جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېدیني عالمان  څوک او ولې په نښه کېږي؟

دیني عالمان  څوک او ولې په نښه کېږي؟

اسدالله ولي

د سولې خبرو له پیل سره د افغانستان څلویښت کلنه جګړه یو نوي او خونړي پړاوو ته اوښتې، جګړه داسې وحشي او خونړۍ شوې، چې هیڅ ډول ارزښتونه او پولې نه پیژنې. دا جګړه اوس د پټو، مرموزو او وحشي استخباراتي کړیو لاسته لویدلې چې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره له هیڅ ډول وحشت او بربریت څخه دریغ نه کوي.  

د هیوادپالو، رښتینو او جیدو علماوو، قومي مشرانو او علمي کدرنو وژل او د مسلمانانو تر ټولو مقدس ځای د خدای (ج) په کور او په روغتونونو کې چاودنې او بریدونه کول ددې جګړې تر ټولو وحشي او ناوړه اړخ دی. چې د بهرنیو استخباراتي کړیو لخوا د دوی د لاسپوڅو ترهګرو په لاس ترسره کیږي. استخباراتي کړۍ په ځانګړي ډول  ISI ددې ډول کړنو په ترسره کولو سره غواړي، د خپلو راتلونکو شومو موخو ته د رسیدلو لپاره لار هواره کړي، ځکه دوی غواړې طالبان یو ځل بیا د هیواد واک ترلاسه کړي او هر هغه څوک چې د دوی د لارې خنډ ګرځي او د دوی افراطي مفکوره او طرحه ننګوي، په ځانګړي توګه هغه دیني عالمان چې خلکو ته حق بیانوي، د اسلام رښتینې تبلیغ کوي او د دوی د جګړې مشروعیت ننګوي، له مخې لېري کړي.

زما په اند په دې کار سره دوی غواړي لاندې موخې ترلاسه کړي: 

  1. د بانفوذه او هیوادپالو وګړو چې د هیواد ملي ګټې او ارزښتونه ورته لومړیتوب لري او هیڅکله نه غواړي چې د ملي ارزښتونو پر سر معامله وکړي په بیلابیلو نومونو تورنول، ګواښل، له واکه لرې او حتی وژل کېږي. 
  2. د هغو جیدو او رښتینو دیني علماوو وژل او له مخې لېرې کول چې د دوی افراطي فکر ننګوي او په راتلونکې کې یې د خپلې لارې خنډ بولي.
  3. د برید له ترسره کیدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو ګوډاګیانو په واسطه د حکومت او امنیتي بنسټونو تورنول تر څو خلک پر دوی شکمن کړي او باور یې زیانمن کړي. 
  4. د ولس او دولت، د منبر او ارګ ترمنځ  فاصله رامنځته کوي او ولس پر خپل دولت بې باوره کوي.
  5. دا ډول بریدونه د داعش ترسیوري لاندې تر سره کول ترڅو له طالبانو سره د سولې وروسته د داعش په نوم جګړې اوږدیدو ته زمینه برابره شي او د داعش پروژې ته پراخ تبلیغاتي کمپاین کول.
  6. په هیواد کې مذهبي او فرقه یي جګړو ته لمن وهل، ترڅو په هیواد کې د سني او شیعه په نوم د جګړې یو بل ډګر پرانیزي.

په داسې حالاتو کې دولت ته پکار دي، ترڅو خپل امنیتي بنسټونه پیاوړي کړي په ځانګړي توګه کشفي او استخباراتي بنسټونه له فاسدو، خاینو او غیرمسلکي کسانو څخه پاک کړي او پرځای یې مسلکي، هیواد او ولس ته ژمن او پاک کسان وګماري؛ ځکه دا استخباراتي جګړه ده او په توپونو او ټانکونو نشي ګټل کیدای. 

دولت باید د هغو دیني علماوو، قومي مشرانو او نورو علمي کدرونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د هیواد د دښمنانو لخوا په نښه شوي او غواړي لمنځه یې یوسي. 

د هیواد مشهور جوماتونه، تیکه خانې، دیني او فرهنګي مراکزو امنیت ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او د جمعې او اخترونو د لمونځونو او نورو دیني او فرهنګي غونډو څخه مخکې باید خامخا یو ځل وپلټل شي.

دولت او کشفي ارګانونه د داسې پېښو له پلټلو باید سرسري تېر نشي، عاملین یې په نښه د اسنادو او شواهدو سره له ولس سره شریک شي.

په اخر کې شهید مولوی عزیزالله مفلح او د وروستیو پیښو ټولو شهیدانو ته جنتونه او ټپیانو ته عاجله شفاء غواړم خدای دې وکړي چې په هیواد کې رښتینې او تلپاتې سوله راشي، نورې افغانې میندې بورې،  میرمنې کونډې او بچیان یتیمان نشي. 

د یو سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب