په دې مې سر نه خلاصیږي چې ولې په دې خبره زه په زړه کې ګوړې ماتوم او دعوه کوم چې همزولي دې را له کوښې سموینه چې ما د خپل عصر د ټولو پښتنو باباګانو په درشل ټنډه سرویلې، په ژوندونې مې یې لاسونه ښکل کړي.
په دو کې غنیخان، حمزه بابا، قلندر مومند،الفت باچا. حبیبي صیب، خلیق صیب، محمد ګل خان مومند بابا،عبدالهادي داوی، بینوا، خادم رایاد دي. له هر یوه نه مې لمن لمن، یا یو دوه ډنډره برکتونه راټول کړي.
ما ویل دا د لوستونکو سره شریک کړم
یاران دې ما نه ګرموي چې ولې پلانکی یادوم، هغه بل نه یادوم. څه د شاعرانو تذکره نه ده، قلم زما، قضاوت هم زما. د پوره معلوماتو د پاره، وګورئ (اوسنی لیکوال درې واړه ټوکه)
غني خان مې اول ځل کابل کې، مکروریانو کې د شیرینې مجروح کور کې ولېد. ببر لکه ژیژګی، ګڼې سپنې وروځې، شلمه خیټه. دا هغه غني نه و چې مستې ځوانۍ یې غزونې کولې، د غرب ښایستوکې ورپسې نینې کېدې.
الفت باچا یې میلمه پال و. په کرار ګوڼګوڼار یې ورته د قبایلو د وزارت د یوې راتلونکې میلمتسا خبر ورکړ. غنیخان لګیا و د فقیر د بوټي سګرېټی یې تاو راتاو کاوه، ویې ویل،« باچا ته لږ مه ټتیږه چې زه یو ځل دا د مردار بوټي د غم نه خلاص شم.» الفت چې د څوارلس کلنې پښتنې پېغلې په شان شرمیندوکی و، تک سور شو، نور یې څه و نه ویل. په هماغه اول ځل مې غنیخان، د تڼیو په وینا، زښت شو.
په دویم ځل مې په یوه مشاعره کې ولېد. غنیخان خپله شعرونه وې، موږ وړو چوغکو هنرنمايي کولې. استاد حیم الهام خپل نظم واوراوه. ما هم. بابا زما نظم خوښ نه کړ، د الهام صیب یې بهتر وباله خو یو ټکی یې په کې راوویست. ویل یې نور نو بېجوړې دی خو« پښتني ډولکی» نه لري. پښتني ډولکی؟ دا یې لا څه وي؟
شل کاله پس مې سر خلاص شو. ګڼې ماناوې لري خو یوه یې دا ده چې سکښت یا نحوه یې پښتو نه ده. د پښتنو د زړه د درزهار سره قافیه نه غبرګوي. دی خپله چې د ښاري دوکاندار د کلام نمونه راوړي نو وایي:
ته دوکان کې کینه خان، زه زوم انتظام کوم + خدایګو چې د خار کرېلا ټول په تا تمام کوم.
ژبه پښتو خو سکښت هندواني. پام به مو شوی وي چې د«به» په شان ادات یواځې پښتانه په ځای لګولی شي. نور یې بیځایه ځای کینوي. (ډوډۍ زموږ کره به وخورې). که نور ډیر ملا شي خو جمله داسې نشي جوړولی چې:
دربه ننواتې شم د چا به دې منلې وي. یا: پیسې مې ترې وغوښتې خو نه یې کړې را
یا: داسې سینګاره دې کړم، زما د خیال محبوبې+ چې د ارم ښاپېرۍ، په جرګه ټولې شي در
هره ژبه ځانله ډولکی لري. دې ته انګلش کې بیټ یا ضربه وايي. یو څه خج ته ورته چې د یوه لغت په خاصه سیلابه باندې راځي.
ما د غني بابا له ډولکي نه همدا مانا واخیسته. چې پر ځای ولګیږي نو که ډول وي د پښتنو پوندې ورته تخنیږي، اتڼ ته پسخیږي او که بېځایه ځای راشي نو د پښتانه د روح سایزموګراف ( زلزله سنج) ستنه حرکت نه کوي.
شاعر ډولچي ته وایی:
مه لمسوه خلک انڼونو ته + مه پاروه خلک نور خونونو ته.
نو زه چې اوس غتي ته بابا وایم هسې وړیا حکم نه دی.
دریم ځل مې بابا د پیښور ښار نه بهر د ده په خپل کور کې ولېد، غني باغ و که غني مینه. چې تفصیل به یې بل وخت ته پرېږدم، خو دا ځل د ده په بزرګۍ شکي نه وم.
مننه مننه
شپون ساب یا “شک” نه پېژنی یا ” ” بزرګی” نه پیژنی.