په اولاد د مور او پلار او په مقابل کې یې په مور و پلار د اولاد د حقونو په موضوع کې یوه پوښتنه رامخ ته کېږي، چې ولې مور او پلار د حق تر نامه لاندې له بچيانو دومره تمه لري ته وا غلامان او مرييان يې دي؟
((آیا بچيانو له مور و پلاره غوښتي و نړۍ ته يې راوړي او ورسره ربړې، ستونزې او ستړياوې وګالي. دا خو مور و پلار ول چې د خپلې اروايزې هوساينې لپاره په زيارتونو، ملايانو، ډاکترانو او کوډګرانو ګرځېدل څو د بچيانو خاوندان شي. اوس چې بچيان لري هره شېبه ورباندې احسان باروي چې ما نهه مياشتې په ګېډه ګرځولی يې، څومره شپې مې درسره رڼې کړې دي، څومره مردارۍ او چټلۍ مې در پاکې کړې دي او ستا د روزنې لپاره مې د چا چا نوکرۍ کړې دي.))
دا پوښتنه په فیس بوک کې ډاکتر عبدالحمید بهیج مطرح کړې وه. ډېرو ورته ځوابونه ویلي وو؛ چا ویلي وو چې د مور او پلار مینه طبیعي ده او دوی یې په بدل کې له خپل اولاده هم د مینې هیله لري، خو کله چې مور او پلار فکر وکړي اولادونه د دوی د مینې او عواطفو ځواب نشي ویلای، نو بیا خپل احسانونه ورباندې شماري، څو هغوی د ځان مطیع وګرځوي. چا بیا په پښتني ټولنه انتقاد کړی و، چې د انسان حقونو ته په کې درناوی نه کېږي او د اولادونه حقونه اکثره د میندو اوپلرونو له خوا تر پښو لاندې کېږي. تردې چې زامن د خپل ژوند په اړه فیصله نشي کولای او لوڼې بیچارګۍ، خو بیخي له هغو پرېکړو خبرې نه وي چې د دوی د ژوند په اړه کېږي. دا چې خپله دې پریکړه وکړي دا خو هېڅ امکان نلري. یو چا بیا په پښتني ټولنه کې د اولاد غوښتولو اصلي موخه د وارث لرل او تربګني په ګوته کړې وه او ویلي یې و، چې د داسې فکر لرونکو میندو او پلرونو څخه د حق ورکولو او روزنې طمع نشي کېدای. پدې مېنځ کې داسې نظرونه هم و، چې د نویو ځوانانو په مخ کې د داسې پوښتنو مطرح کول ورته ډېر زیان رسوونکي ښکارېدل، ځکه د هغوی په وینا نوي ځوانان چې د غرب د زیار په پایله کې د غربي کلتور تر اغېز لاندې راغلي ځانونه له افلاطون سره پرتله کوي او د خپلو کړنو پایلې نه سنجوي. ددې لپاره چې مور او پلار د کورنیو د ملا تیر جوړوي، نو ځکه خو باید د هغو سره په چلند کې ډېر احتیاط وشي کنه نو داسې پایلې به ولري چې بیا به یې هېڅوک هم جبران نکړي. ځینو کسانو بیا د دیني او ټولنیزو اخلاقو یادونه کړې وه، چې په اساس یې د مور او پلار هر څه منل لازم ګڼل کېږي او د هغوی په مخ کې یې اوف قدرې ویل هم بد دي.
له پورته نظرونو څخه جوته شوه؛ ددې تر څنګ چې میندې او پلرونه د خپلو اروایي غوښتنو او نورو ټولنیزو لاملونو له امله اولادونه دنیا ته را وړي ښایي یو بل دلیل یې دا هم وي چې دوی د بوډاتوب په وخت کې د ژوند لپاره یوه تکیه ولري او هغه وخت چې دوی بیا د ماشومانو په څېر وي، هغوی ورسره مینه وکړي، د پور هغه مینه چې په ځوانۍ کې پلرونو او میندونو خپلو اولادونو ته ورکړې وي.
خو دلته نورې پوښتنې دا مطرح کېږي چې: آیا د اولاد په ژوند کې د دومره لاس وهنې او د خپل حق څخه د هغوی د دومره بې برخې کولو (چې هغوی د خپل ژوند له ټولو لویو پرېکړو څخه هم محروم شي) په صورت کې به میندې او پلرونه خپلې دې هیلې او غوښتنې ته ورسیږي؟ آیا اولادونه به هغه چا ته د زړه له تله احترام ولري، چا چې د هغوی د ژوند تر ټولو لویې پرېکړې د خپلو غوښتنو له مخې بابیزې ګڼلې دي ـ هغه هم هغه وخت چې دې پرېکړو د دوی په ژوند کې ستونزې جوړې کړې وي؟
آیا اولادونه به د خپل واک او قدرت په وخت کې هغه عقدې او غوټې هېرې کړي، چې د مور او پلار د واک او قدرت په وخت د دوی د ناوړه چلند له امله د اولادونو زړونو ته لوېدلې دي؟
د پورته پوښتنو ځواب په تر ټولو ښه حالت کې دا دی چې اولادونه به په خپلو ټولو غمونو خاورې واړوي او د میندو او پلرونو خدمت ته به اوږې ټیټې کړي. کوم خدمت چې بیا به هم د هغه چا د خدمت په شان نه وی څوک چې په ټوله معنا له خپل مور او پلار څخه راضي وي او ټول ژوند یې د هغو سره په مینه کې تېر شوی وي، نه د هغو تر استبداد لاندې. په تر ټولو بد حالت کې به د پورته پوښتنو ځواب دا وي چې اولاد به د ټولو هغو پېښو کسات هغه وخت واخلي کله چې مور او پلار بې واکه او دی په واک کې وي.
ددې ادعا دلیل د اروا پوهنې اصل کېدای شي، چې زور او استبداد د عقدې او ضدیت، نا راضۍ، ریا او درواغجن او ظاهری اطاعت سبب ګرځي او هر کله چې انسان له دې استبداد څخه ځان خلاص وویني نو ټول هغه څه به وکړی کوم چې یې د استبدادي ژوند په وخت کې نه وو کړي او د امکان په صورت کې به د ټولو هغو کسات هم واخلی. دا دواړه حالتونه هغه ندي په کوم کې چې اولاد د زړه له تله، په خورا مینه او اخلاص د ژوند په هر قدم کې د مور او پلار خدمت ته ولاړ وي او د هغوی د هیلو پوره کول یې د ژوند تر ټولو ستره موخه وي، دا نو هغه وخت چې که دوی پدې احساس را لوی شوي وي، چې زه د مور او پلار ریښتنی اولاد او د ژوند تکیه یم.
پدغسې حالت کې به اولاد وایي، چې هغوی هر وخت زما خوشحالي غواړي نو زه هم به باید هغوی خوشحال وساتم، بلکې د مور او پلار تر استبداد لاندې لوی شوي اولاده بیا تل دا احساس لري چې زه د مور او پلار د ښه ژوند تېرولو یوه آله یم. هغوی هره لحظه زما خوشحالۍ د خپلې موخې لپاره قربانوي او دی مجبور کړای شوی هغه څه وکړي چې دوی یې غواړي. دا پخپله په اولاد کې د مریتوب یو احساس دی چې هغه هر وخت له دې حالت څخه د خلاصون لپاره لار لټولو ته اړ باسي او کله چې له دې مرییتوبه د ځان په خلاصولو بریالی شي، نو ښایي هر هغه څه وکړي له کومو چې مور او پلار په استبداد منع کړي وو او دا ممانعت یې په مینه او مشوره نه و کړی. ښایي دی د مریتوب په وخت کې د ده په ژوند کې شوې ټولې پرېکړې تر پښو لاندې کړي او په هسې ډول د هر څه د جوړولو کوښښ وکړي. ښایي دا به تشې خیالي وړاندوینې ښکاري، خو موږ پخپله ټولنه کې ښه ډېر مثالونه لېدلی شو. زموږ ډېری مور وپلار ډېر اولادونه ددې لپاره غواړي چې پخپله خوښه ژوند وکړي، خو دغه اولاده بیا د ځوانۍ په وخت کې له مور او پلار څخه بېليږي او یا هم له هغو څخه د کور په هر رنګ مسایلو کې د پرېکړې حق اخلي او مور و پلار د غرب د Care home (سپین سرو او سپین ږیرو د ساتلو مرکزونه) په شان یوازې په نس موړ او په تن پټ ساتلو لپاره دغو مرکزونو ته معرفي کوي.
په پای کې د مور و پلار او اولادنو ترمنځ د ښو اړیکو لپاره د جبران خلیل جبران خبره راوړم، چې سید حفیظ بشریار د ډاکتر بهیج تر پوښتنې لاندې لیکلې وه (اولاد د مور او پلار په وسیله نړۍ ته راځي، خو دا مور و پلار باید یاد وساتي، چې په بشپړ ډول دوی د هغوی څښتنان ندي، هغوی خپل مستقل ژوند او مسوولیتونه لري!))