Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکاسا۱۰۰۰ پروژه به تر ۲۰۲۷ پورې بشپړه شي

کاسا۱۰۰۰ پروژه به تر ۲۰۲۷ پورې بشپړه شي

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲ مه) ټاکل شوې ده چې د «کاسا–۱۰۰۰» پروژې د افغانستان برخه د ۲۰۲۷ کال په پسرلي کې بشپړه شي او د همدې کال په دوبي کې یې سوداګریز فعالیتونه پیل شي.

د قزاقستان د «قازاینفورم» خبري اژانس د سې شنبې (د غويي لومړۍ) د راپور له مخې، د دې سیمه‌ییزې پروژې د پرمختګ موضوع د اپرېل له ۱۸مې تر ۲۰مې پورې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د یوې غونډې پر مهال وڅېړل شوه. په دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت، د نړیوال بانک استازو او د «کاماني انجینرۍ» شرکت استازو ګډون کړی وو.

د تاجکستان د انرژۍ وزیر، دلېر جمعه، د دې پروژې پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې «کاسا–۱۰۰۰» نه یوازې سیمه‌ییزه همکاري پیاوړې کوي، بلکې د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ باور زیاتوي او د چاپېریال له پلوه د پاکې برېښنا د صادرولو زمینه برابروي.

د راپور له مخې، په قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان کې د پروژې ساختماني چارې بشپړې شوې دي، خو په افغانستان کې لا هم کار روان دی.

د تاجکستان د انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نوې طرحې له مخې به د افغانستان اړوند کارونه د ۲۰۲۷ کال تر پسرلي پورې پای ته ورسېږي او په همدې کال کې به د پروژې سوداګریز فعالیتونه پیل شي.

یاد وزارت زیاته کړې چې د دې مهمې سیمه‌ییزې پروژې بشپړېدا به د انرژۍ بازار ته وده ورکړي، د برېښنا امنیت به پیاوړی کړي او د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ به اقتصادي همکاري پراخه کړي.

له دې وړاندې هم راپور ورکړل شوی و چې ازبکستان، افغانستان او قرغیزستان د یوه ګډ کاري ټیم پر جوړولو هوکړه کړې، څو د ترانزیټ، سوداګرۍ او د افغان تولیداتو د صادراتو بهیر اسانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...