سه شنبه, مې 7, 2024
Homeروغتیاد چهار مغز حیرانوونکې ګټې!/ انور افغان

د چهار مغز حیرانوونکې ګټې!/ انور افغان

  1. د زړه ساتنه

چهار مغز د اومیګا ۳ د غوړو اسیدونو، د آلفا لینولنیک اسیدونو ، پوتاشیم او ویټامین E درلودونکی دی، چي د زړه په ساتنه کې مهم رول لري، اومیګا ۳ د کلسترول له لوړ تراکم څخه مخنیوی کوي او د وینې فشار را کموي، همدارنګه له زړه څخه ساتنه کوي، پوتاشیم د زړه له انقابض څخه مخنیوی کوي چي دا کړه د زړه په حرکاتو کې ښه والی راولي، ویټامین  E د پلاکټ « له هستې پرته د وینې ګردي » په مرسته د شریانونو د بندېدو څخه مخنیوی کوي.

  1. چهارمغز د مغزو په فعالیت کې ښه والی راولي

د اومېګا ۳ غوړ اسیدونه په غوز او د مغز په عصابو کې د سلولونو د ملایم فعالیت په لوړوالې کې مرسته کوي، نو په دې اساس د حافظې د پیاوړې کولو، د فکر کولو په پروسه او تمرکز کې ګټه ور تمامیږې.

  1. د مثانې د ډبرې مخنیوی

چهارمغز د مثانې د ډبرې له پیدا کېدو څخه مخنیوی کوي همدارنګه د مثانې له ډول ډول ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

  1. د ښه او ارامه خوب « ویده کېدو » په چمتو کولو کې مرسته کوي

په چهارمغز کې د ملاتونین په نامه هورمونونه شته دي چي د پینیل غدې په مرسته تولیدیږې او د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي، ملاتونین قوي انتي اکسید دي چي په چهارمغز کې په طبیعي ډول شته او د ښه خوب په کولو کې د پام وړ مرسته کولای شي، که چېرته ۴ چهارمغزه له ویدېدو مخکې وخوړل شي په ارامه خوب کولو کې به ښه مرسته وکړې.

  1. د هډوکې له روغتیا څخه ساتنه

د چهامغز د اومېګا ۳ غوړ اسیدونه او د الفا لینولنیک اسیدونه د بدن د هډوکو په روغتیا کې مهم رول لري او د هډوکې له دننه خالي کېدو څخه مخنیوی کوي.

  1. د روغتیا لپاره یو شمېر زیانونه له منځه وړي

د چهامغزو استعمال له یو شمېر بې جوړې ناروغیو لکه: سرطان، شکر، چاغوالي او… ناروغیو مخه نیسي.

د چهارمغز استعمال د بدن د رګونو په طبیعي فعالیت کې ښه والی راولي چي په پایله کې یې له شکر نارغي څخه مخنیوی کېږي، همدارنګه د بدن د تودخې درجه په نورمال حالت کې ساتي او د وینې له لوړ فشاره او له حده ډېره چاغوالي مخنیوی کوي.

1 COMMENT

  1. تاند والو سلامونه
    د مهربانۍ له مخې د خپل مسوولیت د رفع کولو په خاطر او د لوستونکو د اطمئنان په خاطر د روغتیا او خوړو په هکله د خپرو شوو معلوماتو د لیکونکي او مراجعو په اړه معلومالو مات ورکړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب