چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخپلواکيخپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته واخېسته او اوس هر کال د زمري ۲۸ په افغانستان کې په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي، خو موږ افغانان غازي امان الله خان د نوم او څېرې ورهاخو څومره پېژنو؟ څومره مو ددې تصویر چې نن د خپلواکۍ په ورځ د هر چا په لاس او دیوالونو باندې راځړیدلی څومره مو ددې شخصیت پر پس منظر او فکري تګلارې باندې مو فکر کړی؟

شاه امان الله خان هغه شخصیت دی چې په خپل دور کې یې تر ټولو ډېر قوانین تصویب او تدوین کړل، لومړنۍ زده کړې یې جبري کړې، اقتصادي زیربېناوې او بنسټونه یې ورغول د اماني دورې هر فکر د ملت خېر ښېګڼې او ښېرازۍ فکر وه خو د تاریخ یو لړ منفورې او کاذبو کړیو غوښتل چې د اماني دورې تاریخي او زرینو پاڼو باندې خاورې واړوي او لکه څنګه چې په اوسنیو شرایطو کې زموږ  یو لړ ملي قهرمانې څېرې لا هم د تاریخ په پاڼو کې پیکه ښکاري او افغانان یې لا هم ورته د یو ملي ارزښت په توګه نه ګوري.

شاه امان الله خان د یو شخص نوم نه دی؛ بلکې که لږ هم عمیق د اماني دور پاړکیو ته ځیر شو نو موږ به هغه وخت پدې پوه شو چې واقعاً امان الله خان د یو شخص نوم نه دی بلکې دادې یو لوی فکري مکتب نوم دی اړتیا ده چې ددې فکري او لوی مکتب د لا ښې پېژندنې لپاره په ځانګړي ډول زموږ دې را روانو نسلونو لپاره د اماني دورې همېشنۍ پاتې کیدنې او ددې لوی تاریخي ویاړ چې  افغانستان یې د یو خپلواک، ازاد هیواد په توګه معرفي کړ ددې ستر ارزښت د پاللو لپاره او تر ټولو مهمه دا چې هغه اختلافي کاذبې کړۍ چې لا هم د اماني دور ته د یو ارزښت په توګه نه دي قایل اړینه ده چې د شاه امان الله خان په فکر او تګلارو باندې په لویو پوهنیزو مراکزو کې تحقیقاتي سیمینارونه جوړ شي او ددې ستر انسان په هر هغه ارزښت او فکر باندې اوږدې څېړنې وشي ترڅو وکولی شو خپلو راتلونکو نسلونو او اقشار ته دا ستر ارزښت د یو ارزښت په توګه پریږدو.

شاه امان الله خان نه یوازې د افغانستان خپلواکي واخېسته بلکې د سیمې هیوادونو ته یې هم  د لوی برتناوي استعمار څخه چې لمر یې په قلمرو کې نه ډوبیده دې دغسې یو یو قدرت څخه یې د خپلواکۍ او ازادۍ د اخېستو الهام او انګېزه ورکړه او بلاخره د اماني فکر او د اماني ازادۍ څخه په الهام اخېستو یې د خپلو هیوادونو د خپلواکۍ زنګونه وکړنګول او نن هم د سیمې ډېری هیوادونو کې امان الله خان ته د یو لوی ارزښت په سترګه کتل کیږي؛ او په خپلو کورونو او دفترونو کې یې د سترغازي تصویرونه راځړولي دي.

نن به هیڅکله هم افغانستان پداسې یو وضعیت کې نه وای که چېرې موږ د اماني فکر په ارزښت پوهیدلي وای او ددې ستر شخصیت فکر تګلاره مو منلي او پلي کړي وای مطلق به افغانستان نن د اروپايي هیوادونو په قطار کې وای دغه بدختۍ چې نن ورسره مخامخ یو تر ټولو لوی عامل یې یو هم دادی، چې د امان الله خان په ډول لویو فکري مکتب مو پرې نه ښود؛ خپله مو ددې روانو بدختیو لپاره دوروازه پرانیسته د شاه امان الله خان ستر فکر مو په لوی لاس ایټالیه ته تبعید کیدو ته مجبور کړ پداسې حال کې چې هر شېبه یې په ایټالیه کې د خپل ګران هیواد افغانستان په یاد کې تېرده.

د شاه امان الله خان وروستي کلونه نه د هیواد څخه په جلا وطنۍ کې پداسې حال کې تېرکړل، چې په لس ګونه ځله یې ګران هیواد ته د راتګ تکل وکړ، په ایټالیه کې یې د افغانستان سفارت ته رجوع وکړه چې زه غواړم افغانستان ته لاړ شم خو اجازه ور نه کړل شوه لیکونه یې راولیږل پداسې حال کې چې د خپل ژوند وروستي څپرکو په تېرولو کې وه بیا یې هم د ګران هیواد مینه په زړه کې لکه یو خودجوشه او سرشاره سمندر څپې وهلې خو د وخت جبر ددې ستر انسان د افغانستان لپاره لیدلي خوبونه ګور ته یو وړه.

فکر یې ژوندی، روح یې ښاد او په قبر یې انوار.

 خوست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب