ژباړن: ساحل منګل
ارواپوهان له نويو ماشومانو سره خبرې کول دهغوی لپاره لازمې ګڼي او وايي چې پر خبرو کولو سربيره ماشومان د مور او پلار دغږونو په اوريدو ځان راحت احساسوي او په درست ډول کلمات اداکولای شي.
د ارواپوهنې يو استاده ډاکتر(نرګس کچوي) وايي موراوپلار په دې باور دي چې ماشومان د دوی خبرو ته هيڅ پاملرنه نه کوي او لازم نه ګڼې چې له هغوی سره خبرې وکړي ، خو برخلاف د ماشومانو مغز د نويو خبرو او د يادښت لپاره ډير مناسب وي او په ښه شان سره نومونه اداکولای اويادولی شي .
نوموړی وايي والدين بايد خامخا دشيانو نومونه لکه غدا،دلوبو سامان آلات،اونورهغه څه،چې په کورنۍ ژوند کې ډير د کارول کيږي خپلو ماشومانو ته وروښيي او کله چې دوی ديو څه ويلو هڅه کوي نو کوښښ دې وشي ،چې ددوی خبرې پرې نکړې او هغوی پرېږدې ،چې په راحت سره خبرې وکړې .
دی وايي ،چې مامشومان په ځانګړي ډول د مونثو غږونو سره زياته علاقه لري او ډير ژر ېې تشيخص کولای شي .
څيړنې ښيي چې دماشومانو سره ددوی په ژبه خبرې کول کوم تاوان نلري خو موراو پلار بايد ماشومانو ته دلويانو خبرې ددوی لهجه واوروي ،چې ډير ګټور تماميږي .
ډاکترکچوي وايي ،چې د داډول په طريقي کارولو سره ماشومان کولای شي ،چې له يوې خوا په ښه شان سره خبرې زدکړې او له بلې خوا دوی يوه پوه هم ترلاسه کړي .
ایرانی ارواپوه ډاکتر محمود رسالتي هم يادې خبرې ته په اشارې سره چې ماشومان له څلورو مياشتو وروسته د پنځو حواسوعکس المعل څرګندو ي وايي دڅلورو مياشتو وروسته د ماشومانو د سترګو په ليد کې په داسې حال کې زياتوالی راځي ،چې دوی دخپل ځان دتوان او طاقت څرګندونه کوي.
دی وايي والدين بايد له څو مياشتو وروسته دخپلو ماشومانوپه خونه کې بدلون راولي او هغه له خونې بهر له نورو شيانو سره اشنا کړي .
نوموړی زياتوي ماشومان عکسونو او رنګونو سره ز ياته مينه لري نو بايد ددوی له پاره بايد داستاني کتابونه برابر شي ،چې دغه کار ماشوم له ډيره شيانو سره اشنا کوي .
ډاکتر رسالتي وايي داچې دماشوم داور يدو حس دهغه دخبرو کولو څخه حساس دی او ماشومان داخوښوي ،چې بيلابيل غږونه واوري او دهغوی په وړاندې عکس العمل وښايي حتی کولای شي ددغو غږونو تقليد وکړي او له مور او پلار څخه دځان له پاره تشويق وغواړي .