شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد حکومت مخالفینو بغلان او لوګر کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي

د حکومت مخالفینو بغلان او لوګر کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۹) د ملي دفاع وزارت وايي چې په لوګر او بغلان ولایتونو کې یې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو غوښتل تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه وکړي، خو د امنيتي ځواکونو له خوا یې مخه نیول شوې ده.

سرچینه وايي چې ددې نښتې په پایله کې پینځه تنه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د یو بل خبر له مخې وسله والو تېره شپه د بغلان ولایت د چشمه شېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۸ تنه وسله وال طالبانو وژل شوي دي.

طالبانو دغه بریدونه په داسې مهال کړي چې سر له سبا به د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند پیل شي.

طالبانو تر اوسه ددغه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب