جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد هند نوی قانون: بهرنيان، د هند پولو ته تر رسېدو وړاندې...

د هند نوی قانون: بهرنيان، د هند پولو ته تر رسېدو وړاندې باید آنلاین فورمه ډکه او وسپاري

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۱۳مه) د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد حکومت بهرنیو اتباعو ته نوی قانون جوړ کړی.

د راپورنو له مخې د نوي قانون پر اساس هغه خلک چې له نورو هېوادونو څخه هند ته ننوځي، اړ دي د دغه هېواد پولو ته له رسېدو دمخه انلاین فورمه ډکه کړي.

نوي لارښوونې سیلانیان، سوداګر، زده‌کونکي، د کنفرانس ګډونوال او هغه خلک چې د طبي درملنې لپاره هند ته ځي تر پوښښ لاندې نیسي.

هندي چارواکي باور لري چې نوي لارښوونې به دغه هېواد ته سفر اسانه او په هوایی ډګرونو کې د پاسپورټ کنټرول دروازو کې د انتظار وخت کم کړي.

دغه فورمه د ای – ارایول کارت په نامه ده او د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه، هغه خلک چې له بهرنیو هېوادونو څخه هند ته سفر کوي، باید دغه انلاین فورمه ډکه او د دغه هېواد اړونده ادارې ته وسپاري.

د مالوماتو له مخې تر دې وړاندې نړیوالو مسافرو باید هند ته د ننوتلو پرمهال کاغذي فورمه ډکه کړې وای، چې دا فورمې یا په الوتکه کې یا په هوایی ډګرونو کې د پاسپورټ کنټرول تالار کې بشپړې شوې.

د هند د کډوالۍ څانګې ویلي، چې د پروسې ډیجیټل کول مسافرو لپاره د پاسپورټ کنټرول پروسیجرونو ساده کول او د مسافرینو لپاره اسانتیا زیاتول دي.

د هندي رسنیو په راپورونو کې بیا ویل شوي، چې هندي اتباع اړتیا نلري چې هېواد ته د ننوتلو لپاره دغه فورمه ډکه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب