دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهپر ځان د باور پیاوړي کول| حبیب مومن

پر ځان د باور پیاوړي کول| حبیب مومن

آیا پر ځان له کمزروي باور او ځان درناوي څخه ځورېږی؟ لاندې څو ساده لارې در ته ښیو چې مرسته در سره کوي څو ځان درناوی مو زیات او پر ځان مو باور را منځته کړی.

د ځان په اړه بد فکرونه مو و ننګوئ

ځان ته مو پاملرنه وکړئ

ډاډه اوسئ څو آرام تر لاسه کړی

ځان ته مو موخې وټاکئ

له یو بل چا سره مرستې ته ورودانګئ

یو جلا او ځانګړی حالت غوره کړئ

نوي څه تر سره کړئ

له داسې خلکو سره وخت تېر کړئ چې تاسو ته غوره احساس در کوي

ځان ومنئ (پر ځان باور ولرئ)

 د هغو شیانو بصري یادښتونه وساتی چې ښه احساس درکوي.

ځان درناوی څه مانا؟

هر یو له مونږ څخه ځان درناوی لرو. ځان درناوی له هغو باورونو او فکرونو څخه جوړ دی چې مونږ یې د ځان په اړه لرو او په هر هغه څه کې رول لري چې مونږ یې سر ته رسوو.

د روغ او سلامت ځان درناوي درلودل خورا اړین دي ځکه له تاسو سره مرسته کوي څو مثبتې ټاکنې وکړی، تاسو هڅوي څو ځانته یو شخصیت و اوسی، غوره اړیکې ولری او مرسته در سره کوي څو له سختو حالاتو سره مقابله وکړی.

آیا پوهېدی 87٪ هغه کسان چې ځورول شوي دي احساسوي چې دې کار د دوی پر ځان درناوي منفي اغېز کړی؟

کمزوری ځان درناوی کولی شي ستاسو پر ذهني روغتیا، ستاسو د ظاهر په اړه ستاسو پر پرېکړو او تر ټولو زیات ستاسو پر راتلونکي زیانمنوونکی اغېز ولري.  

آسانه نه ده چې د هغې لارې ټولې برخې دې ستاسو خوښې شي چې تاسو ور ته ګوری خو پر منفي ټکو تمرکز واقعاً کولی شي ستاسو ځان درناوی را ټيټ کړي.

د کمزوري ځان درناوي نورې اغېزې عبارت دي له:

له ستونزمنو حالتونو سره له مخامخ کېدو او مقابلې څخه مو مخنیوی کوي.

د نیوکو پر وړاندې حساسیت

ګوښه والی

له ټولنیزو حالتونو ګوښه والی

پر ځان له باور کولو سره مخالفت او نه علاقه

خورا اړینه ده څو باور وکړئ چې تاسو بدلون کولی شی. اړینه نه ده چې دا بدلون دې آسانه او ژر را منځته شي خو بدلون حتماً را تلی شي.

لاندې زمونږ مهمې لارښوونې او غوره لارې چارې دي چې پر بنسټ یې کولی شی خپل ځان درناوي ته وده ورکړی.

 

  • د ځان په اړه ناوړه فکرونه و ننګوئ

 

د ځان په اړه د ناوړه فکرونو ځای هغو مثبتو فکرونو ته ورکړئ چې ستاسو د ښو کړنو له امله ستاسو ستاینه کوي. دا کار لږ تر لږه د دریو هغو شیانو په یاددښت کولو سره تر سره کولی شی چې په غوره ډول یې سر ته رسوئ.

دا لست هغه مهال سترګو ته ودروئ کله چې له تاسو سره د نېمګړتیا احساس پیدا کېږي او دا به له تاسو سره مرسته وکړي تر څو بېرته حقیقت ته ور ستانه شی او ډاډمن شی چې تاسو خپله نیمګړتیا رفع کولی شی.

 

  • ځان ته مو پاملرنه وکړئ

 

ښه خواړه او تمرین ستاسو په بدن کې د اندورفین کچه لوړوي کوم چې ستاسو د بدن د طبیعي آراموونکو په توګه تاسو ته غوره احساس در بخښي او تاسو یوه ډېر مثبت حالت ته هڅوي.

کله چې تاسو تمرین کوی نو پر تاسو به پر فشار سپکېږي او د ځان په اړه به غوره احساس کوی. په خوب-خونه کې ښکلی تمرین او یا د بلاک پر شاوخوا آرامه ځغاسته هغه غوره لارې دي چې له مخې یې خپل ځان درناوی زیاتولی شی. 

 

  • آرام

 

د فشار دوامداره احساس کولی شي ستاسو د ځان درناوي په کمزوري کولو کې پیاوړی رول ولوبوي. دا کار تاسو اړ باسي تر څو ډېری وخت منفي فکر وکړی، پر ځان مو باور را کموي او ښايي د تمرین پر مهال د ډېرې ستړیا احساس وکړی. ټولنیز و اوسئ او تر ډېره هغه کړنې سر ته ورسوئ چې ستاسو خوښېږي.

د هغو شیانو تر سره کولو ته د وخت د ځانګړي کول چې تاسو فکر کوی آراموي مو، ستاسو د غوره احساس را منځته کولو له پاره یوه غوره لاره ده.

دا شیان کېدلی شي هر څه وي لکه د حمام کول، فکر کول، لوبه کول، د کور د ننه تمرین کول، تلاوت کول… د نورو تاسو نومونه واخلئ کوم چې ستاسو پر زړه جوړ وي.

 

  • موخې وټاکئ

 

هره ورځ په دې اړه فکر کولو ته وخت ځانګړی کړئ چې څه شی باید تر لاسه کړی. بیا مو ځان ته د هرې ورځې له پاره تر لاسه کېدونکې موخې وټاکئ او د خپلو لاسته را وړنو د لیکلو له لارې خپل پرمختګ وڅارئ.

دا کېدلی شي دومره یو ساده کار وي لکه د یوه آسانه کار سر ته رسول او یا ترتیبول او یا لکه څنګه چې مونږ ټول پوهېږو چې دا کېدلی شي یو خورا ستونزمن کار وي.

تاسو به هغه مهال د بري د یوې غوره صحنې ننداره وکړئ کله چې تاسو د خپل ورځني لست ټول کارونه سر ته رسولي وي.

دا سمه نه ده چې په لست پورې مو کلک ونښلئ. ځینې ورځې تاسو نه شی کولی د خپل لست ټول کارونه سر ته ورسوی او دا هم ښه کار دی! مونږ ټول رخصتي لرو، په کار ده څو د راتلونکې ورځې له پاره یو لنډکی لست چمتو کړو او وګورو چې څنګه مخته ځو.

  1. له کوم بل چا سره مرسته وکړئ

ښايي ستاسو ملګری، د کورنۍ غړی او یا ستاسو ټولګیوال د دوی په کارونو کې له ستونزو سره مخ وي او یا په ښوونځي کې په ستونزمن حالت کې ګیر وي. تاسو کولی شی دوی ته یو څه لارښونې وکړئ او یا یواځې د دوی د ستونزې اورېدو ته غوږ کېږدئ.

حیرانوونکې ده کله چې د بل چا له پاره کوم څه تر سره کوو او ګورو چې زمونږ پر ځان باور څومره زیات شوی دی! په اونۍ کې یو کار داسې سر ته ورسوئ چې له نورو سره پرې مرسته وکړئ پرته له دې چې په مقابل کې ترې د کوم شي هیله او توقع ولری.

 

  • متفاوت فکر وکړئ

 

ستونزمنو حالتونو ته له بدیلو او نورو زاویو څخه وګورئ. هڅه وکړئ څو د داسې فکرونو لکه «زه ولې زحمت و باسم؟» ځای داسې فکرونو ته ور کړئ لکه «تر څو چې هڅه و نه کړم زه نه شم پوهېدلی» 

یوه حالت ته د ریښتونو عینکو څخه د کتلو له لارې تاسو کولی شی یقیني کړی چې په حقیقت کې تاسو هغه څه سر ته رسولی شی چې تاسو یې غواړی. یواځې اړتیا ده څو لږ نور مثبت فکر وکړئ.

د دې کار په سر ته رسولو سره، هر کله چې له تاسو سره منفي فکر پیدا کېږي نو تاسو به بالآخره په منظم ډول په خپله دې ډول مثبت لید ته مخه کوی او څوک داسې یو ځیرک او فعال شخص نه خوښوي؟ ځینې مهال یواځې متفاوتې هڅې او فکر ته اړتیا ده تر څو پر کمزوري ځان درناوي بریا تر لاسه کړو.

  1. د نویو شیانو هڅه وکړئ

زمونږ ماغزه د نویو شیانو په زده کولو کې ډېر پیاوړي دي او هغه نوی شی چې تاسو یې زده کوی یو غوره څه او تر ډېره هغه څه وي چې تاسو ور سره مینه او علاقه لری.

هر څوک یوه نوښتګر تګلوري ته اړتیا لري. موسیقي، هنر، نڅا، لوبې، ګنډل، پخلی، وېب ډیزاین او نور هر څه چې تاسو یې تر سره کول غواړی پر یوتیوب د تر لاسي وړ دي او تاسو کولی شی په اړه یې ځینې لارښوونې ومومی. ټول هغه مالومات چې تاسو ور ته اړتیا لری پر یوتیوب ستاسو پر وړاندې دي او ستاسو د لیدو په تمه دي.  

لاندې لېنک پر انسټاګرام د یوتیوب د غوره لارښودو ویډیوګانو د تر لاسي له پاره ګټور لېنک دی:

www.instagram.com/ditchthelabel/

  1. له داسې خلکو سره وخت تېر کړئ چې تاسو ته غوره احساس در کوي.

ځینې مهال زمونږ ملګري مونږ ته ښه احساس نه شي را کولی او دا پر ځای خبره ده. تاسو یواځې اړ یاست څو له هغو خلکو سره وخت تېر کړئ چې ستاسو ستاینه او پر تاسو پام کوي. اړینه نه ده چې دا خلک دې حتماً ستاسو ملګري وي بلکې ښايي ستاسو د کورنۍ غړي، پر لیکه (آنلاین) ملګري او یا هم ګاونډیان وي.

او هغه ملګري چې ستاسو له حالت سره مرسته نه کوي؟ ځان پوه کړئ چې آیا دوی زهري ملګري دي؟ او له هغو خلکو څخه د لرې کېدو په اړه فکر وکړئ چئ تاسو هڅوي څو د ځان په اړه ناسم احساس ولری. 

ښايي دا کار په پیل کې یو څه ستونزمن وي. که دا ډول کسان د ښوونځي تر ټولو مشهور ماشوم او یا په زړه پورې شخص هم وي خو چې تاسو ته نا سم احساس درکوي نو په دې نه ارزي چې زړه ور پورې وتړئ. 

که مرستې ته اړتیا لری، مونږ په دې اړه چې څنګه له زهري ملګرو څخه واټن واخلئ د آتو پړاوونو یوه مقاله لیکلې.

ملګرتیا او اړیکې مو پیاوړې کړئ او په دې سره به تاسو د اوږده مهال له پاره د شیانو په اړه ډېر غوره احساس ولری.  

  1. ځان ومنئ (پر ځان باور وکړئ)

هېڅوک هم پوره نه دی. مونږ ټول ستونزې او نیمګړتیاوې لرو. زده کړئ څو خپلې ستونزې او نیمګړتیاوې ومنی او مینه ور سره وکړئ ځکه دا هغه څه دي چې له تاسو څخه ځانګړی شخص جوړوي. نو دا کار وکړه خوږه!

ځان منل پر ځان د باور کيلي ده. کله چې څوک ستاسو ستاینه کوي هغوی ته د غوړه مالۍ او یا هغوی ته د منفي ځواب پر ځای ترې په ساده ډول «مننه» وکړئ.

  1. د هغو شیانو بصري یادښتونه وساتی چې ښه احساس درکوي.

یاددښتونه د ټولو هغو سمو کارونو د بیا کتلو له پاره چې تاسو یې تر سره کوی یوه غوره لاره ده. په خپله خوب-خونه کې د ځان او خپلو ملګرو له عکسونو څخه «د شهرت دېوال» د جوړولو په اړه څه فکر کوئ؟

مونږ په داسې یوه زمانه کې ژوند کوو چې هر یو مو په جېب کې هر وخت یوه کامره (کامره لرونکی مبایل) لرو نو څومره چې کولی شی ډېر عکسونه واخلئ.

ټولې یادګاري شېبې مو «په عکسونو، وېډیوګانو او یاددښتونو» کې خوندي کړئ او کله چې تاسو دا شېبې بیا ګوری نو تاسو به پوه شی چې سږ کال مو څومره په زړه پورې کړنې تر سره کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب