جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدوستم: که نړیواله ټولنه باور وکړي طالبانو ته په ۶ میاشتو کې...

دوستم: که نړیواله ټولنه باور وکړي طالبانو ته په ۶ میاشتو کې ماتې ورکوم

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۵) عبدالرشید دوستم نن په شبرغان کې وویل، که نړیواله ټولنه پرې باور وکړي، طالبانو ته په افغانستان کې په ۶ میاشتو کې ماته ورکولی شي.

په جوزجان ولایت کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ په پار نیول شویو مراسمو کې د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله لخوا نوموړي ته د مارشالۍ نظامي رتبه ورکړل شوه او رسماً یې مارشال اعلان کړ.

عبدالرشید دوستم د افغانستان په تاریخ کې دریم کس دی چې د مارشالۍ رتبې ته رسیږي.

مارشال دوستم خبرداری ورکړی که سیاسي ډلې سره یو ځای نشي نو طالبان به بریا ته ورسېږي.

ده وویل «زه جنرال میلر او ناټو ته وایم، ستاسو بمبارۍ او ځمکني ځواک ته اړتیا نشته، پرېږدئ چې درته ثابته کړو چې موږ د مارشالۍ د رتبې مستحق یو.»

ده همداراز وویل «زموږ کومانډو د دوی تر ځانګړو ځواکونو کم نه دي. موږ خپله جغرافیه ښه پېژنو، موږ بېګناه خلک نه وژنو.»

دوستم وویل، که بیا هم طالبان پلمې جوړوي او جګړې ته دوام ورکوي، ماته به وخوري او دوی دې بیا د امارتو خوبونه نه ویني.

دوستم د ثبات او همپالنۍ ټیم او عبدالله عبدالله څخه مننه وکړه چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په سیاسي موافقه کې  یې ده ته د مارشالۍ د ورکړې ماده شامله کړې وه.

په ورته مهال ښاغلي عبدالله په خپله وینا کې ویلي چې افغانستان په یوه حساسه او خطرناکه مرحله کې دی، چې له یوې خوا سولې ته د رسېدو هڅې روانې دي او له بل پلوه د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.

عبدالله زیاته کړې هغوی چې فکر کوي د جګړې له لارې به د خلکو په برخلیک حاکم شي غلط شوي دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس د خپلو خبرو پر دوام ویلي د دولت او طالبانو تر منځ به د بندیانو د تبادلې مرحله بشپړه شي او د جګړې د دوام لپاره هېڅ عذر نه شته.

3 COMMENTS

  1. د جوزجان مارشال نه دټول افغانستان مارشال؟
    په قانونی او منطیقی ډول د مارشالی نشان د نړی په ټولو هیوادونو کی ولسمشر دیو قهرمان پر اوږه نښلوی، هغه هم د هیواد په پایتخت کی د خاصو نظامی مراسیمو په ترڅ کی، ځکه اولسمشر د هیواد دټولو قواوو اعلا سر قوماندان دی.
    کله چه دا کار په جوزجان کی کیږی، او پخوانی کار د انجنیر ایشجی او دوستم لخوا هم په جوزجان کی ترسره شوی وه. نو اوس ښکاره معلومه شوه چه دوستم خو بله کومه غټه قهرمانی نلری، فقط او فقط د انجنیر ایشجی سره یی بی دوده او ناروا قهرمانی کړیده. نو دغی مارشال ته اوس د ایشجی مارشال لقب ورکړی شو.
    ایشجی مارشال ته د صحرایی محکمی په مقابل کی صحرایی ایشجی مارشال ورکړی شو.
    افسوس کوم په دغه ایشجی مارشالې.

  2. دغه نو هغه په پروتو لغتې وهل دي!
    تاسو سره خو یې اوږده جګړه یزه مبارزه وکړه په دي موده کي تاسو ټول ښاغلي په خپل هیواد سیمه کي شتون نه درلود که یې تکرار غواړئ؟
    ستا په شان کسان طالبانو په درزنونو در لودل/لري!

  3. عبدالرشید دوستم ته د ډاکتر عبدالله له خوا اعزازي مارشالي ورکولو سره زمونږ د هېواد په تاریخ کې یوه بله پاڼه واړول شوه .
    د جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني د ولسمشري انتخاباتو د بریا په مقابل کې د همپالنې څوکۍ غوښتونکې ټیم د اصرار په نتیجه کې ښاغلی ولمسشر د ملي ګټو د ساتلو لپاره دا تیاری وښود چې ډاکتر عبدالله د مصالحې عالي شورا ریاست او جنرال دوستم ته اعزازي مارشالي رتبه منظوره کړي.
    خوکاشکي په جوزجان کې د مارشالي د ورکړې د خصوصي محفل پرځای دا مراسم په کابل کې په رسمي شکل سره ترسره شوې وای او د ولسمشر یا د هغوی دمرستیالانو یا دفاع وزیر او یا لوی درستیز له خوا تفویض شوې وای .
    له بلې خوا جنرال دوستم ته هم لازمه وه چې له کوم مسلکي افسر نه یې یوځل د افغانستان د اردو عسکري نظامنامه او قانون لوستی وای چې په داسې مراسمو کې څه ډول تشریفاتو ته اړتیا شته او په پای کې د افغانستان خلکو ته یو ښه پیغام وړاندې کړی وای چې واقعا د دوی د خدمتونو په مقابل کې په مننه ارزېدلی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب