تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د محمد محقق «راه فردا» راډیو تلویزیون ته اجازه ورکړې چې خپرونې بېرته پیل کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پرېکړې له مخې، د دې رسنۍ پخوانی نشراتي جواز، چې د محمد محقق په نوم ثبت و، لغوه شوی او د امتیاز نوي خاوند ته سپارل شوی دی.
راه فردا راډیو او ټلوېزیون هم تایید کړې چې د نوي جواز له ترلاسه کولو وروسته به خپل نشرات بېرته پیل کړي.
په هغه کتوب کې چې د رسنیو د څار ادارې مشر مولوي صفيالله رائد لاسلیک کړی، راغلي چې د دې رسنۍ پخوانی جواز، چې د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق په نوم و، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د عمومي استخباراتو ریاست په ګډه پرېکړه لغوه شوی دی.
د مکتوب له مخې، سلمان اخلاقي د رسنۍ د نوي امتیاز خاوند او عبدالرحمان میرزاد د راه فردا راډیو او ټلوېزیون د مسوول مدیر په توګه ټاکل شوي دي.
طالبانو ویلي چې «راه فردا» د پخواني نشراتي جواز د مالکیت له ستونزو سره د تړلو موضوعاتو له امله د یوې مودې لپاره له فعالیت څخه پاتې شوې و. سند ښيي چې د رسنۍ د مالکیت او مدیریت د بدلون پرېکړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او عمومي استخباراتو ریاست په ګډه کړې ده.
د «راه فردا» تلوېزیون خپرونې تېر کال هغه مهال ودرول شوې او شتمنۍ یې هم ضبط شوې چې د امتیاز خاوند یې، محمد محقق د پاکستان په دفاع کې څرګندونې وکړې. محقق وروسته بیا د افغانستان او پاکستان د جګړې په ترڅ کې د پاکستان ننګه وکړه.