جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه هلمند کې موټر بم چاودنې امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اړولې

په هلمند کې موټر بم چاودنې امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اړولې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱) د هلمند ولایت ځایي چارواکي تائیدوي چې په دغه ولایت کې د موټر بم په چاودنه کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې موخه یې یوه پوځي قرارګاه وه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې موټر بم ته د نهر سراج ولسوالۍ د لویې لارې په مربوطاتو کې د وسله والو له لوري چاودنه ورکړل شوې ده او هم مهال ورسره د امنیتي ځواکونو او بریدکونکو تر منځ نښته پیل شوې ده.

په یاده نښته کې د طالبانو څو غړي هم وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو طالبان په شا تمبولي او سیمه یې تر خپل څار لاندې راوستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري په امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي او هره ورځ دواړو لوریو ته درنه مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب