يوه پېغله په تناره کې وسوه، ډېرې ښوونځي کې مسمومې شوې،هلته نجلۍ برمته شوه، دلته بد لمنه شوه، د دې مېرمنې غوږ پرې شوې، له دې يې پزه پرې کړې، دا يې وژلې، هغه يې سوځولې او……
له بده مرغه هره ورځ هروـ مرو له داسې پېښو خبريږو چې پکې د افغان مېرمنو په وړاندې د ښکاره ظلم او زور زياتي ښودنه کيږي,
څوک د خپلو لخوا او ډېرې د پردو لخوا ډول ـ ډول ځورول کيږي!
د ښځو د حقونو د خونديتوب او ساتنې ادارې او قوانين هم رامنځته شوي؛خو لا هم د افغان مېرمنو په ژوند او حالت کې د پام وړ بدلون ندى راغلى
سيمه يزې ستونزې،دودنه اوپېغورونه،بې سوادي او
نا پوهي هم د مېرمنو دپرمختګ په وړاندې لوى خنډ جوړوي
خو له ټولو ګواښونو ،خطرونو وېرو ظلمونو،وحشتونو او ناخوالو سره ـ سره لا هم مېرمنې وديږي،نجونې ښوونځيو ته ځي،پېغلۍ له کوره بهر وتلو ته زړه ښه کوي،او کابو په ډېرو برخو کې د مېرمنو د شتون او ګډون استازيتوب کوي
که په نمايشي بڼه وي او که حقيقي افغان مېرمنې سره له ټولو موجودو ننګونو او ګواښونو هڅې کوي او په بېلاـ بېلو برخو کې فعاله دي
مکتبيانې له مسمومېدو نېولې تر تېزاب پاشۍ، زورونې، برمته کېدواو وژل کېدو له خطر سره مخ دي او هره ورځ له وېرې او ډار سره د ښوونځيو په لور ځي
دمنلو ده ،چې: د همدغو ګواښونو ،بې ثباتې او ګڼو ستونزو له امله ډېر شمېر نجونې له ښوونځيو بې برخې دي؛او د کارکوونکو او فعالو مېرمنو شتون هم د پام وړ کم دى
خو مثبته دا ده !چې: لاهم نجونې ښوونځيو ته ځي،او مېرمنې په ټولنه کې ونډه لري
ولې د موجوده ګواښونو،او د مېرمنو په وړاندې د تاوترىخوالو له پېښو سربېره لا هم ډېرې پېغلې ښونځيو ته ځي ډېرې نورې کار او فعاليت کوي!!؟
ولې ټولې په کور ندي ناستې؟ او ولې وېره نه لري؟
په دې اړه مې په خوست ولايت کې د لسم ټولګي له زده کوونکې رڼا منګل نه وپوښتل:
هغې راته وويل:
” هغه بله ورځ هم زمونږ په ولايت کې د ښوونځي نجونې مسمومې شوې وې،خلک وايي: په اوبو کې يې څه ورګډ کړي وو،زه ځان سره له کوره اوبه راوړم،له ښوونځي نيغه کور ته ځم،وېره لرم خو ښوونځي ته راځم،زمونږ ټولګي کې لومړى ډېرې نجونې وې اوس يې شمېر کم شوې ځکه مېندې او پلرونه يې نه پرېدي،خو زما پلار ما ته اجازه راکړې چې تعليم وکړم”
د کورنۍ ملاتړ، هڅونه او ډاډ د ښوونځيو د زده کوونکو په وړاندې له موجودو ننګونو زورور او اغېزمن بريښي
همدارنګه ،په دې اړه مې د کندز ولايت له اوسېدونکي اميد مومند څخه وپوښتل: سره له دې چې امنيتي ستونزو سره مخ دي څنګه يې کورنۍ اجازه ورکوي چې خوېندې يې ښوونځي ته ورځي؟ هغه راته وويل:” زما پلار يو پوځي افسر دى درې ځله د ځانمرګي بريد سره مخ شوى دى،زمونږ د کورنۍ څو کسان شهيدان شوي د کور په مخه مو ماينونه خښ شوي دي،خو مونږ له زده کړې مخ ندى اړولې،ځکه پلار مې تل وايي: دا ټوله بدمرغي د بې سوادۍ او ناپوهۍ له امله ده، مور او پلار مې تل زما خوېندې سبق ته هڅوي سره له دې چې په وېره کې يو خو د ستونزې حل ،په تېښته کې ندى”
د کابل دښوونې او روزنې پوهنتون له محصلې پېغلې الکوزۍ څخه مې همدا پوښتنه وکړه
هغې راته وويل:” زموږ په خپلوانو کې زه لومړنۍ نجلۍ يم چې تر پوهنتونه رسېدلې يم، د سترګو په وړاندې مې څو وارې د پوهنتون په مخ کې چاودنې شوي دامنيتي ننګونو په پرتله زه له دوديزو ستونزو او پېغورونوسره مخ يم،خو بيا هم ډېرې خبرې په ځان تېروم او پوهې پسې راځم،ستونزې به ګالم چې يو څه لاس ته راوړم، په هر کار کې ستونزې شته،بايد مبارزه وکړو، بله دا چې زه هيله منه يوه ورځ به دا ټولې ستونزې حل شي؛ ټولنه به اصلاح شي”
هوکې! په هره ټولنه،هېواد او کار کې ستونزې،ننګونې خطرونه او ګواښونه شته
وېره بايد دومره زوروره نشي چې تاسو محروم
پاتې شئ
د ژوند فلسفه وېره ده نو آيا تاسو به د مرګ له وېرې ژوند کول پرېږدئ؟
د موټر له وېرې له سړکه تېرېدل پرېدئ؟
د کورنيو تاوتريخوالي له وېرې واده کول پرېږدئ؟
د دېګ بخار د چاودنې له وېرې پخلى پرېدئ؟
د ټکر له وېرې په موټر او نسکورېدو له
وېرې په الوتکه کې سفر کول پرېږدئ؟
او..
نه داسې بايد ونشي، بايد پرمختګ وکړو،پرمخ ولاړ شو مبارزه او مقابله وکړو
وېرې او ستونزې بايد پر مونږ نه مونږ بايد په وېرو او ننګونو برلاسي شو
په همدې هيله!
!!اوس خو طالبان نشته دولت خو دغرب او دغرب د مذدورانو دی نو ولې دښځې حقوق نه پکښې ساتل کيږي
په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یو ټول منلی حقیقت دی؛ څوک چې په دې اړه شک څرګندوي دا ډول خلک، ښځې د انسان په صفت په رسمیت نه پیژني !!