سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeمقالېیوه ملي اندیښنه او یوه سیاسي پوښتنه؟

یوه ملي اندیښنه او یوه سیاسي پوښتنه؟

ع . رشید دنهرو پوهنتون استاد

یوه له هغولویوملي اندیښنوڅخه چې د اشرف غني له رامنځ ته کیدو او پړکیدوسره سمه رامنځ ته شوې،هغه د دیورند د مصنوعي اونامنلې کرښې په اړه دده تر« بوسولاندې اوبه تیرول » تګلاره یا پالیسی ده، په دغه برخه کې د ښاغلی اشرف غني ګونګې اودِغڼي تارجړې بړې پالیسئ نه یوازې داچې پښتانه یې په لراوبرکې اندیښمن کړي ان چې دده ددغې تګلارې په اړه په هندوستان اویوشمیرنورو هیوادو کې هم جدي پوښتنې رامنځ ته شوې دي. اشرف غني په ډیره ماهرانه توګه داچې دهرچا په اشاره ده په دغه برخه کې ځان غلی نیولی دی اوددغې (دیورند) موضوع په اړه یې دملت دارادې خلاف یوشمیرطرحی که څوک ځان پوهوي اوکه نه، له پاکستان سره ترلاس لاندې نیولې دي، هغه طرحې چې دطالبانوله پاره چې ټولو دپاکستان او آی اس آی لاسپوڅي بلل په خپل وخت کې نه دمنلووړوې اونه هم د دوی په دوره کې پاکستان دهغو دعملي کولوڅه چې دویلوجرآت ونه کړ.

پوښتنه داده چې اشرف خان ولې پاکستان ته اجازه ورکړه چې باید اغزن تار پرپوله باندې وغزول شي ؟ آیا ده په دغه لویه توطیه چې له امریکا را پیل شوې خپل ملت خبرکړ؟ نه !  په دغه اړه موږ له ده اودده له څپ څپانې ادارې څخه په تیرو شپږکالو کې یوه خبره چې هغه زموږ ددغې لانجمنې پولې په اړه وي نه ده اوریدلې ، پردغه لویه اوملي مساله باندې پټه خوله نیول، دهغې پالیسۍ برعکس خبره ده چې کرزي د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې ترشلو زیات سفرونه پاکستان ته ترسره کړل، باوردی چې په دغو سفرونوکې په سیاسي لحاظ لویه پوښتنه داوه چې کرزي له شکه پرته دقیقه پاکستان ضد تګلاره درلوده او  په عین حال کې یې پاکستان نه پریښود څو داسې یوفرصت پیداکړي چې امریکا اوناتو زموږ په هیواد زموږ دملي ګټوپرضد وکاروي، داد کرزي لویه سیاسي اوله هوښیارۍ هڅه وه چې ده پاکستان آرام پرنښود اوان چې امریکایانو ته یې هم په ټولو ناستو اوکتنوکې لویه سرټکونه اوستره اندیښنه له پاکستان او آی اس اي څخه وه. (دقیق اوکره اسناد شته)

خو دغه اندیښنه دغنی په وخت کې دومره سړه شوه چې د پاکستان په اړه یې خپله ټوله هڅّه په دغه ټکی کې خلاصه کړه چې ده ملایی زده کړې، په پاکستان کې بشپړې کړې دي، هغه زده کړې چې غلطۍ اوتیروتنې یې ماشومان ورسموي؟؟؟ …  په هرډول اوس خبره دا ده چې پرون د پاکستان پوځي مشران په یوه نا پلان شوي سفرکابل ته راغلل، مطبوعاتو په دغه ټکي بسنه وکړه چې د پوځ او آی اس آی مشرانو د سولې د پروګرام په خاطر کابل ته تشریف راوړی و، او په کابل کې یې د سولې د وروستیو هڅو په اړه کتنې او خبرې یې کړې دي  …

په عین حال کې چې د سولې په اړه د ګونګو خبرو یادونه وشوه ، په څنګ کې په وړو کرښوکې دا هم یاد شول چې « دواړو لوریو په یولړ سرحدي مسالو باندې هم خبرې وکړې » په دغه اړه نه افغان حکومت اونه هم پاکستانی میدیا څه تبصره وکړه، په داسې حال کې افغانان او یوشمیرګاونډي هیوادونه او د هغو مطبوعاتودغه ټکی ته اشاره کړې چې افغان ولس په دغه ټکي پوهیږی چې پاکستان د افغانستان پیاوړتیا، یووالی او ترقي کله هم نه دي غوښتې، آیا د پاکستاني پوځي اواستخباراتي مشرانو په دغه سفرکې له سرحدي مسالوڅخه موخه اومطلب داکتراشرف غني ته دپاکستاني پوځي مشرانوله خوا د اغزن تار،هغه چې په پټه یې دخلکودارادي خلاف له پاکستان سره منلي و دپروژې د بشپړتیا مبارکې وه اوکه کوم بل څه ؟؟؟؟؟

2 COMMENTS

  1. د اوس لپاره همدا ګونګسي روان دي، او د خلکو ستره تمه د لنډمهال لپاره د وُبا کابو کول دی، او د اوږدمهال لپاره د ترهګرو نه ځان خلاصول.
    او پاتې بیا د ولس او ملت یووالی او د افغانستان غښتلتیا ده .
    او هر کله چې پاسنۍ درې نکتې سرته ورسیږي، ډیورنډ مسئله پخپله رابر سیره کیږي.
    د اوس لپاره اولس زرې ورې دې، چا د ایران د هغه ظلمونو پوښتنه د څو افغانانو په حق کې ونکړه، دا کرښه خو د دوو خوواو په ملیونونو پښتنو پورې تړلې ده .

  2. سلامونه،
    پوهاند ساب رشید ، تشویش مو بالکل پرځای دی.
    که څه هم د کرزي په دوران کې پوکستیاني فاروړډیانو ۴۰-۵۰ ک.م. افغانستان خاوره لاندې کړې او پر کونړ ېې بیشمیره راکټونه وویشتل او کابل او نورو ولایاتو کې ېې د خپلو ګوډاګیانو په کرايي کولو ،او پخپله غیر مستقیم په جګړو کې برخه لرلو او رهبري کولو سرفه نه ده کړې ؛خو بیا هم ستاسو په تهلیل، دا رقم اغزن تارونه، دروازې او ویزې میزې ېې نه وې جرات کړې
    له بلې خوا هم د دوی او هم د ایرانیانو فارشیستانو سره په همآهنګۍ د افغانستان د طبیعي منابعو پر لوټلو، قاچاق او بیا نړیوالو خصوصاََ امریکونیانو ته د سکې بل مخ ښودل او د لکهاوو پښتنو،بلوڅانو د وژلو پر بدل بلیونونه ډالرې تر لاسه کول د پنجابي هیاتونو اصلي څهره ښيي. افسوس چې یو بل داود خان وای ، دا کرنیل مرنیل ته به ېې بل بنګال ښودلای وای!.
    خبرې ډیرې دي، خو دوهم متفکر او شهرکچیانو، چاپلوسانو، سپیدارکانو او ارګکچیانو ېې نه دوهم متفکر ته نه اول کرزي ته سمې مشورې ورکړې!!!.وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب