Homeجنرال وزیريد ختیځ د ويښتابه قاید او د پان اسلامیزم بنسټګر | یونس...

د ختیځ د ويښتابه قاید او د پان اسلامیزم بنسټګر | یونس تنویر

دویمه برخه

په ختیځ کې سیاسي حالات او د سید (رح) مبارزه:

په ترکیه کې عثماني امپراتورۍ د مسلمانانو د اتحاد لپاره کوښښ شروع کړی و؛ خو دوی دا کار هله پیل کړ، کله چې د امپراتورۍ ځینې برخې ترې نیول شوې وې او یوازینۍ هیله یې وه، چې د غربي تاړاک او د روسیې مخه ونیسي، نو د مسلمانانو د اتحاد لپاره یې خپل سیاسي فعالیتونه زیات کړل او د اخوت سیاست یې غوره کړ؛ نو هم هغه وه، چې پان اسلامیزم نظریه یې د خپل سیاست محور وګرځوله؛ خو وخت تېر و او انګریزانو ډېر پرمختګ کړی و. مهمه مسله دا وه، چې دوی د خلافت مفکره یو ځل بیا په سیاسي لحاظ را ژوندۍ کړې وه. نه یوازې د اروپا پر وړاندې، بلکې د کریمیه سیمې د مسلمانانو د مذهبي او کلتوري نفوذ د ساتلو لپاره هم دا چاره عثماني امپراتورۍ پیل کړې وه، ځکه دوی دا سیمه روسیې ته تر یوې ماتې وروسته ورکړې وه. حتا عثمانیانو کوښښ کاوه، چې د تاتاریانو په منځ کې خپل مذهبي نفوذ وساتي. خو دوی حتا د ترکي ملت پالنې مشروعیت هم په نشت حساب و. 1

خو دا وخت امپراتورۍ کمزورې شوې وه. په نولسمه پېړۍ کې عثماني امپراتورۍ د اروپایي ځواکونو د مستقیمې مداخلې او د ترکیې ځینو نورو سیمه‌ییزو مشرانو د پاڅونونو له امله ډېرې اروپایي او شمالي افریقایي سیمې له لاسه ورکړې وې. نړۍ د برېټانوي استعمار له جنجالونو سره لاس او ګرېوان وه. دا مهال برېټانیا د افغانستان، هند او ان تر مرکزي اسیا پورې او په ځانګړي ډول مسلمان هېوادونو دولتونو لپاره یو ستر درد سر جوړ شوی و. په ځانګړي ډول افغانستان، هند، چې اوس پکې پاکستان، بنګله‌دېش او هند شامل دي او په مرکزي اسیا یې اغېزې کړې وې، چې بیا وروسته برېټانیا د نړۍ څلورمه برخه تر استعمار او کنټرول لاندي وه.

د همدې کفري استعمار په مقابل کې مسلمانان هم د یوې متحدې جبهې او مفکورې د جوړولو لپاره لاس په کار شوي ول. د دې یوه وجه دا وه، چې اروپایان، که هغه عیسوي و او که یهودي و، مګر د مسلمان پر وړاندې یې یوه وه؛ نو په همدې ډول مسلمانان هم د همداسې جبهې په توګه باید متحد شوي وای. شعیه او سني او د مذاهبو ترمنځ باید تفرقې په سیاسي لحاظ له منځه وړل شوې وای. هم هغه و، چې د صوفیانو د عقیدې پر پله یې د تقدس یوه نوې نظریه په مسلمانانو کې رامنځته شوه، چې اسلامي سیاست یې بنسټ وو.

همدا وه، چې تر ټولو لومړنی فکري کس په دې برخه کې سیدجمال الدین افغاني و، کوم چې په خپل فکر او حکمت یې د مسلمانانو لپاره د قلم، فکر، سیاست او پرمختګ مبارزه پیل کړې وه.

دا مهال غربي استعمار نه یوازې اقتصادي ګټې، لکه خام مواد، سوداګریزې لارې او بازارونه یې په خپل تصروف کې اخیستي ول، بلکې سیاسي، پوځي او کلتوري جنجالونه یې هم رامنځته کړي وو.

له بلې خوا په مسلمانانو کې تفرقې، حسد او دښمنۍ دومره زیاتې شوې وې، چې دا حالت یې لا پسې کمزوری کړی و. کله چې عثمانیانو وروسته دغه حالت ولید او په مسلمانانو کې یې د یووالي اړتیا احساس کړه، نو پان اسلامېزم (د ټولو مسلمانانو یووالی) ته یې مخه کړه او د خلافت مفکوره یې یو ځل بیا را ژوندۍ کړه او هڅه یې وکړه، چې مسلمانان تر یوې مرکزي اسلامي واکمنۍ لاندې راټول کړي.

د سید( رح) په اړه ډېره مهمه مسله دا وه، چې نظریه یې د شرقي دولتونو د لویو امپراطوریو د سیاست محور وګرځېده او د پان اسلامیزم پر بنا یې د سیاست واګې تعقیب کړې. حتا له روسیې سره د کچوک کینارجا په تړون کې عثماني سلطان ته د ټولو مسلمانانو د خلیفه لقب ورکړل شو او د کریمیې تاتاریانو مذهبي استازی وګرځول شو. تړون کې راغلي و، چې تاتاریان به د محمدي دین مراسم تعقیبوي او د عثماني سلطان په مشرۍ به ځانونه تنظیموي. 2

دا د پان اسلامیزم لپاره لومړنۍ سیاسي مورچه وه، خو په دې وخت کې انګریزان دومره په هېوادونو مسلط شوي و، چې وروسته یې روغ- روغ ملیتونه تقسیم کړل. په ختیځ او په ځانکړي ډول افغانستان، ایران، ترکیې، هند، افریقا او منځني ختیځ هېوادونه یې هم تر 1 یاده دې وي، چې دا برخه د فارسي له دوو کتابونو (دولتی عثماني از اقتدار تا انحلال، چې په عربي ژبه محترم اسماعیل احمد یاقي تالیف دی او ایراني فارسي ته رسول جعفریان را ژباړلی دی.

دوهم کتاب په دې برخه کې محترم سبحان پاکپور د تاریخی عثمانی په نوم تالیف کړی دی او ما د دواړو کتابونو څخه په الهام او د المخزومي کتاب په تاثر لیکلې ده، نو په دې وجه مې یوازې په عنوان کې د لمن لیک ۲۱ ګڼه ورکړې ده. تنویر.

2 دولتی عثماني از اقتدار تا انحلال، اسماعیل احمد یاقي تالیف دی او ایراني فارسي ته رسول جعفریان را ژباړلی دی. ۱۶۶ تر ۱۷۰ مخ.

استعمار لاندې و. عثماني خلافت یې په یوه سیکولر ونړاوه. یانې په ترکیه کې اتاترک هغه څوک و، چې د ټولو مسلمانانو خلافت یې ونړاوه.

پان اسلامیزم:
پان اسلامیزم د مسلمانانو د یوالي د بهرني استعمار پر وړاندې مبارزه او د اسلامي نړۍ د کنټرول په موخه د سید جمال الدین افغاني الحسیني له لوري رامنځته شوې نظریه وه. اصل کې پان اسلامیزم د امت د سیاسي یوالي مفکوره لري، تر څو اسلامي نړۍ د لویدیځو او کفري تاړاکونو پر وړاندې یو موټی کړي او اسلامي هویت او اسلامي ارزښتونه ژوندي وساتي.

دا کلمه (پان) د یوناني ژبې لفظ دی، چې مانا یې (ټول) او پر دې سربېره زیاترو نورو ترکیبونو سره د دې ویي پر اساس مخ کېږو، لکه پان ترکیزم، پان عربیزم، پان جرمنیزم… نومونو سره دا مبارزې شوې دي او (اسلامیزم)، چې د اسلام څخه مشتق شوې ده، چې په ټوله کې یې مانا د(ټول اسلام) ده. د دې کلمې اصطلاحي مفهوم دا دی، چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو ترمنځ اتحاد، یوالی، سیاسي قوت او د کفري استعمار پر وړاندې د ټولو مسلمانانو د ګډې مبارزې څخه عبارت ده. خو په دغو پورته مبارزو کې د امت د خیر پر ځای، یوازې نژاد پالنه، تعصب پالنه او قوم ګیرایي ته لبیک ویل شوی دی او دا په اسلام کې مردود عمل دی او نن هم مسلمانان په دې مردود عمل کې را ګیر دي. یانې سید (رح) چې څومره د دې عمل خلاف و، هغومره متجاویزینو د ده شخصیت هم په دې لومه کې بند کړی دی. دا هغه دي، چې له ختیځه تر لویدیځه زموږ د ارزښتونو وژونکي دي. یانې اسلام د اتحاد او د قومونو ترمنځ د ورورۍ دین دی او په اسلام کې پښتون، عرب، مغربی او په هر ځای کې چې مسلمان دی د مسلمان ورور دی.

دا نظریه د مسلمانانو د اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز ژوند د ښه کولو لپاره یوه وسیله وه، چې د مسلمانانو ترمنځ یې تفرقې ختمولې او ټول مسلمانان یې له کفر سره د مقابلې لپاره یو ځای را ټولول، خو دا په ترکیې کې د اتاترک د ترکپالنې سیکولریزم نظریې له منځه یووړه او د پان اسلامیزم پر ځای ترکیزم ځای پر ځای شو، نو دا هغه حالت دی، چې موسی جرالله 3 د پښتو ژبې د فونیمکي جوړښت په غونډه کې ویلي و، چې ترکانو، چې کله د ژبې رسم الخط له عربي تغیر کړ، نو قران ترې کډه وکړه او په دې ډول عثماني امپراتورۍ ته د پای ټکی کېښودل شو او دا هغه څه و، چې په وروستیو کې عبدالحمید ثاني د خپل خلافت د زيور جامه کړه، که دوی له پخوا کړې وای، نو ان ترننه به اسلامي نړۍ د جبر او بربریت تر تاثیر لاندې نه وی.

زه فکر کوم، چې له لوستونکو سره به دا پوښتنه ضرور پیدا شوې وي، چې ایا اسلام خو موجود و، نو بیا د پان اسلامیزم نظریې ته څه اړتیا وه؟ د دې پوښتنې لپاره که دا پوښتنه مطرح شي، نو فکر کوم، چې موږ به یې ځواب ته ور نږدې شوي و. هغه دا ده، چې اسلام خو موجود و، نو بیا مذاهبو ته څه اړتیا وه؟ زه د دې پوښتنې لپاره تکراري مسایلو ته نه ورځم، خو د اسلامي فقهې د کتابونو په تاثر وایم، چې رسول اکرم (ص) رحلت کړی و، مسلمانان ډېر شوي ول؛ نو د دین تفسیر ته اړتیا پیدا شوې وه. څلور واړه مذاهب د اجتهاد پایلې دي. د دین د ساتنې او اسانتیا لپاره د علماوو هڅه ده، نو په دې لحاظ « إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ» یانې په اسلام کې خو د امت یوالی موجود و، چې دغه پورته ایت شریف یې څرګند حقیقت دی، نو بیا ولې پان اسلامیزم؟؟؟

که په لنډ ډول ووایو: اسلام موجود و، خو د مسلمانانو سیاسي، نظامي او اقتصادي یووالی له منځه تللی و. پان اسلامیزم د دې وژل شوي یووالي د بېرته را ژوندي کولو هڅه وه. زه فکر کوم همدا بسنه کوي او اوسمهال خو دې نظریې ته لا ډېره اړتیا ده. کفار غواړي، چې په دې سیمه کې لوی اسراییل رامنځته کړي. عربي نړۍ د کفر تر غلامۍ لاندې خرمستیو اخیستې ده، په پاکستان پنجابي یهودي ریژیم قایم دی او مسلمانان قتلوي. ایران د ژبې او مذهب په ثاثر کې له مسلمانو هېوادونو دومره ګوښی شوی، چې نن یو اسلامي هېواد هم ور سره ولاړ نه دی؛ خو له اسراییلو سره ټوله کفري نړۍ ولاړه ده او په وحشتونو یې سترګې پټوي.

یانې له دې دا ښکاري، چې کفري نړۍ دایم د اسلامي نړۍ ځپلو ته کار ویلی دی او په دې وجه پان‌ اسلامیزم یا د مسلمانانو د یووالي لپاره د یوې متحدې اسلامي جبهې د جوړولو نظریه وه؛ خو دا هغه مفکوره وه، چې د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د بهرني استعمار پر وړاندې را پورته شوه. دا د اروپایي ځواکونو له‌ خوا د اسلامي نړۍ د کنټرول په غبرګون کې را پورته شوې مفکوره وه، چې باني يې سید جمالدین افغاني الحسیني دی.
د پان اسلامیزم باني سید جمال الدین افغان (۱۲۵۴–۱۳۱۴ هـ .ش) د مسلمانانو د اتحاد لپاره له زیاترو هېوادونو پسې واخیستل شو.

په هند، ایران، عثماني امپراتورۍ او نورو ځایونو کې یې د استعمار پر ضد تحریکونه پیل کړل او د عروه الوثقی په نوم یې په فرانسې کې یوه جرېده د خپل فکر د ترویج په موخه خپره کړه. د پان اسلامیزم نظریه د سید (رح) له لوري پیل شوې او پالل شوې ده. که څه هم دا اصطلاح د لومړی ځل لپاره په انګلیسي ادبیاتو کې د عثماني سلطان عبدالحمید ثاني د پالیسۍ په اړه کارول شوې وه.
4

3 احساس، ذبیح الله.(۱۳۸۸) ښکليه که دا غوړې، چې حمزه څه دی- حمزه پېژندنه. سالنګ خپرندويې ټولنه.

اصل کې د دې نظریې موسس سید (رح) دی او په وروستیو کې کله چې عثماني حکمرانان کمزوري شول؛ نو د خلافت ادعا د لا پیاوړې کولو لپاره یې، چې کله مصر فتحه کړ، دغه ادعا یې وکړه، چې د خلافت نښې نښانې (توره او کالي) د عباسي خلیفه له خوا عثماني کورنۍ ته سپارل شوې دي. عثماني سلاطینو له دې لارې غوښتل، چې وښيي د خلافت قانوني وارثان دي.

له بل پلوه نړۍ د کفر او اسلام پر ترازو ولاړه وه او عثماني امپراتورۍ د مسلمانانو یوازینۍ هيله وه، چې د کفري استعمار په مقابل کې ودرېږي؛ نو پر همدې اساس پان ‌اسلامیزم د یوې متحدې اسلامي جبهې د جوړولو هغه مفکوره وه، چې د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د بهرني استعمار پر وړاندې را پورته شوه. دا د اروپایي ځواکونو له ‌خوا د اسلامي نړۍ د کنټرول په غبرګون کې را پورته شوې مفکوره وه.

عثمانيانو هڅه وکړه، چې د اسلامي امت د یووالي مفکوره بیا را ژوندۍ کړي، تر څو اسلامي نړۍ د لويدیځو ځواکونو پر وړاندې یو موټی کړي. دا مفکوره د اسلامي ملتونو ترمنځ د یووالي، اسلامي هویت د ساتنې او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا غږ و. د دې نظریې سیاسي تاثرات د عثماني امپراتورۍ پر وخت کې سلطان عبدالحمید هغه وخت پلي کړل، کله چې د دوی د امپراتورۍ یو شمېر سیمې نیول شوې وې. د عثماني دولت دا هڅه هم وه، چې د خلافت په ادعا سره د ټولو مسلمانانو مذهبي رهبر پاتې شي، حتا که سیاسي ځواک یې کم شوی هم و.

دا مفکوره د اسلامي نړۍ د یووالي، د لویدیځو امپریالستي قدرتونو پر ضد د مبارزې او د عثماني خلافت د قانوني حاکمیت د بیا تثبیت لپاره کارېده؛ خو په هغه وخت کې هم ډېره ناوخته د توجو وړ وګرځېده، چې اخیر هم مسلمانان مات شول او ملیتونه تقسیم شول او یو نادرست د فرضي کرښو سیسټمونه په مسلمانانو او په ځانګړي ډول په شرقي سیمو کې پلي شول او نوک یې له ورۍ بېل کړ او پایله دا شوه، چې نن هم پښتون ملیت بېل دی او د ډیورنډ فرضي کرغېړنې کرښې ستم پر ځان تېروي. همدا ډول کردي ملیت ووېشل شو او سوډان له مصر څخه بېل کړای شو، بلوڅان یې په دریو هېوادونو تقسیم کړل او زیاتره ختیځ هېوادونه یې ټوټه ټوته کړل. دغه سیاسي ایجادیت د مسلمانانو ترمنځه د ستونزو مور شوه، چې په ترڅ کې یې اوس یو مسلم هېواد د بل مسلم هېواد په مقابل کې جنګېږي او یو بل د کفارو د ګټو په موخه بمبارد وي. یانې اوسمهال یې څرګند عواقب ګورو، که چېرې بیا هم مسلمانان د پان
اسلامیزم سیاست خپل نه کړي او سره متحد نه شي او جاسوسې کړۍ له قدرته ونه غورځي، نو دوی به تر دې نور هم بې وسه کېږي، چې نن د اسلامي نړۍ یو رهبر هم د کفارو له لاسه خوندي نه دی، چې ښې بیلګې یې د فلسطین، ایران او افغانستان مشران دي، چې د کفارو په مستقیمو او غیر مستقیمو تاروزونو کې شهیدان شوي دي. که مسلمانانو نن هم پان اسلامیزم خپل نه کړ، نو نه به یې هېوادونه خوندي پاتې وي او نه به یې سیاستونه او ملتونه. پان اسلامیزم د اسلامي هېوادونو د سیاسي یوالي غږ دی، چې په دې غږ کې باید ټوله اسلامي نړۍ شریکه شي.

د سید په اړه د معاصرو علماوو د ویناو تحلیل:

د سید(رح) په اړه د تذکره لیکونکو په سبک مخته نه ځو، ځکه چې موږ د سید(رح) په اړه ټولې نظریې نه شو را وړلی. د سید په اړه ډېر اثار په نورو ژبو لیکل شوي دي. د ده په اړه په عربي، فارسي او ترکي ژبو باندې ډېر اثار لیکل شوي دي. زموږ ژباړونکو لا تر اوسه دې برخې ته زیاته توجو نه ده کړې او سید (رح) چې کوم اثار په عربي او یا نورو ژبو لیکلي، هغه پښتو ته نه دي را ژباړل شوي، خو مطبعې د ارواپوهنې په نوم د درواغو کتابونو خرڅلاو دومره پریمانه دی، چې د ځوانانو په خیالاتو کې یې ناسم حرکتونه په خوځښت را وستي او ټولنه یې فاسده کړې ده، مګر د سید رح یوه رساله یې هم نه ژباړلې او نه یې چاپ کړې( یوازې دوه یا درې رسالې پخوا پښتو ته ژباړل شوې دي). د دې کتابونو ژباړه ځکه مهمه وه، چې زموږ د شاعر عبدالباري جهاني ستونزه به هم حل شوې وه او په اړه به یې نادرست روایات نه کېده.

له بل پلوه سید (رح) حتا دې ته ډېر واداره و، چې د اسلامي دولتونو رسمي ژبه دې عربي وي او په دې ډول به مسلمانان له هغو عمراني اثارو څخه خبر شي، چې په عربي ژبه لیکل شوي دي، نو په دې وجه سید (رح) تر ډېره خپل اثار په عربي ژبه لیکلي دي، ځکه چې نوموړي عربي د اسلام ژبه ګڼله او دې ته یې خاص تقدس درلوده.

په دې اړه د محمد باشا المخزومي تالیف، چې مرحو محمد شاه ارشاد پښتو ته را ژباړلی دی، ډېر د غور وړ دی. دا کتاب اصل کې د سید (رح) د خاطراتو په یادښتونو او د هغه سره په مجالسو لیکل شوی دی، چې ګڼ مطالب لري او کابو یوه پېړۍ وړاندې ۱۹۱۲ م کال د بيروت په ادبي مطبعه کې چاپ شوی و. دا یو تحلیلي کتاب دی، چې د سید (رح) د ژوند، علمي بیاناتو او مبارزې یې پکې
4 Jacob M. Landau: The Politics of Pan-Islam: Ideology and Organization in the Ottoman Empire and the Muslim World (۱۹۹۰)
https://archive.org/

تحلیل کړې او شنلې دي. د دې کتاب یو اهمیت دا هم دی، چې یاد کس له سید (رح) سره ډېر نږدې پاتې شوی او له هغه سره یې ناسته پاسته کړې وه او د هغه په شاګردانو کې راځي او په یاد کتاب کې د سید پېژندنه د شیخ محمد عبده له لوري لیکل شوې سوانح څخه را اخیستل شوې ده او شیخ محمد عبده د سید (رح) ډېر نږدې ملګری او یو ځای ور سره اوسېده او حتا عروه الوثقی جریده د ده په زحمت چاپېدله. په دې کتاب کې چې د سید( رح) کوم اقوال راغلي دي موږ پورته ترې استنباط کړی دی.

د سید (رح) په اړه مرحوم څېړونکي او مورخ پوهاند عبدالحی حبیبي ویلي دي: « د افغانستان ځمکه ډېره سړي پالونکې ده. د تاریخ په مختلفو دورو کې موږ وینو، چې د دغه ځای له خلکو څخه ډېر علمي، سیاسي، عسکري او هنري مشاهیر راوتلي دي. یو له دغو خلکو څخه د کونړ د سیدانو مشهورې کورنۍ سید جمال الدین د سید صفدر زوی و، چې په تېره پېړۍ کې له کونړ را ووت او په ټوله شرقي دنیا کې یو داسې د ويښتابه غورځنګ پیدا کړ، چې امام العصر وګاڼه شو.» 5

د سید (رح) په اړه د پښتو معاصر ادب ستر لیکوال او شاعر استاد ګل پاچاالفت له یوه غزل نما شعر څخه، چې د سید (رح) ذکر پکې شوی دی. په دې کې د سید (رح) ټول تقدس څرګند او د ده په اړه یې ډېر شکونه ورک کړي دي:

د کونړ د لوړو غرونو په لمن کې

نابغه فرزند پیدا د سید صفدر شي
ډېر پوهان ورته سر ټیټ په شاګردۍ کړي
ډېر شاهان یې په تعظیم مخې ته ورشي
ترکیه مصر و لندن فارس و پاریس کې
ارام نه مومي هر لوری ته یې سفر شي
سرګردان وي په جهان هغه مړونه
چې د ټول عالم غمونه یې په سر شي

یانې د مرحوم الفت په پاسني شعر کې د سید (رح) په اړه واضح رایه دا ده، چې د کونړ د لوړو غرونو په لمن کې د سید صفدر په کور کې زېږېدلی دی. په پورته وروستي بیت کې د سید د مبارزې یادونه شوې ده، چې مېړونه ارام نه مومي. په دې درېیم بیت کې د سید د سفرونو او تبعیدونو یو ښکاره تصویر وړاندې شوی دی. په دويم بیت کې سید (رح) یوه داسې قریحه ګڼلې، چې پوهان یې شاګردان او شاهان یې خدمت افرین وي. یانې که ښاغلي جهاني یوازې د الفت صیب دا څو بیتونه تشریح کړي وای، نو بیا به یې د سید مخدوم رهین، نیکي کیدي اثار نه دلیل کول.

دوکتور سید اصغر هاشمي د الفت په ځینو پنځونو کې پان اسلامیزم ښکاره کړی دی، خو چې په دې برخه کې په پښتو ادب کې دغه نظریه ډېره په هنري توګه وپالله، هغه استاد فضل ولي ناګار دی. د ده شاعري د اسلامي فتوحاتو، ارزښتونو او پر مسلمانانو باندې د خواخوږۍ ‌ډېر عاطفي کیفیات لورولي دي، چې لوستونکي د یو ډول دانا نظریې او لارې په لور سوق کوي. د ده په شعر کې به هېڅ داسې نظریه ونه ګورئ، چې هغه دې د مشرق او مغرب په مسلمان ساندې او افتخارات نه وي کړي. اندلس یې کابل او کابل یې بیت المقدس نه وي ګرځولی. یانې د مسلمانو یو شریک تصور یې په ډېره عاطفي بڼه ښکاره کړی دی.

په معاصرو علماوو او شاعرانو کې استاد پوهاند فضل ولي ناګار له سید(رح) سره ډېرې شاعرانه مکالمې سازې کړې دي. حتا سید (رح) یې د خپل شعر یو لوی سيمبول او یوه ستره استعاره ګرځولې ده. ناګار له سید (رح) سره د زیاتې مینې په تړاو کونړونه او کونړ سیند هم د خپل شعر سيمبولونه او استعاریې ګرځولې دي. یانې استاد ناګار د پښتو ادب په شعر کې هغه څوک دی، چې د پان اسلامیزم استازی او شعر یې د پان اسلامیزم په اړه ډېر هنري موتیفونه جوړ کړي دي. پان اسلامیزم نظریې ته یې په پښتو شعر کې یو داسې انعکاس ورکړی، چې ګڼ شریک سیمبولونه او استعارې یې جوړې کړې دي، مشترک ارزښتونه یې را اخیستې او دا ټول د پان اسلامیزم اغېز و. یانې استاد ناګار پان اسلامیزم د خپل شعر فکر ګرځولی دی او دا یې د شعر ډېر لوی سبک دی. دا سبک یې پر دې ولاړ دی، چې مسلمانان ځانګړی امت وګڼي او د غربي استعمار پر ضد یې وهڅوي.

استاد ناګار تر ډېره بریده د پان اسلامیزم نظریه د عاطفي له لارې ښکاره کړې ده. قراني سیمبولونه، د رسول اکرم(ص) فتوحات، د صحابه کرامو مېړانه په حسین فریاد او د یزید غندنه، په فلسطین فریاد او همدا ډول د اسلامي تاریخ مشاهیر یې په ډېر شاعرانه طور سره ښکاره کړي دي، چې دا ټول د پان اسلامیزم بريدونه دي، چې استاد ناګار شعر کړي او هنري یې ګرځولي دي او د خدای تعالی (ج) په هغه مصداق یې خپل هنر زین کړی، چې ځمکه د خدای تعالی (ج) ده، نو باید الهي قانون تر تسلط لاندې وي.

یانې په ټوله کې د استاد شاعري د مسلمانانو د ګډ هویت څرګندونه کوي. موږ دا په زغرده ویلای شو، چې په پښتو شعر کې دا نظریه استاد ناګار قایمه کړې او شعر کړې ده او په دې وجه له علامه اقبال سره سبکي تړون لري، چې په ټوله کې دغه سبک په شاعرانه طور سره هم د استعمار په مقابل کې را پاڅېدلی دی او د مسلمانانو جذبې یې را وېښې کړې او انقلابي شاعري یې رامنځته کړې، خو 5 محمدشا ارشاد پښتو ژباړې کتاب شاتنۍ پوښتۍ باندې لیکل شوې او همدا ډول د مرحوم الفت صیب شعر هم د یاد کتاب په پوښتۍ راغلی دی.

دا انقلابي شاعري دومره هنري او په تول تللې ده، چې منکر پرې اعتراض کولای نه شي او د افغانستان له فرهنګي تاریخ سره نه شلېدونکې اړیکې لري.

په شرق کې یو بل لوی پلیونی، چې د سید(رح) نظریه یې د خپل شعر لپاره زیور ګرځولې وه، هغه علامه اقبال لاهوري (۱۸۷۷–۱۹۳۸) و. اقبال دغې نظریې ته په شاعرانه انداز قوت وربښلی دی، چې د مسلمانانو د یووالي او ازادۍ په اړه یې ډېر زیات شعرونه ویلي دي.

د سید رح په اړه مجهول روایات:
د سید (رح) په اړه یوه ربړه دا هم وه، چې ځینو کوښښ کاوه، چې د ده شخصیت په ملتونو کې ورک کړي، همدا ډول د ده نظریې ته انګریزانو د یوې پالیسۍ په توګه کتلي دي او پان اسلامیزم اصطلاح یې لومړی ځل په انګلیسي ادبیاتو کې د عثماني سلطان عبدالحمید ثاني د پالیسۍ په اړه کارولې وه.

زه فکر کومه، چې که موږ دغې نظریې ته وګورو، نو دا به مو په اوس وخت کې خیال وي، چې ووایو، نو ولې سید (رح) په پښتو کتابونه نه لیکل؟ د سید (رح) په زمانه کې پښتو ژبه درباري ژبه نه وه، نو په دې وجه علمي اشخاصو هم په هغه وخت کې خپل تالیفات په عربي ژبه لیکل. د پښتو ژبې ژبپوهانو دا مسله ‌ډېره وروسته حل کړه، چې پښتو باید د خپلې ژبې په اساس مطالعه شي، نو همدا وه، چې تر پرونه په موږ حتا عربي ګرامر د پښتو ژبې لپاره رواج و.
زه پر دې باندې ډېر اعتقادي یم، چې پښتو ژبه د سیاست ژبه نه وه، لکه اوس مهال چې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا قومونه پښتانه دي، خو بیا هم د دوی د سیاست او تعلیم ژبه اوردو او انګریزي ده، هغسې چې له امیر دوست محمد خان څخه نیولي بیا تر احمدشاهي امپراتورۍ پورې د سیاست ژبه تر ډېره پښتو نه وه او حتا تاریخونو داسې هم ویلي دي، چې کله ځینې پښتانه مشران د تیمور شاه مېلمانه شول، نو زامنو یې پښتو نه وه زده، نو په دې وجه سید (رح) خپل ټول تعلیم په عربي او فارسي ژبه کړی و او بیا خو سید (رح) د ختیځ د ټولو ولسونو لپاره مبارزه کوله، نو په دې اساس د ده ټول تالیفات او جراید او افکار په عربي او ځینو نورو ژبو لیکل شوي دي.

حتا د احمد شاه بابا په وخت کې په هند کې هم فارسي او عربي ژبې مروجې وې. د (شا ولي والله) اکثره اثار په فارسي ژبه دي او همدا ډول د (شاه عبدالعزیز) د قران کریم تفسیر او ترجمه هم په فارسي ژبه ده، سره له دې، چې دوی د هندوستان ډېر لوی علما دي او چې کله بیا وروسته دیوبند په هند کې جوړ شو، نو ویې ویل، چې خلک په فارسي او عربي نه پوهېږي، نو هم هغه و، چې په اوردو ژبه هم اثار ولیکل شول. همدارنګه محمود طرزي خپل ۲۸ اثار په فارسي ژبه لیکلي دي 6 . یانې دا په دې مانا ده، چې ځینې ژبې تعلیمي او رسمې شوې وي او پښتو ډېره وروسته تعلیمي او رسمي ژبه شوه.

نو که اوس له سید (رح) لږ وړاندې راشو، نو زموږ د ادب ډېر لوی څېړونکی علامه حبیبي هم په دري ژبه زیات کتابونه لیکلي دي او داسې زموږ ډېرو لویو علماوو هم په بېلابېلو ژبو کتابونه او اثار لیکلی دي. یانې دا خو په دې مانا نه ده، چې دوی دې هم ایرانیان وي؟ په اوس وخت کې خو دا یو معمول دی، چې د هرې ژبې څېړونکو دا یو کار ګرځولی، چې خپل افکار، نورو ژبو ته وژباړي.

حتا شفیعي کدکني هم خپل یو شمېر مهم اثار په فرانسوي ژبه لیکلي او بیا فارسي ته ژباړل شوي دي، نو که دا وجه هم بیان شي بیا هم دا ناسم نظر دی، چې سید (رح) ځکه افغان نه دی، چې ده په پښتو ژبه کتاب نه دی لیکلی. بله مسله دا ده، چې سید (رح) د پان اسلامیزم نظریه په نورو اسلامي هېوادونو کې شروع کړې وه، لکه عربي نړۍ او ترکي ملتونو په محورونو کې یې مبارزه کړه وه؛ نو په دې وجه هم سید (رح) په عربي ژبه، چې هغه وخت په ټولو شرقي ملتونو باندې مسلطه وه؛ اثار لیکلي او دا یو علمي ضرورت و او دا خبره خو البرت حوراني پخوا کړې وه« هغه خپل ځان ته افغان وایه او دښمنانو یې هغه ایرانی بولي» 7

ادامه لري

6 د سید جمال الدین او د ختیځ او لویدیځ مخامختیا: ۴۹مخ.
7 سید جمال الدین او د ختیځ او لویدیځ مخامختیا،لیکوال: شهید ډاکټر سید بهاء الدین مجروح، ژباړن: صدیق الله بدر، مخ: ۱.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...