Homeخبرونهد هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژلی دی

د هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژلی دی

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د هندي ټلوېزیوني ډرامې «کمکم بهاګیه» ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژنه کړې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هغې د ۲۲ کلونو په عمر ځان وژنه وکړه.

پولیس وایي چې،د پېښې له ځایه یې کوم شکمن توکی یا د ځان وژنې لیک نه دی موندلی.

سنچیتا اوګلې تر مړینې څو ساعته وړاندې پر خپلې ټولنیزې پاڼې انسټاګرام هم یوه وېډیو خپره کړې وه.

«کورنۍ د کومې توطئې شک نه لري»

پولیس زیاتوي: “د پېښې له خبرتیا سره سم پولیسو ځای معاینه کړ. موږ هلته هېڅ شکمن شی ونه موند او د ځان وژنې کوم لیک هم ترلاسه نه شو.”

هندي رسنۍ په خپلو راپورونو کې د پولیسو په وینا زیاتوي چې، د اداکارې پلار د هغې د مړینې په اړه پر کومې توطئې شک نه لري او هېڅوک د دې پېښې مسؤل نه ګڼي.

د سنچیتا جسد د عدلي طب (پوسټ مارټم) لپاره دولتي روغتون ته لېږدول شوی دی.

پولیسو د هغې د ناڅاپي مړینې قضیه ثبت کړې او د دې سخت اقدام د علت معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

سنچیتا په «چھاوا» فلم کې هم لوبېدلې وه.

سنچیتا اوګلې د تلویزیوني سریال کمکم بهاګیه کې د دیا ټنډن د رول له امله ډېره مشهوره شوې وه.

هغې همدارنګه په واګلې کي دنیا – نوی نسل، نوې کیسې سریال کې هم کار کړی و او وروسته یې د دل والی دولها لے جایګي (Dilwali Dulha Le Jayegi) په نوم سریال کې مرکزي رول ترلاسه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...