دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهایران وايي له افغانستان سره د دوه اړخيزې همکارۍ په نوي سند...

ایران وايي له افغانستان سره د دوه اړخيزې همکارۍ په نوي سند کې د اوبو مسئله هم شامله ده

تاند (پنجشنبه، د اسد ۹) په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وايي د ایران او افغانستان د همکاریو د جامع تړون پر جوړېدو او تیارولو پینځه کمیټې بوختې دي او بحثونه کوي.

د ښاغلي امینیان په خبره له یادو پینځو کمېتو ۳ یې د اوبو او فرهنګي همکاریو پر مسئله کار کوي او ترڅنګ یې په دې سند کې پر اقتصادي، سیاسي، ترانزیتي، امنیتي او دفاعي مسایلو هم بحثونه کېږي.

نوموړی وايي هیله لري تر راتلونکو دوو میاشتو دغه پروسه بشپړه شي.

باید وویل شي چې په دغه سند کې تر ټولو مهمه مسئله د اوبو ده چې د افغانستان لپاره تر هر څه زیات ارزښت لري.

سره له دې چې افغان حکومت د اوبو پر مدیریت ټینګار کوي خو بیا هم په خواله رسنیو کې افغانانو ته دا وېره پېدا شوې چې حکومت له ایران سره د اوبو په سره معامله نه وي کړي او د ایران دغه لویه هیله چې له افغانستان سره په اوبو کې شرکت دی پوره شي.

د افغانستان حکومت د بهادر امینیان د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    فرهنګ،کلتور،د ستا خپل ښه دی،او زما خپل،
    اوبه مو خپلی دی یو څاڅکی اوبه چه د وسه مو کیږی نه یی درکوو.
    تاسو دومره ظالیمان یی چه افغانان مو خپلی اوبه ته ورغورزار او غرق کړل،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب