هغه مهال چې «سیر بریا کوف» پنځلس کلن و، ښوونکي یې ورته وویل: ګومان نه کوم چي ته دې خپلې زده کړې پای ته ورسولای شې نو ښه ده ښوونځی پریږده او د خپل ژوند د پرمخ بیولو لپاره یو کسب زده کړه!
ویکتور د خپل ښوونکي نصیحت ومانه، ښوونځی یې پریښود او د راتلونکو اوولس کلونو په موده کې ترې یو داسي لالهانده ځوان جوړ شو چې ډیر ناشنا کارونه به یې کول.
هغه ته په کوچنیوالي کې ویل شوي و چي کم عقل دی، له همدې امله یې را تلونکي اوولس کلونه په پوره کم عقلتوب کې تیر کړل.
کله چې دوه دیرش کلن شو، په ژوند کې یې یوه حیرانوونکې پیښه وشوه، یوي ناڅاپی ارزونې وروښوده چې نوموړی نابغه دی او د ځیرکتیا سنجونې د مقیاس(IQ) له مخې یې د استعداد کچه (۱۶۱) درجې ده!
پوهیږې چې تر دې ارزونې وروسته څه وشول؟
په داسې کارونو یې پیل وکړ لکه نابغه ګان چې کوي، له همغه مهاله یې ډیر کتابونه ولیکل، ځیني ناشنا ادبي پنځونې یې وکړې او یو بریالې سوداګر ترې جوړ شو. تر ټولو حیرانوونکی پرمختګ یې دا و چې د «مینسا» په نوم د ځیرکتیا سنجونې نړیوالې ټولنې د رئیس په توګه وټاکل شو. د «مینسا» د غړیتوب لپاره یوازینی شرط دا دی چې د ځیرکتیا کچه یې باید تر(۱۴۰) درجې کمه نه وي!
————
ګرانه لوستونکیه!!
د ویکتوریا کیسه مو دې لور ته پام را اوړوي چې په خپله شاوخوا کې په هغو لالهاندو او تر سترګو پټو نابغه ګانو پسې وګرځو چې اوسمهال د ناکامانو او کم عقلانو په څیر چلند کوي، ځکه له دوې هر یوه ته یوه ورځ د یو چا له لورې ویل شوي چې ځیرک نه دی!
ښکاره خبره ده چې ویکتور په ناڅاپې توګه اضافي پوهه تر لاسه نه کړه، بلکې حقیقت دا دی چې هغه په ناڅاپې توګه پر خپل ځان باور پیاوړې او زیات کړ، نو پایله همدا شوه چې تر پخوا ډیر فعال،پنځونکې او بریالې ثابت شو.
هغه چې کله خپل ځان ته په بله سترګه وکتل، کارونه یې هم په بل شکل پیل کړل، له همدي امله وه چې له پخوا سره په توپیر د بیلو پایلو په تمه شو او دا بیلې پایلې یې تر لاسه هم کړې.
ځکه نو ګرانه لوستونکیه! ته هم کولای شې چې ستا په اړه د نورو خلکو له ناسم قضاوت نه ځان زاد او مختلف ثابت کړې، هغه قضاوت چې ته پرې باورې شوې یې، له امله یې دې خپل ارمانونه په خپل عقل کې ایسار کړې او د ناکامۍ حکم دې پرې کړې او دا ځکه چې یوه چا در ته ویلې چې ته ناکامه یې، یا به ناکامه شې او یا دا چې ناکامه شوی یې!
goood