Homeخبرونهننګرهار:نن ورځ د ورښتونو او سېلونو له امله د مرګ ژوبلې ارقام...

ننګرهار:نن ورځ د ورښتونو او سېلونو له امله د مرګ ژوبلې ارقام ۴۹ ته ورسېد

تاند (سه شنبه د وري – حمل ۱۸مه) ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د سېلونو او ورښتونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار کې ۱۶ تنه مړه شوي او ۳۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه مرګ ژوبله د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او دولس ولسواليو کې د کورونو ړنګېدو او سيلابونو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینه وایي چې، دغه راز امنیتي ځواکونو ۱۰۴ تنه له سيلابونو څخه روغ ویستلي او سلګونه نور کسان چې د خطر په سيمو کې وو خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغه راز ۱۲۴ کورونه تخريب شوي او ۳۱۵ کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې مالي زيانونه اوښتي دي.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس سېلونو ننګرهار کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۳۷۶۰ جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه له منځه وړي او ۷۹ سره مالونه یې هم مړه کړي دي.

سېلابونو په ننګرهار کې په زیات شمېر ټولګټې پروژې هم تخریب کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چي، چې د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو دغه ارقام وروستي نه دي او کيدای شي په کې بدلون رامنځته شي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...