تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۲ مه) د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي چې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې تراوسه پورې په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۱ اعشاریه ۲۳ میلیون جریبه ډېرې ځمکې له غصب څخه خلاصې کړي دي.
د دغه وزارت د ویاند برکت الله رسولي په وینا، بېرته ترلاسه شوې ځمکې کرنیزې ځمکې او استوګنې سیمې دي چې په تېرو کلونو کې په غیرقانوني ډول نیول شوې وې.
رسولی پرون (یکشنبې) کورنیو رسنیو ته وویل:
«بېرته ترلاسه شوې ځمکې کرنیزې او استوګنې سیمې دي چې په ناقانونه ډول غصب شوې وې. یوازې د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې شاوخوا ۱,۲۳۰,۹۶۷ جریبه ځمکه بېرته ترلاسه شوې ده.»
د جمهوري حکومت په ترڅ کې میلیونونه جریبه مځکه په ځانګړي ډول د زورواکانو له لوري غصب شوه چې څوک ورڅخه انکار نه شي کولی.
د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دوی د مشر د لارښوونې له مخې، د عامه څړځایونو د پېژندنې او ثبت لپاره ځانګړې کمېټه ټاکل شوې ده. دې کمېټې لا دمخه په یو شمېر ولایتونو کې خپل کار پیل کړی دی.
د رسولي په وینا، د فاریاب او بادغیس ولایتونو له ارزونو وروسته نژدې ۱۳,۴۸۸,۰۰۰ جریبه څړځایونه تشخیص او د ځمکو په ملي بانک کې ثبت شوي دي:
«د فاریاب او بادغیس په ولایتونو کې د کمېټې د څېړنو له امله له ۱۳ میلیونه جریبه څخه زیات څړځایونه په ملي ځمکني بانک کې ثبت شوي دي.»
کارپوهان ټینګار کوي چې د ځمکو د ملکیت روڼ او شفاف تثبیت او د غصب شوو شتمنیو بېرته ترلاسه کول نه یوازې عدالت ټینګوي، بلکې پانګونه، کرنیز پرمختګ او د ټولنیزو شخړو کموالی هم رامنځته کوي.