ماشوم چې د دوو کلونو شي، غواړي خپله خپلواکي وښيي. که وغواړئ چې دغه ماشومان د یوه کار له کولو منع کړئ او ورته ووايئ چې «مه، مه کوه»، هغه خپل کار کوي او ستاسو په نهي باندې سر نه ګرځوي. میندې پلرونه د دې لپاره چې خپل ماشومان له خطرونو وساتي او یا ښه او بد وروښيي، مجبور وي چې ماشومان له ځینو کارونو منع کړي؛ خو اکثره وختونه ماشوم د دوی «مه» نه مني. که دغه «مه» او «مه کوه» په مینه هم ورته ووایې، اثر ورباندې نه کوي.
زموږ خلک په داسې حالت کې معمولاً په قارېږي، ماشوم وهي او یا ورباندې چیغه وهي او هغه ډاروي. له نیکه مرغه د ماشومانو د منع کولو لپاره نورې لارې هم شته چې ښه نتیجه ورکوي:
خپله خبره په بله بڼه وکړه: د دې پر ځای چې ماشوم ته ووايې: «په کوټه کې توپ بازي مه کوه.»، ورته وایه چې: «راځه چې د باندې توپ بازي وکړو» یا که ورته ووایې چې: «مه کوه، په کوټه کې اوبه مه تویوه» هغه به مو په کیسه کې نه شي. خو که ورته ووایې چې: «سړی په کوټه کې مخ نه مینځي، په تشناب کې یې مینځي» هغه به خپل کار بس کړي.
کله چې غواړې ماشوم له یوه خطرناک کار یا شي څخه منع کړې، خپله خبره ورته په مثبت انداز تشریح کړه، مثلاً: «زه به دې پرې نه ږدم چې په سړک کې ګډ شې، په دې چې موټر به دې ووهي.» خو که داسې حالت سره مخ یې چې د اوږدې خبرې وخت نه وي، نو نېغ په نېغه به ورته ووایې چې: «ودرېږه» یا مثلاً ماشوم د چایو ګیلاس ته لاس وروړي، ورباندې غږ وکړه: «سور دی»
بدیل ورته وښييه: که ماشوم غواړي چې چاړه واخلي، بل شی ورته ونیسه. مثلاً ورته ووایه: «کاسه درکړم که کاشوغه؟»، هغه چې په کاشوغه بوخت شو، چاړه ایسته کړه. یا که چاکلېټ غواړي خو چاکلېټ ورته تاوان کوي، په دې وخت کې ورته ووایه چې مڼه غواړې که مالټه. د دې عمر ماشومان معمولاً وروستنی شی خوښوي، په دې چې د هغه نوم یې په اخر کې اورېدلی او ذهن کې یې پاتې دی؛ نو که غواړې چې مڼه ورکړې، مڼه ورته په اخر کې یاده کړه: «مالټه غواړې که مڼه»
د ماشوم توجه بلې خوا ته واړوه: دوه کلن ماشومان که سرټمبه دي او په اسانۍ سره له خپلې خوښې نه تېرېږي؛ خو دوی په دې هم پوهېږي چې څنګه له هغه شي څخه چې جنجال جوړوي، بل شي ته توجه واړوي. که په مغازه کې درته ټینګېږي چې فرضاً «هغه الوتکه راکړه» ورته ووایه: «اوهو دا څراغونه څومره ښه رڼا کوي ګوره شنه او سره رڼا کوي» ماشوم به په رڼا بوخت شي او ته یې په دې وخت کې د الوتکې له مخې ژر لرې کړه. په دې عمر کې ماشوم ته هر څه په زړه پورې وي او ممکن دغه رنګه رڼا ورته کټ مټ د الوتکې په شان په زړه پورې اوسي.
له موقعیتونو ډډه کول: بهتره ده ماشوم په داسې ځای کې وساتې چې مجبوره نه شي هره ګړۍ ورته «مه» او «مه کوه» ووايې. د دې پر ځای داسې خوندي ځایونه انتخاب کړه چې ماشوم په کې ازاده وګرځي، هر څه راوسپړي او د کنجکاوۍ حس یې ارضا شي. په پرمخ تللي ملکونو کې د ماشومانو کوټې داسې برابرېږي چې هېڅ خطرناک شی په کې نه وي، غولی یې پوست وي او که ماشوم وهم لوېږي، نه ژوبلېږي. تېره شیان، د ماتېدو شیان، د برېښنا ساکټ او داسې نور شیان په کې نه وي. که موږ او تاسې هم یو یا دوه ماشومان ولرو ممکن ورته همداسې کوټه برابره کړای شو خو درځن درځن اولادونو ته یې نه شو جوړولای. په نورو ملکونو کې د ماشومانو لپاره د لولو خوندي پارکونه هم ډېر دي خو موږ یې نه لرو. که د کور شا و خوا ته مو شګلنه ځمکه وي، د ماشومانو لپاره خوندي ځای په کې جوړېدای شي. البته دا ناممکنه ده چې له ټولو داسې حالتونو ډډه وکړې چې ماشوم ته باید «مه» ووایې؛ خو کمولای یې شې.
په ځینو شیطانیو سترګې پټې کړئ: که وینئ چې د کور مخې ته مو ماشوم په ډنډوکي کې له خټو سره لوبې کوي، ولې به یې منع کوئ. دا د مور و پلار وظیفه ده چې ماشومانو ته وخت ورکړي چې خپل استعداد وغوړوي، هر شی وسپړي او خپله کنجکاوي په کې وکړي نو ماشوم له داسې شیطانیو او لوبو مه منع کوئ چې خطر ورته نه لري. زه هر وخت له خپلې مېرمن سره په همدې لانجه یم. دا له خپلو ماشومانو د لویانو تمه لري، وايي چې هغوی دې منډې نه وهي، شورماشور دې نه کوي، یو بل سره دې غېږه نه نیسي، په انګړ کې دې توپ بازي نه کوي …
څنګه چې غواړې په هماغه انداز یې ووایه: که ماشوم داسې څه کوي چې باید یې منع کړې او د «مه کوه» بدیلونه کار ونه کړي، ماشوم ته نېغه خبره وکړئ، په کلکه خو په نرمۍ سره، ځان خپه ونیسئ، داسې چې هغه خپله ملامتي احساس کړي. مثلاً: «مه، تېږه مه واروه» که همدا خبره په دې بڼه وکړئ چې: «مه، زړګیه تېږه مه واروه»، ماشوم به له خپل کاره منع نه کړي.
هر کله چې ماشوم ته د یوه کار د نه کولو وایې او هغه یې مني، ورته وموسېږئ یا یې په غېږ کې ونیسئ او ورته ووایئ چې: «شاباس، څومره منونکی ماشوم یې»