جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېد ایراني چارواکو د ظلم ننداره او زموږ د چارواکو چوپتیا

د ایراني چارواکو د ظلم ننداره او زموږ د چارواکو چوپتیا

  ډاکټرعطاالله زیارمل

دا څوم ځل دی چې د ایران اخوندي رژیم د خپلو ظلمو نندارې نړیوالو ته پر سټیج وړاندې کوي، خو له بده مرغه په لومړي سر کې زموږ خپل چارواکي چوپه خوله ناست دي او د ښه ګاونديتوب (!؟) لپاره پلمې کوي. درګرده همدا سریندې غږوي چې موږ مشترکه ژبه او کلتور لرو. هغوی چې زموږ پر خلکو هیڅ ترحم نه لري خو دوی یې بیا د خوشالولو لپاره د مشترکاتو په تارونو ځان ورنښول غواړي. همدغه زموږ تالي څټی چارواکي وو چې د سلیماني پر مرګ یې اوښکې تويولې خو اوس د خپلو مظلومو خلکو پر بې رحمانه وژنو چوپه خوله دي. دوی د پلټنو پایلو ته منتظر دي او له خولې یې سوڼ قدرې هم نه وځي. دوی د کومو پلټونو او تحقیقاتو لپاره انتظار کوي؟ خلک یې هم وژلي دي او تحقیق به هم دوی پخپله کوي او نتیجه به یې هم داسې له رسنیو سره شریکوي لکه پخوا یې چې په وار وار شریکه کړې ده. د خپل ځان سپیناوی او د نورو ملامتیا. کومه نړیواله بې طرفه اداره شته چې د دغو وژنو پلټنه وکړي؟

په دوهم قدم کې، نړیوال او هم د بشر د حقوقو ادارې له یوې مخې چوپه خوله ناست دي او پر ایراني حکومت باندې د دې ظلمونو له امله اعتراض هم نه کوي دا ځکه چې‌ هر ځل دغو ناترسو د خپلو ظلمونو د نندارو لپاره افغانان قرباني ته وړاندې کړي دي او داسې ښکاری چې د بشر د حقوقو ادارو ته د افغانانو مرګ د بشر مرګ نه ښکاري.‌ تېرو ورځو کې یې له لسو زیات بې ګناه افغانان له موټرو ښکته کړل او بیا یې سیند ته واچول چې اوبه یې یوسي او په همدې بې رحمه شکل یې هغوی ووژل.‌ دا ځل یې د دې په پلمه چې موږ قاچاقچیان څارو نو په روان موټر یې ډزې وکړې،‌ چې د همدې ډزو په نتیجه کې موټر اور واخیست او په کې ناسته سورلۍ اکثره د اور په لمبو کې خپلې ساګانې ورکړې.

د اخوندي رژیم چارواکي هر ځل د محرم په میاشت کې د یزید د تاریخي ظلم داستان ته د مکر اوښکې تویوي خو دلته بیا زموږ پر افغانانو د یزید د ظلم څخه هم ور اخوا زیات ظلم کوي او ژوندیو انسانانو ته اور ور اچوي. که مسئله د امنیت وي نو په هره امنیتي پوسته کې ټول امکانات باید وي چې د هرې غیر متوقعه پېښې پر وخت په کار واچول شي ترڅو د خلکو ژوند وژغورل شي.‌ خو له پېښې ښکاری چې دوی ته د خلکو ژوند اهمیت نه لري. موټر باندې اور بلېږي خو د اور وژنې خدمات نشته چې له قربانیانو سره مرسته وکړي. دا چې د دوی د ادعا سره سم موټروان موټر و نه دراوه او دوی ور باندې ډزې وکړې. دلته بیا پوښتنه پیدا کېږي چې په پوسته کې ناستو پولیسو موټر نه درلوده چې دغه د سورلۍ موټر یې تعقیب کړی وای او بیا یې موټروان او په موټر کې ناسته سورلۍ د دوی په وینا د قانون منګولو ته سپارلي وای؟‌ خو متاسفانه چې د دوی دغه ادعا هم دروغجنه ښکاري او غواړي د خلکو توجه په دې ډول له اصلي جنایت څخه بل لور ته واړوي. تېر ځل چې موټروان موټر ودراوه نو دوی له موټروان سره یو ځای ټوله سورلۍ سنید ته وغورځول نو په هغې پېښې کې دوی کوم دلیل وړاندې کړ چې دا ځل یې د نه درېدلو پر ملامتیا تورنوي. اصلاً له دې وروستیو پېښو څخه ښکاري چې دوی ته له پاسه همدا د ظلم او وحشت امر شوی چې که له هرې پېښې سره مخامخ کېږي لومړی باید افغانان ووژني او بیا یې د وژلو لپاره بهانې پیدا کړي.

د دې لپاره چې دغه رژیم څه ډول حقایق پټوي او د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي د هغې الوتکې د ويشتلو کیسه خو به تر اوسه د خلکو په ذهن کې وي چې همدې اخوندانو په لومړي سر کې څه ډول له مکر ډکې څرګندونې کولې. دوی هغه وخت په هغې طیارې برید وکړ چې د همدوی له میدان څخه پورته شوې وه او بیا یې د خپل ظلم او ناکامۍ د پټولو لپاره څو ورځې د دروغو داستانونه نړیوالو سره وخت پر وخت شریکول او چې کله ورباندې اسناد پیدا شول نو بیا یې په ډېره بې شرمۍ هر څه ومنل ځکه چې له منلو پرته یې بله لاره نه درلوده. اوس هم دوی د هر ظلم لپاره خپله جوړه کړې کیسه لري او باید نړیوال او هم افغان حکومت دغه کیسې ور سره و نه مني بلکې د وژل شویو افغانانو د وینو پوښتنه دې ترې وکړي. د دغو پېښو د جنایت کارانو له مجازات وروسته دې د قربانیانو کورنیو ته ترې تاوان واخلي.

متاسفانه افغان حکومت اوس دومره کمزوری دی چې د خپلو خلکو پوښتنه نه شي کولی او نه یې هم په کور دننه ننګونې دې ته پرېږدي چې خپلو خلکو ته ښه ژوند برابر کړي ترڅو مجبور نه شي چې په ناقانونه توګه تر نورو وطنونو پورې ولاړ شي. په دې وروستۍ پېښه کې بیا اکثره افغانان د ډیپلوماسۍ کمزورتیا ته ګوته نیسي خو که موږ وګورو نو ایراني رژیم هر ځل کوښښ کړی چې په وطن کې دننه د خپلو مهرو په وسیله پر افغان حکومت فشار راوړي او دې ته یې مجبور کړي چې د خپلو خلکو د مرګ پوښتنه له دوی څخه و نه کړي.

که له یوې خوا دیپلوماسي کمزورې ده خو له بلې خوا په کور دننه د ایران په پیسو مستو رسنیو وار له مخې کمپاین شروع کړی چې افغان سفیر ناکاره دی. دغو رسنیو تل کوښښ کړی چې چېرې د افغانستان علیا منافع مطرح کېږي هلته دوی دغه لوړې ګټې د یوې وړې ډلې او یوه ګوند د ګټو په بدل کې داو ته ور کړې دي. دوی د دې پر ځای چې په یوه خوله د ایراني رژیم ظلمونه وغندي او ورباندې نیوکې وکړي متاسفانه ټوله هڅه یې دا ده چې مسئله په کور دننه سیاسي کړي او له دې موقع څخه په ګټه اخیستلو د ایران تالي څټو ته لابي ګري وکړي. دوی همدا په یوه سا لګیا دي چې سفیر ولې روغتون ته په داسې وخت ورغلی چې د ناروغ په لاسونو کې زولنې پرتې وې؟ دا نه وايي چې همدې اخوندي رژیم د زولنو په ښودلو کوښښ کاوه چې د خلکو پام بل لور ته واړوي.‌

د معلوماتو پر اساس افغان سفیر د زولنو له لیدلو وروسته اعتراض کړی او هم یې د ناروغ له لاسونو زولنې لېرې کړي دي. څه فکر کېږي چې دغه کوچنی مثبت کار به ولې د اخوندي رژیم په رسنیو کې انعکاس وکړي،‌ چې په هغه کې د افغان سفیر د حیثیت د ښه کېدا خبره وي. له اخوندي رسنیو ګیله نه ده پکار ځکه هغوی خپل پروګرام لري، خو ګيله زموږ له خپلو رسنیو ده چې تر اوسه یې هم د هغو افغانانو چې د ایراني ځواکونو په ډزو کې یې موټر اور اخیستی او بیا د اور په لمبو کې سوځېدلې دي، د هغوی شهادت او ظالمانه وژنه په لوی لاس د خلکو له نظره غورځوي او پر ځای یې پر افغان سفیر نور هم فشار زیاتوي ترڅو د حقایقو په پلټلو کې هر څه د ایران په ګټه تمام شي. په پای کې خپلو خلکو ته دا پیغام رسوم چې پردۍ رسنۍ زموږ په ګټه څه نه وايي. موږ باید په دې وخت کې سفیر پرېږدو اخوندان راونیسو.

نن سبا هغه د دري ټوکه ده چې وايي: (شکور بان قدوس بګیر )

1 COMMENT

  1. په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان په ایران کې یو وړ او مناسب سفیر ټاکلی دی. آخندان غواړي خپل ځان د افغان وطندوستان او د افغانستان ملي ګټو ژمن استازي له موجودیت نه خلاص کړي اوخیرالله خیرخواه اویا د تش په نوم داکتر احمد مشاهد په شان یو سفیر چې د حامدکرزي د تصویر پرځای یې د آیت الله علي خامنه اي تصویرونه په تهران کې د افغانستان په سفارت او اقامتګاه کې ټومبلي وو ، سروکار ولري چې د دوی هر ډول ته اتڼ وکړي.
    د داکتر احمد مشاهد په هکله مالومات دلته لوستلای شئ :
    http://hambastagi.org/new/fa/category/report/1893-corruption-and-looting-of-dr-ahmad-mushahid.html

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب