جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهجوزجان کې د طالبانو ماین د یو کور ۶ غړي وژلي دي

جوزجان کې د طالبانو ماین د یو کور ۶ غړي وژلي دي

تاند، چهارشنبه، د سرطان ۴مه: ځايي چارواکي وايي، د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې د طالبانو د سړک غاړې یو ماین د یوې مېرمنې او ۳ ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

د جوزجان د مردیان ولسوال شمس الدین سادات وايي، پېښه تېر مازیګر شوې او ماین پر یو زرنج موټرسایکل الوتی دی چې دوه نارینه، یوه ښځه او درې ماشومان یې وژلي دي، خو چلوونکی بیا ژوبل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، په مردیان ولسوالۍ کې د طالبانو ماین یو زرنج موټرسایکل کې سپاره ملکیان وژلي دي.

نوموړي وویل، دا ماین د طالبانو و او یو وار بیادغې ډلې له ملکیانو څخه قرباني اخیستې ده.
طالبانو تر دې وړاندې هم ګڼو سیمو کې د سړک غاړې ماینونو په چاودنو سره سلګونه ملکیانوته تلفات اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب