تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۱۰ مه) د افغانستان کرکټ بورډ درې افغان لوبغاړي، د دې لپاره چې د هند په یوه لیګ کې یې له رسمي اجازې پرته ګډون کړی وو، د څلورو میاشتو لپاره له کورنیو او نړیوالو سیالیو څخه محروم کړي دي.
هندي رسنیو نن راپور ورکړ چې په دغو لوبغاړو کې سمیعالله شینواری، افتاب عالم او محمد شهزاد شامل دي.
ویل شوي چې دا بندیز د دې لپاره لګېدلی چې یادو لوبغاړو د هند په «لېجنډز کرکټ لیګ» کې د افغانستان کرکټ بورډ له اجازې او د نه اعتراض له سند پرته برخه اخیستې وه. دا بورډ په بهرنیو سیالیو کې د لوبغاړو ګډون تنظیموي.
د راپور له مخې، سمیعالله شینواری په هغه لوبډله کې شامل و چې د دغو سیالیو اتله شوې ده. همداراز د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان هم په دې لیګ کې لوبېدلی، خو د دې لپاره چې نوموړی له نړیوال کرکټه تقاعد شوی، نو پر هغه بندیز نه دی لګېدلی.
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په رسمي ډول د دې پرېکړې نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو د راپورونو له مخې، د دې لیګ په اړه ځینې اندېښنې شته؛ له دې ډلې دا چې دا سیالۍ د نړیوال کرکټ شورا او د هند د کرکټ بورډ له خوا نه دي پېژندل شوې او ښايي د فساد له اړخه هم خطرونه ولري.
په راپور کې ویل شوي چې له دغو لوبغاړو څخه لږ تر لږه یو د سیالیو له پیل مخکې د اجازې غوښتنه کړې وه، خو پر وخت یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
سمیعالله شینواری په وروستیو کلونو کې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره نه دی لوبېدلی، په داسې حال کې چې افتاب عالم او محمد شهزاد وروستی ځل په ۲۰۲۳ کال کې د ملي لوبډلې لپاره میدان ته وتلي وو.