جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهجوزا میاشت کې افغانستان ۴ لکه ټنه توکي وارد کړي

جوزا میاشت کې افغانستان ۴ لکه ټنه توکي وارد کړي

تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: د ریل اداره وايي، تېره میاشت هېواد ته له ۴۰۰سوه زره ټنو ډېر سوداګریز توکي په اورګاډو کې وارد شوي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په تېره جوزا میاشت کې تر ۷زرو ۳۳۸ د توکو واګونونه په حیرتان ـ مزار شریف، تورغونډۍ او اقینې تمځایونو کې خالي شوي، چې په دغو واګونونو کې شاوخوا ٤٢٢ زرو ٧٤٤ ټنه مالونه هېواد ته وارد شوي، چې یوازې ١٨٧ زرو ٥٠٠ ټنه یې د غنمو، اوړو او غوړیو په ګډون غذایي توکي جوړوي.

د خبرپاڼې له مخې، په تېره میاشت کې ۱۹۳زرو او ۹۱۵ټنه نفتي توکي او له ۳۷زرو ډېر ساختماني او نور د اړتیا وړ توکي هم افغانستان ته وارد شوي دي.

په نړۍ کې د کورونا وبا له خپرېدو راهیسې د ګڼو هېوادونو سوداګري په ټپه درېدلې ده؛ خو اوس‌مهال افغانستان له شمال او لوېدیځ لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي او د پاکستان له لارې یوازې په اوونۍ کې پنځه ورځې سوداګریز توکي واردېږي.

په هېواد کې د کورونا وبا د خپرېدو راهیسې د ګڼو خوراکي توکو بیې لوړې شوي، چې اوس د لویو لارو په پرانیستو سره بیا هم د خوراکي توکو په بیو کې کموالی راغلی نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب