جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبان: نه مو د مؤقت حکومت طرحه ورکړې نه یې پلویان یوو

طالبان: نه مو د مؤقت حکومت طرحه ورکړې نه یې پلویان یوو

تاند، یکشنبه، د سرطان ۸مه: طالبان وایي، دوی د وموقت حکومت د طرحې پلویان نه دي او دا ډله له خپله اړخه بین الافغاني مذاکراتو ته بشپړ اماده ده فقط د زندانیانو د خلاصون پروسې ته منتظر دي چې ژر باید بشپړه شي.

د طالبانو ویاند د شمشاد په نوم له یو خصوصي تلویزون سره مرکه کې ویلي، افغانان باید د بین الافغاني مذاکراتو یا د افغاني قضیې په تړاو تصمیم په خپل لاس کې ولري او له هر نوع فشار نه خالي وي: (( ګاونډي هېوادونه بیلا بیل مسؤلیتونه لري، دوی باید دغه جریان چې افغانان سولې ته رسوي په وړاندې یې باید خنډونه ایجاد نکړي.))

مجاهد هغه اوازې رد کړې چې د دوحې په مذاکراتي ټيم کې تغیر او تبدیل راغلی دی او زیاته یې کړه کله چې د بندیانو قضیه حل شي نو د مذاکراتو ځای به وټاکل شي: ((د ناستې ځای مهم نه دی د خبرو پیلېدل مهم دي، موږ له کابل سره د حکومت تر عنوان لاندې خبرې نه کوو د جهتونو په حیث مذاکرات ورسره کوو.))

مجاهد زیاتوي، په خپلمنځي خبرو کې د امریکا په شمول چې هر چاته اړتیا شوه بلنه به ورکړي.

مجاهد ټینګار کړی چې تر ۷ورځني اورکم څخه را وروسته طالبانو ۴۰ سلنه عملیات راکم کړي، خو په وینا یې د اوربند وخت ته هم لا نه یوو رسیدلي ځکه کله چې مذاکراتو کې د اعتماد فضا جوړه شي بیا به پر اوربند خبره کیږي: ((په لویو ښارونو کې لوی عملیات نشته زموږ لخوا ځانمرګي عملیات درول شوي او ولسوالۍ، ولایتونه مو نه دي سقوط کړي، چې دا د عملیاتو د کمښت نمونه ده.))


‏مجاهد همدا راز ویلي، دوی خوشې شویو طالبانو ته بیا د جګړې لپاره اړتیا نه لري او ټینګار یې کړی چې د زندانیانو پروسه باید په لسو ورځو کې عملي شوي وای: (( ‏که په پلچرخي او بګرام کې داسی بندیانو شتون درلودی چې په تور لیسټ کې وي امریکا موږ سره ددوی د خلاصون خبره نه منله.))

مجاهد زیاتوي، د موقت حکومت طرحه طالبانو نه ده وړاندې کړي، نه یې پلويان دي،.خو په وینا یې که په بین الافغاني خبرو کې نتایجو ته رسیدنه وشوه جنګ به ودریږي.

2 COMMENTS

  1. که په ریښتیا داسی ورځ راشی چی طا لبان افغانان شی او د لوی افغانستان د افغانانو او خاوری بشپړتیا په ملاتړ پنجابکو او نورو افغان دوشمنو هیوادونو ‌‌‌‌‌‌ډلو ټپلو ته شاواړوی نو بیا به د لوی تاریخی افغانستان د ویاړلی میوندی مور د سترګو تور وګرځی ، په دي کی شک نشته چی داسی ورځ ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر راتلونکي ده ، ځکه چی دافغانانو په ځوان نسل کی وچته بیداری رامینځ ته شوي او اوس په دي پوهیدلی دي چی د دوی پیاودتیا د دوی په یوالی کی دۍ. په درنښت مالیارله سیدنی څخه

  2. کله چی طالبانو پخپل ولس رحم وکړ نو په دوی به الله ورحمیږی نو کله چی الله تعالی ورحمیږی نو د ټولو افغانانو د راحت او هوساینی ورځی دی نو پدی باید پوه شو چی له کومی ورځی چی پاکستان افغانستان ته د پنځمی صوبی نوم اخلی او دا ۱۹ کلنه یا ۴۰ کلنه جګړیز ماموریت د افغانی جنګی ډلو ټپلو په وسیله ګرم ساتلی او پدی یو کال موده کی عمران خان څو ځلی له خپلی بد بوی خولی څخه چی آی ایس آی یو ویاند وایی چی په افغانستان کی باید لنډمهاله یا موقت اداره جوړه شی چی د بن کنفرانس څخه وروسته مخکینیو چارواکو جوړه کړی یعنی همدی امریکا د پاکستان په اشاره کرزی د لنډمهالی اداری مشر کړ ترڅو شورای نظار ډلی ته غوښنه برخه ورکړل شی مګر د پښتنو په ستونی باندی چاړه را کش شوه نو داسی ښکاری چی ملابرادر خبر نده چی د دوی بادار او همدا امریکا او برتانیه پدی هیواد کی لنډه مهاله یا موقت اداره غواړی

    امریکا او ملګری ملتونه وایی چی طالبان باید له القاعدی سره خپلی اړیکی پری کړی مګر تیره ورځ عمران خان وویل چی آسامه بن لادن یو شهید دی نو لدی معلومیږی چی عمران خان خبره په اصل کی د پاکستان د پوځ او استخباراتو خبره ده مګر امریکا همدی پاکستان تر نن پوری عملی کومه ګوتڅنډنه نه کوی لدی معلومیږی چی امریکا برتانیه او روسیه او پاکستان او ایران پخپلو کی سره جوړ دی مګر چل یی افغان ولس قتل عام ته جوړ کړی دا یی له بل شرم چی طالبانو په وردګو کی د امریکایی قطار ساتنه کوله مګر تر پرونه پوری افغان نظامیان وژل چی ولی د امریکایانو ساتنه کوی او دوی امریکایانو غوږونه او سترګی دی مګر دوی اوس ونه ویل چی هغه مخکینی خبری مو ولی هیری شوی

    امریکا پدی ښه پوهیږی چی دلته او په سیمه او ټولی نړی انسان وژنی اصلی طراح برتانیه او امریکا او روسیه ده مګر په سیمه کی د سرطانی غدی حیثیت پاکستان او ایران ته ورکړی ځکه په دوی حقیقی فشار او بندیز نه راولی نو لدی معلومیږی چی دوی تل انسان وژنی څخه په سیمه او نړی کی خوند اخلی

    کله چی نړیواله د جنګی جرایمو د هاګ محکمه په افغانستان کی پلټنه کوی همدا امریکا او برتانیه یی مخه ډب کوی لدی معلومیږی چی جنګ اصلی عاملین او لوبغاړی پاکستان او امریکا او برتانیه او روسیه او ایران دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب