دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني ۳ نوماند وزیران او د افغانستان بانک رييس رسماً معرفي...

ولسمشر غني ۳ نوماند وزیران او د افغانستان بانک رييس رسماً معرفي کړل

تاند (چهارشنبه، د جوزا۱۴) ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د ښارجوړونې او مځکو، عامې روغتیا او د ښځو چارو وزارتونو سرپرستان او نوماندان معرفي کړل.

ولسمشر غني محمودکرزی د ښارجوړونې او مځکو وزارت ته، ډاکتر محمدجواد عثماني د عامې روغتیا وزارت ته او حسینه صافۍ د ښځو چارو وزارت ته او اجمل احمدي د افغانستان بانک ریاست ته رسماً نوماندان معرفي کړل.

دوی به تر هغو چې ولسي جرګه د اعتمادرایه ورکوي د سرپرستانو په توګه دندې ترسره کوي.

په دې مناسبت په غونډه کې نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک ريیس د خپلو کاري پروګرامونو په اړه څرګندونې وکړې.

په دې مناسبت غونډې ته ولسمشر غني وویل د کورونا خپور شوي وایرس ته په اشارې وویل چې راتلونکې میاشتې به د افغانستان لپاره سختې وي نو پکار ده چې د دې وایرس د مخنیوي لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخیستل شي.

راپورونه وايي چې په افغانستان کې د هغه څه چې د عامې روغتیا وزارت ثبت کړي او اعلان کړي، په ځلونو زیات خلک په کورونا وایرس اخته شوي او یا مړه شوي دي.

څرګنده نه ده چې ولسي جرګې ته به نوي نومول شوي وزیران کله معرفي شي او دا جرګه به کله کاندید وزیرانو پروګرامونه واوري.

ولسي جرګې نن هم خپله غونډه د دې لپاره لغوه کړه چې نصاب یې پوره نه و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب