Homeمقالېپه ورځنۍ توګه د نورو لاسنیوی د انسانیت ستره بیلګه!

په ورځنۍ توګه د نورو لاسنیوی د انسانیت ستره بیلګه!

د نورو لاسنیوی یا له نورو سره مرسته کول د ټولنې د پرمختګ، نظم او ښکلې کولو لپاره غښتلې لاره ده، ځکه یو وړوکی مرسته کوونکی عادت یا هم مهرباني هم کولای شي د خلکو په ژوند کې بدلون راولي. لکه په ستونزو کې د چا ملاتړ خلکو ته لار ښودنه د معلوماتو شریکول او درناوی کول دنورو ژوند ته خوشحالي راولي. کله چې مونږ له چا سره مرسته کوو یوازې دا نه ده چې د هغه مشکل حل کوو، بلکې د هغه په ژوند کې سکون او ارامتیا رامنځته کوو او په دې سره زمونږ ټولنه جوړیږي او ورځ تر بلې په ټولنه کې مثبت بدلون رامنځته کېږي.
د نورو سره مرسته کول په ټولنه کې شفقت او خواخوږي ډیروي او د دې اغیزې د دې لامل کیږي چې خلک د یو بل لاسنیوی وکړي او یو بل له مشکلاتو څخه وژغوري چې په پایله کې یوې مثبتې او په ځان بسیا ټولنې ته لاره هواروي.
وخت نا وخت هرڅوک مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري، خو هغه کسان چې د چا لاسنیوي کوي الله (ج) یې له ستونزو او مشکلاتو څخه ژغوري او بیا خپله له ستونزو او مشکلاتو سره نه مخ کېږي.
په اسلام کې د خلکو سره مرسته، د بېوزلو، یتیمانو او اړمنو کسانو لاسنیوی یو ستر دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت دی، چې د ټولنیز عدالت د ټینګښت او د الله (ج) د رضا ترلاسه کولو سبب ګرځي. اسلام د نورو په ستونزو کې د شریکیدو او د بېوزلو سره د مالي او معنوي مرستې لپاره ځانګړی تاکید کړی، چې د ایمان د پیاوړتیا او د ټولنې د یووالي وسیله بلل کېږي. که انسانیت باندې هم تم شو په ټولنیز ژوند کې تر ټولو ستر اخلاق او انسانیت هم له نورو سره مرسته کول او لوېدلو کسانو لاسنیوی دی، که هغه په هره کچه وي چې څومره د انسان وس کیدلای شي، باید لاسنیوی وکړي.
په قران کریم کې د خلکو مرسته او لاسنیوی د ایمان د کمال، تقوا او ټولنیز عدالت د بنسټیزو اصولو په توګه تعریف شوی، په قرآن کريم کې د خلکو مرسته او لاسنیوی نه یوازې یو اخلاقي عمل، بلکې د عبادت یو اړین جز او د ټولنیز عدالت بنسټ تعریف شوی دی. قرآن کریم په ټینګار سره امر کوي چې د نېکۍ او تقوا په چارو کې له یو بل سره مرسته وکړئ. او ډیرئ احادیث هم د خلکو لاسنیوي او مرستې ته ځانګړي شوي دي چې یوازې یادونه ترې کوو: په حدېث کې راغلي: یعني، هیڅ یو له تاسو څخه کامل مؤمن نه ګڼل کیږي، ترڅو هغه څه، چې یې د ځان لپاره خوښوي، د خپل مسلمان ورور لپاره هم خوښ کړي. دغه رنګه یو مسلمان د بل مسلمان له مرستې پرته خپل دنیايي او اخروي کارونه په ښه ډول نه شي تر سره کولی او نه هم په یوازې ځان کولای شي، چې د ستونزو او کړاوونو په وړاندې مقاومت وکړي، چې بالاخره دنیا او اخرت ټول کارونه یو د بل له مرستې پرته نه شي تر سره کیدلی.
د خلکو سره د مرستې او لاسنیوي شرط یوازې او یوازې باید د الله (ج) رضا وي مرسته باید د شهرت، شخصي ګټې، دنیاوي مطلب او یا هم د ځان ښودنې لپاره نه وي بلکې د الله ج د رضا په نیت ترسره شي.
که چیرې په واقعي معنی د اسلام اساسات تعقیب شي او خلک د یوه بل د لاسنیوي او مرستې لپاره مټې راونغاړي او پرې نږدي چې په ټولنه کې بل مسلمان ورور هم له ستونزو سره لاس او ګریوان وي او یو د بل ملاتړ او لاسنیوی وکړي، په ټولنه کې به ارامتیا او سکون رامنځته شي.
د نورو سره په مرسته او لاسنیوي مقابل لوري ته داسې یوه خوشحالي حاصلیږي چې تاسو ته هم خوشحالي په برخه کوي داسې یوه خوشحالي چې هیڅ وخت او هیڅ شی به هغه مزه داره خوشحالي در په برخه نه کړي، نو هیله کووم چې په ژوند کې صدقې یا د نورو لاسنیوي ته لومړیتوب ورکړئ ځکه زمونږ خوږ پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) هم صدقې او لاسنیوي په اړه په وار وار ټینګار کړی او دا یې د ټولنې عدالت تر ټولو ستره بیلګه ګڼلې ده.

ماخذ:

 https://mhanational.org/resources/help-others
https://www.redcross.org/take-a-class/resources/articles/5-ways-to-help-those-in-need?srsltid=AfmBOoqNZtIqo_Jyb3yXLQYDaA14okqGKwHrPfNGFvRzPYWfvN23Dy0O
https://www.every-life-matters.org.uk/helping-others

لیکوال: حمیدالله فیضي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...