یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد اولاد نه لرلو لپاره پرېشانه یاست؟ مه پرېشانه کېږئ

د اولاد نه لرلو لپاره پرېشانه یاست؟ مه پرېشانه کېږئ

هغه کسان چې اولاد نه لري او غواړي چې د اولاد څښتنان شي خو تر اوسه په ډېرو ډاکټرانو او حکیمانو له ګرځېدو سره سره بیا هم نه دي توانېدلي چې د یو بچي مور او یا پلار شي.

هغو کسانو ته اوس یوه نوې څېړنه چې د لندن په یو روغتون کې شوې ده یوه نوې لاره ورښیي چې ۷۵٪ د دې امکان شته چې رب یې د اولاد څشتنان کړي، د دې نوې ازموینې له مخې باید مېړه له خپلې ښځې سره دوه (۲) وارې کوروالي وکړي، په دغه کار سره د نر د نرتوب اوبه (مني) درې وارې ډېرېږي، چې د دغې نوې ازموینې له مخې ښایي چې دغه جوړه رب د اولاد څښتنان کړي.

پخوا به دا قسم خلکو چې اولاد نه لري له کور څخه بهر وخت تېراوه او ګومان به یې کاوه چې له ډېر وخت وروسته د خپلې ښځې سره یوځای کېدل د طاقت سبب شي، خو په دې نوې ازموینه کې چې په ۷۳ بې اولاده جوړو شوې ده، د نر په سپرم کې ۳ وارې زیاتوالی راغلی دی او ثابته شوې ده چې که څوک له دغې طریقې کار واخلي نو رب به یې د اولاد څښتن کړي.

ژباړن: محمد مبین هڅاند

4 COMMENTS

  1. د ژباړی نه مو نړی مننه خو لوستونکو ته مو وخت نه دی ژباړلی ایا هفته کی میاشت کی یا کال

  2. په څومره وخت کې دوه ځله هفته کې ورځ کې یا چې هروخت کور والی که لږه تشریح ورکړې نو مهربانی به مو وی

  3. ښه معلومات دی خو د هغو سړو لپاره چی منی یی کمی وی نه د هغی جوړی لپاره چی اولاد یی نشته ځکه چی تکلیف په ښځه کی هم کیدای شی معلومات چی ورکوی نو پوره معلومات ورکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب