Homeخبرونهقزاقستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه

قزاقستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان لومړۍ) د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر ژومانګارین په کابل کې د اسلامي امارت د ريیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

ژومانګارین وویل چې قزاقستان چمتو دی هرات ولایت ته د قزاقستاني اوړو د صادراتو د اسانتیا لپاره د لېږد رالېږد په برخه کې مالي سبسیډي ورکړي.

هغه همداراز اعلان وکړ چې قزاقستان په کابل کې د قزاقستاني درملو د عرضې مرکز او د سوداګرۍ خونې د پرانیستلو پلان لري.

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي راکړې ورکړې د اسانتیا لپاره به په د افغانستان بانک او غضنفر بانک کې د حسابونو د پرانیستلو زمینه هم برابره شي.

ژومانګارین د افغانستان د کانونو، په ځانګړي ډول د کروم او جست د زېرمو د سپړنې او استخراج، د کیمیاوي سرو د تولید او د مزارشریف–هرات–کندهار–سپین بولدک د رېللارې په پروژه کې د همکارۍ لپاره هم د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.

هغه ټینګار وکړ چې آستانه د افغانستان د خوراکي توکو واردولو ته لېواله ده او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره به د افغان توکو ګمرکي تعرفې راکمې کړي.

عبدالغني برادر هم د دغو وړاندیزونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې اړوندې ادارې به له قزاقستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره لازمه مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژلی دی

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د هندي ټلوېزیوني ډرامې «کمکم بهاګیه» ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژنه کړې ده. د هندي رسنیو د راپورونو...