تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان لومړۍ) په کابل کې د ایران سفیر، علیرضا بیکدلي، د ایران د حکومت له لوري د طالبانو رئیسالوزرا حسن اخوند او ورسره پلاوي ته بلنه ورکړه چې د ایران د وژل شوي مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
علي خامنهيي، چې د ایران پخوانی مشر و، څلور میاشتې وړاندې پر ایران د اسراییل په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، بیکدلي د طالبانو د رئیسالوزرا د دفتر له مشر عبدالواسع سره په کتنه کې هغه ته د ایران د حکومت رسمي بلنلیک وسپاره او د ایران د وروستیو تحولاتو او د دواړو خواوو د اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو او ایران اړیکې په تېرو پنځو کلونو کې پراخې شوې دي. تهران، سره له دې چې لا یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او له طالبانو سره یې سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ جاري ساتلي دي.
داسي اټکلونه هم شته چې ممکن ایران په نژدې وختونو کې د طالبانو حکومت د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
ایراني چارواکي وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې له افغانستان سره سوداګري راکړه ورکړه زیاته شوې ده او اوس افغانستان تر ټولې اروپايي اتحادیې د دوی ستر تجارتي شریک دی.
له بلې خوا د طالبانو حکومت توانېدلی چې د داعش مخه تر ډېره ډب کړي او په دې توګه د ایران باور ترلاسه کړي.
ټاکل شوې ده چې د علي خامنه يي د جنازې مراسم د روان چنګاښ/ سرطان له ۳ تر ۱۸ مې په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره شي.
د خامنهيي جنازه به د سرطان په ۱۸ مه په مشهد کې د امام رضا د زیارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.