جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله تاجکستان څخه افغانستان ته وارده شوې برېښنا ۴۰ میګاواټو ته راکمه...

له تاجکستان څخه افغانستان ته وارده شوې برېښنا ۴۰ میګاواټو ته راکمه شوه

تاند ( دوشنبه، د اسد ۶) د افغانستان د برېښنا شرکت مسولان وایي، د تاجکستان هیواد چارواکو ورته ویلي، چې د اوبو د کمښت له امله نشي کولای افغانستان ته نور ۳۵۰ میګاواټه برق ورکړي.

د بریښنا شرکت ویلي، چې یاد هېواد ورته ویلي، دوی به افغانستان ته خپله وارد شوې برېښنا له ۳۵۰ مېګاواټ نه ۴۰ مېګاواټو ته راکمه کړي.

سرچینه وایي دوی اوس له ازبکستان هیواد سره په خبرو بوخت دی، څو افغانستان ته د اړتیا وړ برېښنا ورکړي او د افغانانو ستونزې پرې حل شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، د دې ستونزې ترحل پورې به په کابل ښارکې برېښنا په نوبتي ډول وېشل کیږي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%86%db%8c%d9%85%d8%b1%d9%88%d8%b2%da%a9%d9%85%d8%a7%d9%84-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d9%86%d8%af-%d8%a8%d9%87-%da%98%d8%b1%da%ab%d9%bc%db%90-%d8%a7%d8%ae%db%8c%d8%b3%d8%aa%d9%86%db%90-%d8%aa/

دنظر خاوندان د برېښنا په برخه کې پرافغان دولت نیوکه لري او وایي، که یې په خپلو اوبو،چې ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي د بریښنا بندونه رغولي وای ښایي اوس له ستونزو سره نه وای مخ.

دوی زیاتوي حکومت کلونه کیږي افغانستان کې پر لویو سیندونو د برېښنا بندونو د جوړولو ژمنې کوي خو لا یې هېڅ نه دي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب