د ناروغ په اړه فکر وکړي دغه فکر شايد له ماشوم سر بيا د عمر تر پايه پاتې شي ممکن يو ښه ډاکټر شي او يا د ناروغانو سره په بېلابېلو موردونو کې مرسته وکړي . له اوږدو خبرو به را تېر شو لږ به پدې وغېږېږو چې تخيل ماشوم ته نورې کومې ګټي رسولی شي.
۱ : د تخيل په مرسته ماشوم په خپل نفس عتماد پيدا کوي
ماشومان په خپل ژوند ډېر کم کنټرول لري، د ماشوم لپاره دا تصور چې ځان د آسمان ستوری ورته ښکاري او په خيال کې لوبې ورسره کوي، يا فکر کوي چې يو داسې اتل دی چې زموږ له سيارې دفاع کوي … او نور خيالونو چې ماشوم يې کولی شي خو لويان يې نشي کولی له ماشوم سره مرسته کوي چې په خپل نفس او وړتياو باوري او په لوينې لوی سړی شي. هڅه وکړئ چې د ماشوم تخيل ته صدمه پېښه نکړئ او دوی په خپل نفس او وړتيا شکمن نکړئ .
۲: د تخيل په مرسته ماشوم زياته او تېزه عقلاني وده کوي.
د تخيل له قوې ستفاده کول په اصل کې د فکر د روزلو پيل کول دي، هغه ماشوم مان چې يو ولسمشر په يوه شنه غونډۍ ناست ويني او يا هر شپه د خپلې خوښې د لوبو په سامانونو په خيال کې لوبې کوي د تخيلي پرمختګ په يوه ابتدايې پړاو کې دي او دوی د همدې فکر په واسطه يو وخت هغه ځايونو ته چې د دوی آرزو ده ځانونو نه رسولی شي .
د تخيل قوه په ښونځي زياته مهمه ده ځکه چې عداد چې د ټوليزو موضوعاتو او حروف چې د ټولو غږونو سمبولونه دي زده کوي. له تخيل کار اخستل په اصل کې د مبتکر فکر خپلول دي .
۳ : ماشوم د تخيل په مرسته ژبني مهارتونه زده کوي .
ماشومان په لوبو کې له خپلو همزولو سره زياتې خبرې اترې کوي او پدې خبرو اترو کې د دوی د لغاتو وييزېرمه ( لغوي پانګه ) پراخوالی مومي، د جملو په جوړښت يې سر خلاصيږي او د اړيکو مهارتونه يې زياتيږي .
۴ : په ډار بر لاسی کيږي
لوبې چې د خلاقيت روزلو بهترينې وسيلې دي کولی شي ماشوم ته په ډار او ويره د بر لاسي کېدو توان ورکړي، دغه شان ورزش کولی شي د ماشوم ګډ وډ احسات… لکه بې ځایه غوسه، کينه، بخل او نور له منځه يوسي او برعکس مثبت احساسات او عواطف لکه مينه، زغم، خوښي، روغتيا … ور په برخه کړي . کله چې ماشوم په خپلو احساساتو واکمن شو نو له مضطرب حالت راوځي او روحي فشارونه يې کميږي .
د ماشوم د خلاقيت د روزلو يا تخيل لوړولو تر ګردو عالي وسيلي کتابونه او لوبې دي نو ماشومان لوبو او کتاب لوستو ته وهڅوئ او کتابونه ورته ولولئ .
که د ماشوم تخيل سم وروزل شي نو افکار يې د ابتکار په خوا پلونه ږدي او خپل هغه استعدادونه ظاهرولی شي چې لري يې، هر انسان نابغه دی خو که دی د خپل استعداد او وړتيا راز ومومي خو اکثر دغه راز د تخيل او ښه فکر په پايله کې په لاس راتلای شي .
پای ۱۳۹۴-۷-۱۲